Announcement

Collapse
No announcement yet.

ټو قي مسخرې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #46
    Originally posted by Feroz Afridi View Post
    په يو ريل ګاړي کښي ښځه خپل بچي ته وائي

    چي کيله وخوره ګني انکل ته ئي ورکوم. خو بچئ ئي نۀ خوري. ښځي به د خبره خپل ځوي ته بار بار کوله.
    چي لږ ساعت پس انکل راپاسيدو او ښځي ته ئي اويل چي کيله راکوي که نۀ ؟

    په ما خو دي دري سټاپونه تير کړل
    Grrrrrrrrrrrrrrrrrrrrrr

    Originally posted by Feroz Afridi View Post
    يو سړي د ډيرو خلکو مينځ کښې لافه اواهله چې زه شپږ قسمه حلوه پخولې شم
    په حجره کښې ناستو خلکو ورله سامان راغونډ کړو چې شابه اوس حلوه پخه که چې ستا د لاس دا حلوه خو وخورو
    هغه چې حلوه شروع کړه نو په پخيدو پخيدو کښې ترې نه حلوه وسوزيده.
    چې کله ئې خلکو ته کيخوه نو يو پکښې اوئيل چې دا څنګه حلوه ده ؟
    دا خو سوزيدلې ده
    هغه سړې ورته اوئيل چې
    چپ شه خوار شې..ته څه خبر ئې او د کومه حلوه شناس راغلې؟

    دا اصل کښې زما د حلوه هغۀ شپږ قسم دې۔.





    marr shwum da khanda na

    monz ra bandai qaza kaido kho da topic mai nasho praikhodai lol
    great job feroz lala.. dair dai wokhandawolum.. hamaisha khushala osai

    Comment


    • #47
      aha.
      staso manana
      pa roja key khadedal kha wi che khwark mo hazam shi.
      manana

      Comment


      • #48
        پښتون کوربه پنجابې ميلمه


        وائي چې
        يو ځل يو پښتون سره يو پنجابئ ميلمه شو. چرته دواړو په فيکټرئ کښي کار کړي وو هلته ملګري شوي وو.
        پښتون ورله ښه د روټئ ډوډئ بندوبست کړي وو چي کله روټئ ته کيناستل نو پنجابئ غريب شرميندۀ غوندې شو. خپل حيثيت به ورته معلوم وو . پښتون هم محسوسه کړه چي اشنا خو مي شرميږي. نو پښتون دا ورته ويل وغوښتل چي
        خوره خوره! شرميږه مه، دا ستا خپل کور دې۔.

        نو پښتون د پاسه خبره په اردو کښي داسي ورته کوي

        "کهاو کهاو! شرم تم کو نهي آتی، اپنا ګهر سمجه رکها هے

        Comment


        • #49
          نوي نسل او انداز بيان


          يو پلار خپل زوي ته وائي چي که دا ځل امتخان کښي فيل شوي نو بيا ماته "ابو" مه وايه.

          په دوئمه ورځ چې د سکول نه ئې ځوئي راغلو نو پلار ترې پوښتنه کوي

          پلار: په نتيجه دي څه اوشول؟

          زوي: سوري! خټک صاب تپوس مه کوه.

          هاهاهاهاهاهاها

          Comment


          • #50
            az nizar

            i

            یو سړې بل کلی ته واده له تلې وو..د شپې ورله تشې متیازې وراغلې ،خو بهر سپې وو او دې د سپو نه یریدو... ده سره خوا کښې په بل کټ کې یو ما شوم اوده وو...ده هغه ماشوم خپل کټ ته کړو او د هغه کټ کې ئې تشې متیازې ووکړې...چه خپل کټ ته بیرته راغلو هلته ماشوم غل کړی وو........... مورال : چه څه کرې هغه به ریبې...........
            Last edited by Feroz Afridi; 08-26-2010, 03:10 PM.

            Comment


            • #51
              جانګې او ملا
              د ناريناو د لوستلو د پاره


              يو ملا په بازار کښې ځان له جانګې(چهډي يا انډر وئير )واخيستو.
              ښځې ته ئې اوئيل چې نيک بختې داسې يوه طريقه راته اوښايه چې د خلک زما جانګې هم اويني او امبارکي هم راله راکړي.

              ښځې د سوچ فکر نه وروستو يو ايډيا ورله ورکړه چې مړه داسې وکړه چې کله مانځه له جماعت له ځې نو دا جنګې واغونده او د پاسه په يوه اوږده جبه( قميص،خت)واچوه .
              چې کله سجدې ته پريوځي نو دا خپل قميص د شا له اړخه لږ پاس راکاږه نو چې مبتديان د سجدې نه راوګرځي نو ستا په دې جانګي به ئې نظر پريوځي او چې سلام جارباسي نو امبارکي به درله درکړي.
              ملا صيب په زړه کښې خوشحاله شوې دے چي کله جماعت ته لاړو او په سجده کښې ئې دغه عمل وکړو نو د سلام نه پس دې خلکو ورته ډير بد بد او عجيبه غوندې وکتل
              ملا صيب چې کورته راغلو نو ښځې ته ئې اواز کړو چې کم عقلي ښځي!!

              دا تا ما له څنګه مشوره راکړې وه ؟

              ما ته خو خلکو ډير په بل بل شان عجيبه نظر کتل.
              ښځې ورته اوئيل چې جاهله!!!
              تا خو جانګې کور پريخې دے .په مانځه کښې دې چې بغير جانګي نه دا عمل کولو نو خلکو خو به درته بد بد کتل کنه...
              _________________

              Comment


              • #52
                Originally posted by Feroz Afridi View Post
                نوي نسل او انداز بيان



                يو پلار خپل زوي ته وائي چي که دا ځل امتخان کښي فيل شوي نو بيا ماته "ابو" مه وايه.

