Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ارمان څلـــــي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ارمان څلـــــي

    د ارمان څلے

    يو خيال په دوه مختلف شکلونو کښې منظوم شوې۔

    اولينئ معري نظم
    دوئيم پابند
    خوند ترې واخلے

    د سيلف ميډ انسان الميه

    ژوند د ارمان سره...ليک فيروز افريدي




    د روښانه سباوون په تمه تمه
    د ژوند تورې تورې شپې سبا کومه
    ډير په لوړو او ژورو ګرځيدلے
    د ښه عمر په لټون کښې سر وهلے
    د يخ سيوري د دمې په تمه تمه
    دژوند دروند پيټے مې ډير په اوږو وړے

    د کور غولي کښې مې ګل تصور کړے
    د بورا په څير ګلو نو پسې تللے
    د ارمان د باغ په خوب پسې وتلے
    د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي
    د سراب ابـــــه مې ډير ځله ګوټلي
    د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي

    خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي
    چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي
    اوس که هر څه ځان نه مخکښې وروستو وينم
    د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم
    د بنګړو شور اورديلو نه معذور يم
    سره او شنه راته اوس نه ښکاري که ډير دي
    د رنګونو تميز نه کيږي شمکور شوم

    د زړګي چمن ويجاړ شو بې بهاره
    حس د ګل د نګهت نه لري بيزاره
    نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته
    نه چمن کښې نور څه خوند شته نه ګلان شته

    د ټول عمر په محنت مې که ګټلي
    د ځوانئ رنګين وختونه مې بائيللي
    feroz afridi
    8/03/2010
    p e k h a w a r


    ارزوګانې مې د سپين سباوون کړي
    ډيرې تورې تورې شپې مې سبا کړي
    د يخ سيوري د دمې په تمه تمه
    دژوند دروند پيټي مې ډير په اوږو وړي
    ---------
    د ښه عمر په لټون پسې ورک شوي
    ډيــــر پــــــــــه لـــوړو او ژورو ګرځيدلي
    د کور غولي کښې نګهت د سرو ګلونه
    ډير خوبونه د سپرلي مې وو ليدلي
    -----------------------------------
    د ارمان د باغ لټون پسې وتلي
    د بورا په څير ګلونه مې غوښتلي
    د سراب ابـــــه مې ډير ځله ګوټلي
    د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي
    ------------------------------------
    خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي
    چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي
    د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي
    څه د ژوند خواږه تراخه به راله را کړي
    ---------------------------------
    اوس که ډيرڅه مې د ځان سره راوړلي
    د احساس جذبې مې مړې دي غم خوړلي
    د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم
    دبنګړو د شور سرونه ترې وتلي
    ------------------------------------
    سرو او شنو ته کتې نه شم ترې بيزار يم
    په تير عمر اوس دهرې بلا ښکار يم
    د زړګي چمن ويجاړ شو سپرلي نشته
    وچ ډندر کښې د ګلونه پاتې خار يم
    ------------------------------------
    نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته
    نه چمن کښې نور څه رنګ شته نه ګلان شته
    د ارمان په څلـــــي ناست وختونه ژاړم
    نه ځوانئ شته ،نه خوندونه د جهان شته
    _________________

    ته لاړے خوند لاړو
    تا ســـره ژوند لاړو




  • #2
    what does it say??

    Comment


    • #3
      it says a lot to those who understand pashto.
      Last edited by Feroz Afridi; 04-19-2010, 04:47 PM.

      Comment


      • #4
        Der kha leek dey, Piroz Apridiya!

        Comment


        • #5
          Der kha post.

          Comment


          • #6
            مننه ګرانې خورې صميمې
            ډيره مننه کړتنې کړتوګي
            او تشکر شينواري صيب
            Last edited by Feroz Afridi; 04-18-2010, 04:36 AM.

            Comment


            • #7
              د کونړ د يخ سيند هلکه
              دغه نور صوتي نظمونه په پيټرياټيک سونګز کښې موندلې شې خو لږه خواري دې اوباسله

              Comment


              • #8
                Worldwide community of Pashtuns of Afghanistan and Pakistan

                Comment


                • #9
                  مننه ګراني پاکستاني وروره

                  دا واخله
                  هسې که تاسو غواړئ نو دغه يو د پښتو سائيټ زمونږ هم شته هلته کښې به تاسو ته زمونږ د شاعرئ اثار په بشپړ توګه ترلاسه شي

                  Comment


                  • #10
                    http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=694

                    غزل لويه خدايه..فيروز افريدي
                    تازه غزل
                    په صفت د څوک مکين د پاس اسمان کړو
                    څوک په نفس د را بهر د خلد مکان کړو

                    چې انا او ضد دې مل زما افغان کړو
                    خدايه پاکه ژوند دې ډير راته اوس ګران کړو


                    دا زما د خپله لاسه په ما کيږي
                    چي زما غلام د نن زما سلطان کړو

                    اوس د خپلو خطاګانو سزا مو مي
                    پښتنو چې خپل وطن د جنګ ميدان کړو

                    نور د صبرد زغملو توان مو نيشته
                    ډير دې اوږد دا د صبر امتحان کړو

                    پاکه خدايه ستا په لوئي کرم به کيږي
                    په دا خپل تدبير کښي پاتې د انسان کړو

                    لويه خدايه بس د امن دعا غواړم
                    د فيروز دې که پوره دغه ارمان کړو

                    Comment


                    • #11
                      kha da kunar gula

                      Comment


                      • #12
                        manana
                        zaror ba post kram inshallah'

                        Comment


                        • #13
                          Alkozia wrora
                          postoona dair

                          daira manana

                          Comment

                          Working...
                          X