Announcement

Collapse
No announcement yet.

لوپټه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • لوپټه

    لا دې درخو په هغه بام نۀ رپوي لوپټه
    سيلۍ بربنډې دي د سر نه تختوي لوپټه

    لا د ملوکې د سندرو سهېلۍ وروکې دي
    لا دې غمژن ګودر ته نۀ راوړي خيالي لوپټه

    ما تر هغې په پښتنو ستاينو ونۀ ستايې
    څو دې دامانو له رانۀ وړم د سپرلي لوپټه

    هر خوا چې تلې يمه نغښتې پکښې تلې يمه
    څومره بلا وسعت لري ستا زرزري لوپټه

    کاش چې يو ځل دې د اسمان په ټال کښې وځنګوم
    چې دنيا وويني د دې مازيګري لوپټه

    چې زۀ دې ږدم په مخ د تړمو وينو سرۀ خالونه
    تۀ مې دسمال ږدے په پرهر کښې ګلابي لوپټه

    چې تۀ ريدي هسې لمبه لمبه جامې واغوندې
    زۀ در په سر کړم د غانټول د خوب اودي لوپټه

    دا غاړه وتې دوه پېړۍ به راته تل يادوي
    د پېښورۍ پېغلې په سر قندهاري لوپټۀ
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Originally posted by kandahary
    yusufzai wrora
    nor hum post ka
    لږ د مړاؤ سترګو ډک جامونه توے کړه
    لږ ساعت له مې د غرونو لېونے کړه

    تورې شپې د زندګۍ به دې رڼا کړي
    د سائل اوښکې مقېش د لوپټې کړه



    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment

    Working...
    X