غزل
عقل شعور پوهه هنر نه لري
دستار هغه غواړي چې سر نه لري
نن د هغو خلکو پرواز ته ګوره
چې پر لري وزر د پر نه لري
د لر او بر پښتانه ډير دي مګر
اختيار د خپل کور او سنګر نه لري
ژوند د پښتون په جنګ مشروط خالقه
دا توره شپه چرته سحر نه لري ؟
دهقان بارود کري سرونه ريبي
د پښتنو خاوره بل کر نه لري
فيروزه دلته ټول ړانده کاڼه دي
دا ستا شعرونه څه اثر نه لري
عقل شعور پوهه هنر نه لري
دستار هغه غواړي چې سر نه لري
نن د هغو خلکو پرواز ته ګوره
چې پر لري وزر د پر نه لري
د لر او بر پښتانه ډير دي مګر
اختيار د خپل کور او سنګر نه لري
ژوند د پښتون په جنګ مشروط خالقه
دا توره شپه چرته سحر نه لري ؟
دهقان بارود کري سرونه ريبي
د پښتنو خاوره بل کر نه لري
فيروزه دلته ټول ړانده کاڼه دي
دا ستا شعرونه څه اثر نه لري


Comment