هغه يو ښکلے ماشوم
هغه بې پلاره او بې موره بچے
هغه بې کوره بچے
چې له مودو مودو نه
د سوزکو اډه کښې
پردۍ موټرې وينځي
زۀ ئې اکثر وينمه
چې ئې په لار تېرېږم
ډېر په قلار تېرېږم
چې لږ ئې ډېر ووينم
چې هم ئې ښۀ ووينم
هغه ښائسته دے او د رنګه سپين دے
هغه هر څوک پېژني
هغه د هر چا مني
هغه ډېر ډېر څۀ مني
څوک ئې په مخ لاس راښکي
څوک ئې په شا لاس راښکي
خو
څوک ئې په سر لاس نۀ ږدي
په سر ئې سېورے نشته
عبدالوحيد ګران


Comment