يو ښکلے غزل!
د خدائے بخښلي ميجر يونس خليل کتاب "لاله زار" نه يو انتخاب.
د خدائے بخښلي ميجر يونس خليل کتاب "لاله زار" نه يو انتخاب.
غــــزل
چې مخمورې سترګې پورته ده نګار شي
کائينــات مې په جوټو لکه ميـخـــوار شـي
دغه ســـاز د محبت مـې تـخــيّـل کښــې
په مضـــراب ده حقيقت که نغمـه بار شـي
ستا ده مينې د احساس په رنګينو کښـې
دا خـــزان مــې د غـمـونـو نــوبـهـــار شـي
ارادې وي،بــې رخـــي وي،بيـــګانګــي وي
خو په يو نـظــر دا هـر څۀ تــار په تــار شـي
په وعـــده دې اعـتـبــــار کـــړم فــريب کاره!
په خـنـدا مـې سادګـۍ پورې اعتبــار شـي
د زړګي معصوم مې ژاړي هسې زيـل کـړي
بې له تانه کاش! په نور څه که قـــلار شـي
د يــونـس د ســــاز تــارونـــه واړه مـــات دي
دا بهار دې چرته بل ځائے نـغـمـه بــار شـي
(ميجر يونس خليل)

