Announcement

Collapse
No announcement yet.

د مروتو اړونه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د مروتو اړونه

    د زړې زمانې هره قصه ښکلې، هر فعل ښائسته او هره لوبه سودمنده وه. د جسماني نشوونما دپاره به مختلفې لوبې کېدې لکه پټ پټاني، ملا خرګۍ، ټپو، خري، کاڼي کړپ، ګيټۍ، تتي او اېنډه وغېره. د دې جسماني ورزشونو سره به د ذهني نشوونما هم بندوبست کېدۀ. چې هغه به د انيا ذمه واري وه. هغې بچو ته د لويو درنو درنو کتابونو د مطالعه کولو دعوت نۀ ورکولو بلکې په ګپ شپ او ټوقو ټقالو کښې به ئې د خپلو ماشومانو ذهني تربيت کولو. دې سره به د بچو آئي کيو لېول زياتېدۀ. هغه مجربه نسخه د انيا سره چې کومه وه هغې ته نن مهذبه دنيا اړونه وائي په اردو کښې ورته پهېلي يا بجهارت وائي.
    انيا به دا اړ خپلو بچو نه پوښتلو کۀ هغوي به ورله جواب ورکړو نو هغه به بادشاه شو او کۀ ناکامه به شو نو کوټاڼے به ئې بللو. دا اړونه نن هم د مروتو په علاقه کښې ژوندي دي. زۀ دلته څو اړونه ليکم چې هغه په مروتو کښې مستعمل دي. کېدے شي په پښتونخوا کښې بل ځائې هم موجود وي.
    • ار لمنې بر لمنې يو قميص اتيا لمنې (قرآن پاک)
    • کيره پوسې پوسي ګيدړ په کښې اوسي (وېښتان او پکښې سپږې)
    • تۀ ځه زۀ درځم ( دروازه)
    • په يوه کوټه کښې اور بلېږي په بله کښې ډول ډنګېږي (چيلم)
    • باران ورېږي د فقير کوټه وچه پاتې کېږي. (د غوا غولانځ)
    • يو مې شے دے بالکل نۀ پرېکېږي. (سپوږمۍ. سايه)
    • باران ورېږي ټيټوکے هندو پرېږي. (چرګ)
    • لښته د زرو لښته ده، کږه وږه به ئې کړې ماته به ئې نۀ کړې. (برېښنا)
    • ړنګه بنګه ساله زېبو پکښې اټاله (قبر)
    • مړ هندو لتې وهي. (مزے سپڼسي)
    • تور دېو سڼېږي، دېوان ورته خوښېږي. (تبۍ)
    • تر تا کېږي تر ما کېږي تر سنګو سنګها روکېږي (کټوله. ځانګو)
    • يو مې شے دے چې سحر ځي دوه لرګي وړي چې ماښام راځي دوه لرګي راوړي. (بيزه)
    • ستاسو د کور واکدار څوک دے؟ (کنجي. نسي)
    • يوه مې ده ونه چې يو منډک ئې پرې کوې ټوله ونه ړنګه شي. (کېږدۍ. خېمه، تمبو)
    • کشي مشي په ډال مرغۍ نيسي. (رېبځ. جارو)
    • مړه په طمع مړه په پينځۀ کسه ئې وړه چې مينځ تنګي ته ورغله بيا خپله پرېده (روڼۍ. مړۍ، نمړۍ)
    • ښکلے شيکرک دې روپو ډک. (اندواڼه، هندوانه)
    • ګړده وړده غرونه پکښې ناست دي قلندر غوندې مېړونه (زړۀ)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Yousafzai der kha, Zamoong pa lor ham da aroona shta.
    Za yao tso da misal pa toga oleekam,

    Lakar pa lakar khpay, dre ye konay las ye khpay. (eeway)
    Pas pas pas (Pa kho yao margha de, che wazar pa las)
    Bia pas pas pas (Pas de badshah loor da, zar zari gwatta ye pa las)
    Dasy me yao shae de, che tsomra ye estemalawam, haghomra naway kegi. (Lar)
    Braga Ghwa, brag ye soray (kat)
    Sarae rawan de speenay ropae lawani (sarae pa zee ao too kawee)

    Yarra nor rana her dee, che rata rayadegi, no bia ba ye darta leekamaa.

    Comment

    Working...
    X