لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي
سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي
ستا پنجابي باڼه که نېغ وي څه پرې
لا څو شملې د پښتانه پاتې دي
لا څو شملې د پښتانه پاتې دي
په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي

...... my pleasure your dad like this.....hopefully will post more just follow my threads....
Comment