                په دوئمه ورځ چې د سکول نه ئې ځوئي راغلو نو پلار ترې پوښتنه کوي

                پلار: په نتيجه دي څه اوشول؟

                زوي: سوري! خټک صاب تپوس مه کوه.

                هاهاهاهاهاهاها
                LOLLLLLLLLLLLLLLL hahaha

                Comment


                • #53
                  Originally posted by Feroz Afridi View Post
                  MBA v/s Engineer



                  This particular joke won an award for the best joke in a

                  competition organized in Britain and this joke was sent by an Pakistani......

                  An MBA and an Engineer go on a camping trip,

                  set up their tent, and fall asleep.

                  Some hours later, the Engineer wakes his MBA friend.

                  "Look up at the sky and tell me what you see."




                  The MBA replies, "I see millions of stars."

                  "What does that tell you?" The MBA ponders for a minute.

                  "Astronomically speaking, it tells me that there are

                  millions of galaxies and potentially billions of planets.



                  Astrologically, it tells me that Saturn is in Leo.

                  Time wise, it appears to be approximately a quarter past three.

                  Theologically, it's evident the Lord is all-powerful and we are small and insignificant.

                  Meteorologically, it seems we will have a beautiful day tomorrow.

                  Economically there are mass scales of stars in the sky.


                  So "Economy of Scale " would be the ideal strategy in that market.

                  Strategically such market would be a volume driven market

                  Financially it would be a low margin market.

                  From HR point of view we would require huge manpower

                  What does it tell you?"


                  The Engineer is silent for a moment, then speaks.


                  "Practically"
                  "Practically ... your tent is stolen"
                  hahahah LOL... this one is awesome!being from one of the field.. i can relate to this !

                  Comment


                  • #54
                    ^ I am sure Feroz wror loves you back

                    Comment


                    • #55
                      I love shlombay and every one wror khor of my khogg watan.
                      thank you.

                      Comment


                      • #56
                        Originally posted by feroz afridi View Post
                        جانګې او ملا

                        د ناريناو د لوستلو د پاره

                        _________________

                        څه د خيال دا دا به صرف نارينه لوستلے وي هاهاهاهاهاه
                        خيټه کښ م درد شولو د ډيرےخندا نه
                        د نارينه د لوستو د پاره پخپله يو مزاح دا هاهاهاهاه

                        Comment


                        • #57
                          hey jasminey.....!!!!

                          ta waley walwasta???
                          da kho faqat da nareenwoo la para waa.

                          Comment


                          • #58
                            يو ساده کليوال سړے په منډه جومات ته راغے او ملا ته ئې وئيل چې ما بيګاه يو خوب ليدلے دے د هغې تعبير راته وښايه.........ملا ورته وئيل وايه څۀ خوب دې ليدلے دے؟ سړي وئيل خوب مې ليدو چې زۀ او تۀ يو ځائې ناست څۀ ګورم چې ستا د لاسو ګوتې د ګبين (شاتو) کښې لړلې دي او زما ګوتې په خټو او ګند لړلې دي.........ملا زر ووې : مړه دې کښې د تعبير څۀ دي صفا خبره ده چې تاسو خلق ټوله ورځ فضول خبرې کوئ او په عبثو کارونو خپل قيمتي وخت ځايه کوئ د خېر کار درنه نۀ کېږي ستاسو د لاسو نه چا ته خېر نۀ رسي بلکه همېشه ضرر ورکوئ نو ځکه تا وليدل چې ستا ګوتې د خټو او ګند باندې لړلې شوي دي بل خوا زما ګوتې چې په شاتو ابته دي نو د دې مطلب صفا او واضح دے چې مونږ مليان همېشه صفا وېنا کوو مونږ د خپل قلم او ژبې دواړو په ذريعه د علم رڼا خوروؤ او همېشه خلق خېر خواهۍ طرفته رابلو........ملا صېب لا دا تقرير کوو چې سړي ورته ووې:ملا صېب صبر وکه زما خوب خو لا پوره شوے نۀ دے........ملا ورته وئيل ښه نو ورپسې؟؟؟؟؟ سړي وې ورپسې دا چې ملا صاحب تا زما ګوتې څټلې او ما ستا.............ت
                            Na soz sho na saaz sho,
                            Bas hasy jwand tamam sho

                            Comment


                            • #59
                              hahahhaha
                              wai bey sabra mula.

                              Comment


                              • #60

                                ملا په ممبر ناست وو په خوند اؤ رنګ يې د جنت د حورو اؤ د هغو د خائست اؤ د غټو غټو اؤ تورو سترګو صفت يې کولو - يؤ بوډا سړې بېخی بېدمه اؤ د حورو په خائست کښې غوپه اؤ غرق ډېر په شوق سره د ملا وعظ اؤرېدلو اؤ په وښکو يې ورته لاړې راروانې وې بهېدې - د ملا چې پرې نظر پريوتو اؤ د بوډا د شوق کېفيت ېې اوليدو نو نور په جذبه کښې راغې اؤ اوئيل يې چې ..... اؤ دا دنياوي ښځې ....... واه .......... که ايمان يې سلامت وئوړو ........ نو د دغه ټولو حورو سردارانې به وي ....
                                بوډا د دې خبرې په اؤريدو خپله ټوپئ په غصه زمکې له راخوشې کړه ، پاڅېدو روان شو.... اؤ ملا تۀ يې په قهر وئيل چې ... د دې غولو نه به هلته هم نه يو خلاص !

                                Comment

                                Working...
                                X