Announcement

Collapse
No announcement yet.

د رحمان بابا شاعرۍ کښې متل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د رحمان بابا شاعرۍ کښې متل

    د رحمان بابا په شاعرۍ کښې متل

    متل په هره ژبه کښې وى متل هغې وړو او د اختصار نه ډکو جملو، د فصاحت او بلاغت نه ډکې وېنا او د عقل او پوهې او تجربې نه وتې خبرې ته وائى چې يوه خاص واقعه ورپورې تړلې وى او په خلقو کښې مشهوره شوې وى.
    دا متلونه مونږ په عامو خبرو اترو کښې هم پکاروو، ځکه چې دا يوه پخه او کوټلې خبره وى. د رحمان بابا شعرونو هم په پښتو کښې د متل مقام موندلے دے خو ولې د دغې نه علاوه رحمان بابا په خپلو شعرونو کښې ځنې ځنې متلونه راوړى دى.
    په پښتو کښې يو زوړ متل دے چې چاړه کۀ د سرو شى خو په خېټه د منډلو نۀ ده. رحمان بابا دا متل په شعر کښې داسې بيانوى.
    چې په ګيډه دې ښخېږى مخ ئې ورک شه
    کۀ د سرو زرو چاړۀ وى يا خنجر



    دا يوازې رحمان بابا نه بلکې ټولو شاعرانو کړى دى، لکه على خان بابا وائى:
    دا متل په زړۀ کړه چې د نر ميړۀ خو قرض دے
    دا رنګې بېلتون ګڼه لنګون د نارينه


    د پښتو يو بل متل دے چې غم ښادى ورور او خور دى. رحمان بابا دا متل په شعر کښې داسې بيان کړے دے.
    راحت نۀ دے بې زحمته چا موندلے
    غم ښادى دى د دې دهر ورور او خور


    "وړومبے د وروستى پُل وى" دا متل په شعر کښې داسې راوړى:
    تل وړومبے د وروستى پُل دے پرې تېرېږى
    کړے نۀ دے چا په پُل باندې قرار


    علت د سړى نه ځى او عادت نۀ ځى دا متل داسې بيانوى.
    علت لاړ شى د سړى نه عادت نۀ ځى
    خدائے دې نۀ کاندى په بده چار عادت څوک


    په يو شعر کښې دا متل چې څۀ کرې هغه به رېبې داسې راوړى.
    هر څۀ تخم چې کرې هغه به يوسې
    خپله خپله مېوه نيسه هره ونه


    پښتانۀ متل کوى چې د لوندو خټو لږې اوبۀ بانه وى. رحمان بابا دغه خبره په شعر کښې داسې کوى:
    زۀ د ډېرې مينې په تش بوى د يار شېدا يم
    تل د لوندو خټو اوبۀ لږې وى بانه


    زمکه هغه سوځى چې اور پرې بلېږى. رحمان بابا دا متل داسې په شعر کښې ځائے کړے دے.
    زمکه هغه سوځى هر چې اور ورباندې بل وى
    روغه خلقه شوه د رنځورو تماشبينه


    دغسې د نورو ژبو متلونه هم رحمان بابا پښتنو ته رااړولى دى لکه د فارسۍ دا شعر هم چې د متل شکل ئې اختيار کړے دے.
    کند هم جنس با هم جنس پرواز
    کبوتر با کبوتر باز به باز


    رحمان بابا وائى:
    هر هم جنس د خپل هم جنس سره جوړه وى
    زېب کۀ هره کشيده په خپل انځور


    د "پدرم سلطان بود" تشريح داسې کوى:
    په خپل ځان ښېګړه وکړه غره مۀ شه
    په ښېګړه د ادې او د بابا



    د رحمان بابا ډېرو شعرونو د متل شکل اختيار کړے دے لکه دا شعرونه:
    آدميت څۀ په دولت نۀ دے رحمانه
    بت کۀ جوړ شۀ د سرو زرو نۀ انسان شۀ


    کۀ مې سل نصيحتونه ورته وکړل
    هغه خدائے بې لارې کړے په لار نۀ شۀ


    کوهے مۀ کنه د بل سړى په لار کښې
    چرې ستا به د کوهى په غاړه لار شى


    چې الله درسره مل نۀ وى رحمانه
    کۀ لښکرې درسره وى يک تنها ئې


    خوب خندا په بېغمۍ کېږى رحمانه
    هر چې تا غوندې غمژن وى څۀ به خوب کا
    کۀ څوک تله د انصاف په لاس کښې درکه
    خپل تټو او د بل اس به برابر کړې
    د ازل په ورځ د برخو جوارى وه
    اے رحمانه چا بائللې چا ګټلې


    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    koma nawey chey pa khpla khaista na wi
    sok ye sa kandi khaist de mur aw nia

    ......................................

    da zal pa wraz da barkho jawari wa
    aey rahmana cha gatalay cha bailalay

    --------------------------------------

    da raya kharqa ye khudai ma ka tar ghara
    Rahman kog dastaar taralay qalandar dey

    ..................................................


    Qena'at mey da kharqey landey atlass dey
    Pat da drust jahan bacha zahir gadda yam.

    --------------------------
    bachahi da malngano pa duaa shi
    za rahman hala bacha shwam che gadda shwam.
    .......................................

    wa'rra de khpal zaan pa nazar gura ka dana ye
    Aey abdul rehmana jahan tol adulrehman dey

    Comment


    • #3
      Domra ghat paite ta ma rawra la ghara

      Che pa lara ye ghwarzawe la khpala sara

      Da sadara sara khpe ghazawal khayee

      Hase naa che khpe obaase la sadara

      Comment

      Working...
      X