
ولايت خان اميد ځدران
ماښام وه مرغۍ خپلو ځالو ته په الوتو وې او خپل ځایونه یې د ماښام څرویلکو ته پریښودلدماښام ستورو سترګکونه وهل په ویالو کې د اوبو شرهاری تر غواږ کیده د ماڼو ګلانو په خپله خوشبویي سره فضا معطره کړي وه د شفتلو په پټیو کې د چرچرونکي آوازونو زوړونه تخنول او سپوږمۍ د غرو تر څوکو ور ور خپل سر را ښکاره کوه هر ځه ښایسته ول د پسرلي موسم د ستورو سترګکونه د اوبو شرهاری او د ګلانو خوشبوي خو هلته لږ لرې په ونه کې یوبلبل ناست وه ما هغه ته کتل بلبل له ځایه نه خواځیده ته به وایي چې ساه ترې الوتي ما هم سترګې نه ښوراولې ٬ بلبل خدایزده چیرې کتل دواړه ښه زیدي وؤ نه زه تلم او نه بلبل د الواتو ځه تبیه درلوده ټوله شپه مو همدلته سره تیره کړه ملا آذان وه چې بلبل ځان وښوراوه په شکور شکور يې پیل وکړ د خدای (ج) ذکر یې شروع کړ د لوی ځیښتن تعالیٌ ټول ۹۹۹ نومونه يې یاد کړل د شکرانې په دود يې خپله مښوکه په ښاخ پورې ومږله او د دوعا په نیت يې ځو وارې خپلې وزرې جیګې کړې ما په زړه کې ورته آمین وویل سحر شو لمر خپلې تودې وړانکې پر مونږ وویشلې بلبل د ګلبڼ په لوري والوت هر یو کل یې لاندې باندې ولټوه ګرمې ګرمې منډې يې وکړې خو یو ناڅپه په چیغو سر شو ښیراوې یې پیل کړې خو همداسې یې د الله (ج) نومونه یادول ٬ بلبل لمر ته ښیرا کولې ٬ لمر ترې هغه ځه غلا کړي وه کوم چې بلبل یې ټوله شپه انتظار کړی وه
هو ! بلبل ټوله شپه د پرخې په تمه تږي تیره وه خو لمر ورځنې په یو نظر ټوله وځښله بلبل ښه پوهیده چې لمر تږی نه دی خو دې ده سره یې رخه کیده ځکه خو يې ورته ښیرا کوله
بلبل کالونه کالونه کیږی چې د پرخې په تمه شپې ورځې تیره وي او د ډیرې تندې نه تور لوغړن سوی دی خو بیا هم انتظار باسي ځکه چې مین دی او د ګل په پاڼه پاڼه سپینه پرخه ورته د ژواندون ښکلا بښي

thanks for trying though.
Comment