Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتو

    لږه شان پښتو غواړي او لږه شان خواري ژبه
    بيا د چا مجال چې به زمونږ نه شُوکوي ژبه

    خدائے يم پېدا کړے د پښتون په جنتي خاوره
    ولې به زۀ نۀ وايم پښتو ته جنتي ژبه

    مونږ په کوم مېدان کښې د سيالۍ جوګه ګڼلې ده
    هسې په خلۀ وايو چې مو نۀ لري ثاني ژبه

    بيا د هغه پوزې او نتکۍ خبره جوړه ده
    مونږ ئې ترې مقام غواړو هغوي مو غوڅوي ژبه

    قام لرمه خاوره، خپل تاريخ او ثقافت لرم
    دا د علاقې نۀ ده پښتو مې ده قامي ژبه

    ولې به اقباله د فطرت تقاضې نۀ منم
    دا پښتو زما، دا مې د لور، دا مې د زوي ژبه

    ********

    پنګه د پښتو د نام و ننګ ډکه
    ځان به څۀ سړے کړم د پردو کره؟
    ولې به په نورو ژبو ځان لوټم
    خدائے يم پېدا کړے پښتنو کره
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    No....It is written by Khuday Bakhaley "Muhammad Iqbal Iqbal" a dearest friend of my father.....His poetry has been published recently after his death in the form of a book "Dardedaley jwand" I read it a few days ago and enjoyed it very much.....i will share some of his poems here in this thread......
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment


    • #3
      da Baran pa Khwand da poha kram ...Kohat wardalu awo sta da haga pos ma lawstalu

      mannnnnnnna
      .....


      Comment


      • #4
        deer zabardast awo khaista ghazal mou share karay dai Yousufzai wrora...
        keep sharing.
        aftab.

        Comment


        • #5
          Dair kha
          IQbal Seb zama ham kha doost wo
          pa 1995 ke munga Qatar ta raghokhtey woo aw pura yawa Onai rasra pa Qatar key dera woo.

          Tahir Afridi ham warsara woo
          Bia wroosto ye mung la ya ktab "DA DASHT NAGHMA"ham chaap ko
          Paroon rata shoab de mardan na telephone karey woo che de Iqabal Baboo kitab mey chaap ko.
          ma warsara de mali mrastey jamana ham wakraa.
          Allah pa Goor noor awarawa.
          dair loy sarey woo

          Comment


          • #6
            چې پرې پوهېږي محبوبا ته په پښتو کښې ليکه
            پښتنې مينې ته په راته په پښتو کښې ليکه

            د خپلې نۀ شوې نو د نورو نه به څۀ وګټې
            زما قلمه شاملاته په پښتو کښې ليکه

            د نورو ژبو په ستائنه به دې خپل نۀ شمه
            خېر دے کنځل ليکه خو ما ته په پښتو کښې ليکه

            ډډې په ډډې خو مې واړوله پوئ پرې نۀ شوم
            دغه بلنه خو ميراته په پښتو کښې ليکه

            استاذه ما ته هر يو علم په پښتو کښې ښايه
            مور مې قارېږي چې بد ذاته په پښتو کښې ليکه

            په پردۍ ژبه کښې اظهار د جذبې کله کېږي
            درته به ګرانه شي هر خوا ته په پښتو کښې ليکه

            کۀ پرې پوهېږي او کۀ نا، دغه ګناه د هغۀ
            په ځان ئې فرض کړه هر چا ته په پښتو کښې ليکه

            پښتونه ګوتو نه دې ځار شمه چې څنګ ئې ليکې
            مۀ ګوره هغې، دې املاء ته په پښتو کښې ليکه

            ************

            د کر نيکۀ راسې پښتون يمه زۀ
            څۀ وشو ما له کۀ پشتو نۀ راځي
            زۀ اتلان د دنيا ټول پېژنم
            څۀ کۀ نامې د پښتنو نۀ راځي

            (محمد اقبال اقبال)
            Na soz sho na saaz sho,
            Bas hasy jwand tamam sho

            Comment


            • #7
              Mannnnnnnnnn YP dar khwndwar .........

              .....


              Comment


              • #8
                کۀ مونږ ته د ګلونو نه نازکه ده پښتو
                غليم ته د فولادو نه هم کلکه ده پښتو

                چې وائي د زمانې د منډې نۀ ده، دا ئې چل دے
                د علم او هنر نه ډکه پکه ده پښتو

                د نورو نه ئې غواړو مرتبه او مقام دواړه
                په ځان خو د بڼې نه راته سپکه ده پښتو

                هغه په څۀ پښتون دے چې پښتو وئيلې نۀ شي
                د دوي د لاسه پاتې له چورلکه ده پښتو

                په خپلو ژبو ناز کوي او راج د قام په زړونو
                د سپکو پښتنو نه بې درکه ده پښتو

                هر قام په ځان منلے دے خدمت د خپلې ژبې
                اقباله! پښتنو ته بې نمکه ده پښتو

                ********

                چې نۀ پښتو ورځي نۀ ټکے د احساس پېژني
                د مور په غېږ کښې د پردي بچي پالنه وشوه
                په تس نس شوؤ پښتنو کښې د ګمان تيارې دي
                چې رايو ځائې شو نو د يو بل مخکته وشوه

                ********

                شاړ ګودرونه شو ټيکري، نۀ ټوټې د بنګړو
                نېستۍ مستي يوړه منګي څوک ماتول نۀ کوي
                يا څوک روژې نۀ نيسي يا محبتونه کم شو
                اوس څوک په چغو پېشمني له پاڅول نۀ کوي
                چې شادوګي پړي مرۍ ته د انسان واچوي
                چا وې زور نۀ لري پېسه او ګډول نۀ کوي

                *******
                Na soz sho na saaz sho,
                Bas hasy jwand tamam sho

                Comment


                • #9
                  په خپلو ژبو ناز کوي او راج د قام په زړونو
                  د سپکو پښتنو نه بې درکه ده پښتو

                  Bas wos hem chay PF na pohgey bya da KHUDAY mal shi

                  DAr kha ror ma

                  manam da...
                  .....


                  Comment

                  Working...
                  X