Announcement

Collapse
No announcement yet.

د غني خان بابا خط فخرافغان باچا خان بابا ته

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د غني خان بابا خط فخرافغان باچا خان بابا ته


    ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
    زه يې لولم هره شپه دوباره دوباره

    کله خاندم کله ژاړم لېونی يم
    ای زما په بند کې پروت غريبه پلاره

    نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې
    مصيبت دی ستا غيرت ته غيرت داره

    چې په تا کې کوم ګوهر دی ماکې نشته
    ستا نيکي زما بدي دواړه بې شماره

    ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې
    زه کوږ زغلم لکه او ښه بې مهاره

    ستا د زړه فواردې ډکې دي د مينې
    زما زړه وچ کوهي نه لري يو داره

    پروا نشته که په منډه منډه مړ شم
    فقط ستا او د خپل قام د نوم لپاره


    غني خان
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X