پۀ يو کور کښې ئې ورور نه چې بيل کړے سکه ورور دے
دا ټول دَ پَېسې زور دے
پۀ خپله خپل کالۀ کښې لګَؤلے چې ئې اور دے
دا ټول دَ پَېسې زور دے
کۀ خر وی چې پېسه ورڅخه راشی نو سړے شی
دَ کلی مَړَنے شی
هر چا باندې بيا ښۀ لګی مئېن پرې خپل پردے شی
نازونه ئې اوړے شے
کۀ زۀ يم او کۀ بل دے پۀ درشل ئې پروت نسکور دے
دا ټول دَ پَېسې زور دے
دَ بعضې بعضې کس پۀ لاس کښې دوه ګزه تسبې وی
پېنځه وختے«وخته ئې» سجدې وی
پۀ چل ول ئې لېکلې خپلو خوېندو نه حصې وی
اېمان دَ دۀ پيسې وی
پۀ لام لباس خو ښکلے دے پۀ زړۀ باندې چې تور دے
دا ټول دَ پَېسې زور دے
رشته چې چا نه غواړې، وائی چرته کښې نوکر دے
پۀ کلی کۀ بهر دے
دا هېڅوک تپوس نۀ کړی مسلمان دے کۀ کاپر دے
دله دے او کۀ نر دے
جوړ شوے دا رواج دلته دَ هر کلی او کور دے
دا ټول دَ پَېسې زور دے
حجرې زمونږه شاړې شولې، سپی پکښې توغړېږی
پېريان پکښې اوسېږی
اوس نشته اتفاق خلک دَ يو بل نه ترهېږی
هر کس ځان ځان له کېږی
منګے شته نۀ رباب شته، خوند پېکه دَ ټنګ ټکور دے
دا ټول دَ پَېسې زور دے
څوک وائی چې اجمېره! پۀ بيان کښې دې ډېر زور دے
لفظونو کښې دې اور دے
څوک وئی چې نَه!!!!!ښۀ دے؛خو بس دا ده چې لږ سپور دے
يو قِسم له پېغور دے
پردی زړونه پرې رېبې! دا دې نظم دے کۀ لور دے
دا ټول دَ پَېسې زور دے
×××××××××× ××××

دغه مخامخ هغه بوډۍ ده چې قيصو کښې وي
دا هغه بوډۍ ده چې ئې ذکر ترانو کښې وي
دې څلور زامن وو لېږلي چې به جنګ کوي
يا به د مذهب يا د وطن په نامه جنګ کوي
هغه څلور واړه شهيدان شو د وطن په نوم
ځان ئې قربان کړو لکه بلبل د چمن په نوم
بيا هغه پنځم چې ئې په کور دننه پاتے وۀ
دا د سترګو تور ئې يوه نخښه د ميراتے وۀ
هغه اخري زوے ئېورولېږلو ځوان شو
دے هم د وطن په نام و ننګ باندې قربان شو
نو ذکر د بوډۍ همېشه کېږي په قيصو کښې
اوس غريبه خېر غواړي د کلي په کوڅو کښې
دا هغه بوډۍ ده چې ئې ذکر ترانو کښې وي
دې څلور زامن وو لېږلي چې به جنګ کوي
يا به د مذهب يا د وطن په نامه جنګ کوي
هغه څلور واړه شهيدان شو د وطن په نوم
ځان ئې قربان کړو لکه بلبل د چمن په نوم
بيا هغه پنځم چې ئې په کور دننه پاتے وۀ
دا د سترګو تور ئې يوه نخښه د ميراتے وۀ
هغه اخري زوے ئېورولېږلو ځوان شو
دے هم د وطن په نام و ننګ باندې قربان شو
نو ذکر د بوډۍ همېشه کېږي په قيصو کښې
اوس غريبه خېر غواړي د کلي په کوڅو کښې

Comment