اعلیحضرت محمدنادرشاه د سردارمحمدیوسف خان زوی او د سردارغلام یحیی خان لمسی، د ۱۲۶۲ هجري شمسي( ۱۸۸۳) د حمل د میاشتي په یوویشتمه د هند په دېره دون کي زېږېدلی دی. خپلي زده کړي یې په هند کي بشپړي کړي او په ۱۹۰۱ میلادي کال کي د امیر حبیب الله خان په غوښتنه د خپل پلار سردارمحمد یوسف خان، کاکا سردارمحمدآصف خان او څلورو وروڼو سردارمحمدهاشم خان، سردارشاه محمود خان، سردار شاه ولي خان او سردار محمدعزیز خان سره یو ځای کابل ته ستون سو. هیواد ته له رسېدلو سره سم یې په پوځ کي په خدمت کولو بنا وکړه او په ډېر لږ وخت کي د خپل شخصي لیاقت، پوهي او استعداد په برکت د نایب سالاری او سپه سالاری درجو ته ورسېدی. سردارمحمدنادرخان د خپلي لومړنی ځوانۍ څخه د پوځي خدمت ترڅنګ له سیاسي فعالیتونو سره مینه درلوده او د حزب جوانان افغان، چي شهزاده امان الله خان او د هیواد تکړه منورینو برخه پکښي درلوده، فعال غړی وو.نادر خان په پوځي فعالیتونو او عملیاتو کي دونه فعاله او فوق العاده برخه واخیستله چي په ډېر لږ وخت کي د ډګروالی رتبې ته ورسېدی او په ۱۹۱۲ کال کي د منګلو د ښورښ د ځپلو څخه وروسته نایب سالار او په ۱۹۱۴ کال کي سپه سالار سو. نادرخان، که څه هم چي افغانستان ته د راتللو سره سم په پوځي او سیاسي برخو کي فعال وو خو د ۱۹۱۹ کال د فبروري په میاشت کي، په لغمان کي، د امیرحبیب الله خان د وژل کېدلو څخه وروسته په سیاسي میدان کي ډېر زیات مطرح سو. شهرت یې ډېر ژر تر لندن، برلین او ماسکو پوري ورسېدی او دا اهمیت یې په ۱۹۳۴ کال کي د کابل په ارګ کي تر ویشتل کېدلو او وژل کېدلو پوري وساتی.
نادرخان د افغانستان په منور قشر کي چنداني ښه نوم نه لري او چي نوم یې اخیستل کېږي نو معمولا د غدار کلمه ورسره ملګرې وي. د دې یو علت دا دی چي وايی هغه د افغانستان له محبوب پاچا او د استقلال د ګټونکي اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت غصب کړی دی. په داسي حال کي چي د اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت حبیب الله کلکاني اخیستی وو او دا مسله له نادرخان سره هیڅ اړه نه لري. اعلیحضرت امان الله خان د ۱۹۲۹ کال د جنوري په میاشت کي له پاچهی څخه استعفی وکړه او قدرت یې خپل مشر ورور عنایت الله خان ته وسپاره او د هماغه کال د مې د میاشتي په وروستیو شپو ورځو کي په غزني کي د حبیب الله کلکاني او مخالفو غلجیو قبایلو د حملو په مقابل کي له ماتي وروسته، د زابل له لاري، له افغانستان څخه ووت او ډېر ژر ایټالیې ته ولاړ. ډېر کسان داسي استدلال کوي چي نادرخان له پښتنو قبایلو سره ژمنه کړې وه چي پاچهي د امیرامان الله خان لپاره نیسی، خو کله چي قدرت ته ورسېدی، نو پر خپله ژمنه پښېمان سو. ځکه یې نو ګواکي غداري وکړه. البته د بشر په سیاسي تاریخ کي هیڅ وخت داسي نه ده پېښه سوې چي یوه جنرال دي د توري په زور قدرت نیولی او په لوی لاس یې خپل حریف ته تسلیم کړی وي. هر ډول منطق چي دا خبره مني، سیاسي منطق او تاریخي سوابق یې نه مني.
