د بڼ په چينه ناسته يې لونګ په تار کښې بنړے
چې ستړے ستړے سترګې کړې راپورته زړۀ مې سکنړے
غنچې د ګلاب څۀ کړم ګېډۍ راوړه د غانټولو
زۀ نۀ يم د بنګلے فقير، راجا يم د جونګړے
چې مونږ پکښې د مينې پټ پټوڼي نۀ وي کړي
په هغه مازيګر سندرې نۀ وائي چرچنړے
زمونږه جنتونه دي زمونږ د غرونو غاړې
جانان او زۀ راوړو ترې په جولو جولو کرکنړے
بې ځايه په ماشوم زړۀ ستم مۀ کوه جانانه
چا وېستے له خوږ سترګو د جانان د ياد خسنړے
سندرې د سپرلي واورم په پولو په پټو کښې
شړشم چې چرته ووينم رايادې شي ستا سنړے
چې ستا سترګو کښې اوسم زۀ به څنګه ښکلے نۀ يم
لعلونه شي چې ستا لاس ته راورسي مشکنړے
ستا سوري ته مودې وشوې در ونۀ رسېدمه
هر څو کۀ مې د زړۀ په دشت کښې ونه د چندڼ يې
مونږ دواړه غريبان څومره غنيان کړو خپلې مينې
زۀ ستا د کور چنار يم تۀ مې سروه د انګڼ يې
سائل ستا مئين دے خو د دې مطلب دا نۀ دے
چې تۀ به ئې په دې مېدان کښې بل څۀ بل څۀ ګنړے

Comment