چې ستا د سرو اننګو رنګ واخلي
لوپټه ښه ده خپل قلنګ واخلي
لوپټه ښه ده خپل قلنګ واخلي
د نفرتونو له نمۍ ئې بچ کړه
د زړۀ آئينه به درنه زنګ واخلي
د زړۀ آئينه به درنه زنګ واخلي
دا يو پښتون دے په ځان نۀ پوهېږي
څوک به په بيه ځان له جنګ واخلي
څوک به په بيه ځان له جنګ واخلي
رقيب ته ځکه مېدانونه خورمه
چې لږ غېرت واخلي او ننګ واخلي
چې لږ غېرت واخلي او ننګ واخلي
يه د ننګونو زمکې هيڅوک نشته
د وخت اورنګ نه چې اورنګ واخلي
د وخت اورنګ نه چې اورنګ واخلي
راته مسکے شي بيا رقيب له ورشي
رانه بدل په هغه درنګ واخلي
رانه بدل په هغه درنګ واخلي
د جنتونو هيڅ پروا نۀ لري
څوک چې مزې د يار د څنګ واخلي
څوک چې مزې د يار د څنګ واخلي



Comment