------------روښانه سباؤن------
( د سرزو کلي د ادبي ملګرو شعري تذکره )
روښانه سباؤن
مؤلف: فېروز آفريدي
سروزي پښتو ادبي جرګه ضلع هنګو
چې کتاب زما دے نو واک زما دے
د کتاب نوم _______ روښانه سباؤن
خورونکے _______ دلاور خان لېونے
کمپوزر _______ آدم خان
ترتيب و تاليف _______ فېروز آفريدي
سروزي پښتو ادبي جرګه ضلع هنګو
( د سرزو کلي د ادبي ملګرو شعري تذکره )
روښانه سباؤن
مؤلف: فېروز آفريدي
سروزي پښتو ادبي جرګه ضلع هنګو
چې کتاب زما دے نو واک زما دے
د کتاب نوم _______ روښانه سباؤن
خورونکے _______ دلاور خان لېونے
کمپوزر _______ آدم خان
ترتيب و تاليف _______ فېروز آفريدي
سروزي پښتو ادبي جرګه ضلع هنګو
د "روښانه سباؤن" د شاعرانو په تذکره يو نظر
ليک: فېروز آفريدي
د ملګري دلاور خان لېوني په لاس کښې نيولې په مسوده مې چې نظر پرېوتو نو د هغه خوب تعبير راته څرګند شو. کوم چې ما او زما ملګرو شل پنځويشت کاله وړاندې ليدلے وو.
دا هغه بذغلے وو چې اوس په هر طرف ته ترې ګورې ونې جوړې دي. د ټل، هنګو، کوهاټ په خاوره د ټل ادبي چمن او کوهاټ ادبي ملګرو داسې ادبي کرونده کړې ده چې اوس ئې فصلونه تيار دي.
په دغه سلسله کښې بيا د داسې ملګرو لکه دلاور خان لېوني حوصله افزائي، تعاون او ډاډ د دغه فصلونو لکه د خصمانې کار کوي. کله چې مسوده زما د نظره تېره شوه نو د کلام او شاعرې په حقله د څۀ نظر وړاندې کولو نه اول ما دلاور خان صېب ته دا اووئيل چې که لږ انتظار وکړے شي او د نورو ملګرو کلامونه هم راغونډ شي او په دغه کتاب کښې موجوده د ملګرو شاعرانو نور کلامونه به هم ورزيات کړے شي. د شاعر او ليکوال په حقله د قاري په ذهن کښې يوه ثابته خاکه هم جوړه شي. او د کتاب ضخامت به هم په جوړ شي. په ځواب کښې دلاور خان صېب اووئيل چې زۀ په دې خبره ښۀ خبر يم چې د ملګرو شاعرانو کلامونه او ليکنې دومره پخې نۀ دي. او د مشرانو شاعرانو په شان يو واضح او کوټلے پېغام هم نۀ لري خو زما مقصد د دې خاورې په شاعرانو، ليکوالانو کښې د ادبي شعور راويښول دي. او يو قسم ډاډ او حوصله ورکول دي. خپل شاعران او د ليک خاوندان درنول دي. زمونږ په دې کوشش او حوصله دا زلمي شاعران انشاء الله د صبا دپاره د لارې مشالونه وګرځي. د دوئ دغه نوې شاعري به په پخه بدله شي. او د عوام الناس دپاره به د ګټې وړ وګرځي.
د دلاور خان صېب دغه خبرې زما زړۀ ته پرېوتې او ما ته هغه وخت راياد شو چې زمونږ په ادبي ټولنه کښې به چې کوم نوي شاعران راتلل نو هغوئ ته به مونږ هم دغه شان خبرې کولې.
په دغه تذکره کښې د اتو شاعرانو اديبانو کلامونه شامل دي. چې ځنې پکښې نوآموزه دي. او ځنې که په عمر واړۀ دي خو په فن پاخۀ دي. ځنې ليکوال پکښې اعلٰى تعليم يافته دي او ځنې پکښې متعلمين دي. د دلاور خان په تاکيد د درې نورو شاعرانو کلامونه هم شامل کړے شوي دي.
د دوئ په شاعرۍ کښې لکه د نوآموزه شاعرانو رومانيت غالب دے. خو ورسره ورسره د نني حالاتو او پښتنو ته د راپېښو ستونزو او کشالو انځورګري هم شته.
شاعر او ليکوال د معاشرې د اصلاح او رغونې په فکر کښې وي. رومانوي خيالونه د امن او ژوند د خوند رنګ د زياتولو سوب ګرځي. چې هم دغه فکر چا سره مل شي بيا هغه د تخريب نه لرې ګرځي. او د تعمير او د ژوندون د مثبت اړخونو رابرڅېره کولو په تکل کښې وي. په دغه وجه شاعر او اديب د يو مبلغ کار کوي. چې يقيناً د احترام او قدر وړ کار دے.
په دغه سوب شاعر او اديب بائيد چې په هر ځائے او هر وخت وقدرولے شي. او د احترام په سترګه ورته کتل پکار دي.
د دغه تذکرې شاعران نن که نواموزه دي. صبا له به د يو سنجيده او معتبر فرد ځائے نيسي. دوئ د کلاشنکوف او ټوپکو په ځائے د قلم او کتاب سره مينه لري. څرګنده خبره ده چې ټوپک او کلاشنکوف د ورانکارۍ دپاره دي او قلم او کتاب د رغونې کار کوي.
زۀ هيله کوم چې د سروزو کلي د دغه شاعرانو ملګرو کلامونه به د خپلې علاقې او اولس پرته ټول پښتانۀ په مينه ولولې او د دوئ ډاډګيرنه به په خلاص زړۀ وکړي.
په اخر کښې د دې کتاب د تدوين او ترتيب په حقله به دا اوايم چې ما د خپل وس او فهم مطابق د شاعرانو ليکوالانو په کلامونو خپل نظر اچولے دے. کېدے شي چې په دې کښې غلطيانې وي او دا هم کېدلے شي چې په تقديم و تاخير کښې زما نه څۀ نه څۀ خطاګانې شوې وي. نو زۀ د هر چا نه بخښنه غواړم.
فېروز آفريدي
پېښور ٢٧ مارچ ٢٠٠٩ء


Comment