Announcement

Collapse
No announcement yet.

GHAZAL A H K Shinwari

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • GHAZAL A H K Shinwari


    'يــو اشـنـــا تــه'

    نــه هــغـــه زړه هـــغــــه دمــــاغ او هـــغـــه زۀ پاتــــې یــم
    خدائ زده چې څه ووم،بیا به څه یئم او اوس څه پاتـې یــم

    نــه بـــد دي بـــد او نــه پــه ښـــو د ښــــو یـقـــین کـــیـږي
    بـده خـوا دا شــوه چې پـوئ نه یم، بـد که ښـه پاتــې یــم

    د اخــــري ســپرلــــي کلــۍ شــوه، زمــــا زړۀ د ارمــــــان
    په جهـــان راغـلــم نه شــوم وا، هغه لـیــمــــه پاتـــې یــم

    د خـــــود دارۍ نــــاوی تــــرکانــــــو د افــــــلاس یــــــوړه
    د احــتیـــاج هسې یرغل دے، چې بس خـلـــه پاتـــې یــم

    که احساسات مې وو زغــم جن، دومــــره نازک شــول وس
    چــې زۀ پـه زړۀ کښـې دا ګـڼــم چې همــه زړۀ پاتـــې یـــم

    بس خــو وس زۀ یـم هــغــه اوښــکه چې د یــــار پـه تــــږ
    شـــوم د جـلـب لــه دمـــه پاتــــې پــه پـاڼـــه پاتــــې یـــم

    مـــاتـــه مــــــراد د نامـــــرادۍ هـــم پــه لاس رانــغـــلــــــو
    اور د سخـــن کـړمــه جلـیــا، خو لـونــد واښــه پاتــــې یـــم

    ســـلام تـه کــم ځکه درځـــم چـې ډیــر حضـور ښــه نه وي
    بیــا د ظــالـــم ســــاړه لــه لاســــه پـه کالـــه پاتــــې یـــم

    تنـــازعـــې تـــه د بــقــــا بــه وس وســلــــه ږدمـــــه خــــود
    چې د صحت لاســونــه شــل شــولــو لـه تلــه پاتـــې یـــم

    ســـاه د هـمـت شــوه لـنـډه ګــنـــډه هــم يـې اوســوه وزر
    د شــخـصــیت پــــه بـلــنــــدولــــه الــــواتـــــه پاتــــې یـــم

    مـــا وې نـســکور کـه یــم فــلــک بــه پــه معنـه شـمـــه زۀ
    وس پـه خـپل فـکــر پـسـې ســـر پـه زنــګانـــه پاتـــې یـــم

    تـاب د سـخــن مــې پاتــې نــه دی نـــور لیکلــے نـه شـــم
    د یـــو نـاتـــوانــه اســویلــــی غـونـدې پــه زړۀ پاتــــې یــــم

    زۀ د عــمـــل پــه حـقــلـــه وس پـه مــــړو حــســـاب یـمــــه
    پـــورتــه کـیــدل مـې نـامــمـکن نښخه د پلــه پاتــــې یــــم

    خدائے زده چې ژونــد ولې شـیرین دے مــا حـمـزه وته وس
    چـې لـه هــر عـیـشــه په دنیـــا لــه ژونــدانـــه پاتــــې یــــم
    (حمزه بابا)

  • #2
    د حمزه بابا د ژوند د اخيري پړاو غزل معلوميږي۔

    Comment


    • #3
      Hamza baba total so shair noshta karey dey?

      Comment


      • #4
        hamza baba dair kitaboona leekalee
        zama pa khial 20 zara sheroona ye leekali di

        Comment

        Working...
        X