اعلحضرت نادر خان
مشهور لیکوال او ژورنالیسټ، عبدالحمید مبارز د محمدعلم فیاض د جرګه های بزرګ افغانستان د کتاب په حواله لیکي چي ځینو کسانو داسي آوازه خپره کړې وه چي ګواکي محمدنادرخان خلکو ته ویلي وه چي هغه د امان الله خان لپاره کار کوي. په داسي حال کي چي دا یوازي آوازه ده ځکه چي که نادرخان دا ویلي وای نو د جنوبي قبایل، چي د امان الله خان د اصلاحاتو مخالف ول او له هغه سره جنګېدلي ول، په هیڅ صورت د نادرخان په ملاتړ نه درېدل. حضرت فضل عمر مجددي به، چي په غه وخت کي په بمبيي کي په تبعید کي ژوند کاوه، د نادرخان شاته نه وای درېدلی او دغه راز به انګرېزانو، چي د روسانو سره د امان الله خان د اړېکو سره مخالف ول، نادرخان ته اجازه نه وای ورکړې چي د هغوی په قلمرو کي تېر سي او د سقاو له زوی سره وجنګېږي. مبارز ص ۵۰
زموږ ډېر زیات لیکوالان او مورخین د نادرخان په باب ځکه منفي نظر لري چي وايي هغه د انګرېزانو په ملاتړ قدرت ته رسېدلی او حتی د هغوی لاسکوڅی وو ځیني خو دونه افراط کوي چي وايي نادرخان ان د وړوکوالي څخه انګرېزانو روزلی، افغانستان ته لېږلی، په دولت کي لویو مقامونو ته رسولی، د امیرامان الله خان په مقابل کي د حبیب الله کلکاني تر بري وروسته یې بیرته صحنې ته رابللی او قدرت ته رسولی دی.حتی مرحوم غبار خو په خوست، لوګر او مشرقي کي، د وطن د نجات په جنګونو کي، د نادرخان، شاه ولي خان او سردارمحمدهاشم خان د قواوو پرله پسې ماتي او شکستونه هم د انګرېزانو دسیسې او پلانونه بولي او په دې عقیده دی چي انګرېزان یوه وروستي فرصت ته منتظر ول. غبار ص ۱۵ د دې مورخینو په نظر، افغانستان د انګرېزانو لپاره د سطرنج تخته وه او چي هر ډول یې زړه غوښت هغسي لوبه یې کوله. سړی له دوی څخه پوښتنه وکړي چي که انګرېزانو د افغانستان په سرنوشت کي دونه عمده او قاطع رول درلودی نو اعلیحضرت امان الله خان څرنګه قدرت ته ورڅخه ورسېدی، څرنګه یې استقلال ورڅخه واخیست او څرنګه یې لس کاله خپل قدرت او له انګرېز سره دښمنۍ ته دوام ورکړ؟ځیني دغه منورین په دې عقیده دي،او حتی ما پخپله ورڅخه اورېدلي دي، چي انګرېزانو ، د استقلال په جنګ کي، تل او وانه پوځي مرکزونه قصداً نادرخان ته خوشي کړل؛ څو له هغه څخه قهرمان جوړ کړي او په راتلونکو پېښو کي، په لازم فرصت کي، کار ورڅخه واخلی. دوی حتی استدلال کوي چي انګرېزانو کولای سوای اعلیحضرت امان الله خان د نادر خان په وسیله را وپرزوی، مګر څرنګه چي امان الله خان په اولس کي محبوبیت درلود او په هغه صورت کي به نادرخان د خپلو خلکو له قهر اوغوسې سره مخامخ سوی وای ځکه یې نو یوځل امان الله خان د بچه سقاو په واسطه، چي هغه هم د دوی خپل سړی وو، را وپرزاوه او په هیواد کي یې بې قانوني او بې امني پیل کړه او بیا یې نو وروسته د سقاو زوی ته په نادرخان ماته ورکړه . که خبره داسي وي نو موږ د استقلال په ګټلو ولي افتخار کوو؟ ځکه چي دا ټولي پېښي انګرېزانو مخکي له مخکي سنجولي او نقشې یې د خپلو غوښتنو سره سمي عملي کړي دي. په زړه پوري خبره دا ده چي انګرېزانو دا کار ولي وختي نه کاوه چي پوره لس کاله یې خپل دښمن د کابل پر تخت پرې ایښی وو. او هغه پوره لس کاله د صوبه سرحد په پښتني قبایلو او د هند په خاوره کي د انګرېزي استعمار پر ضد لمسوني کولې.
بله خبره دا ده چي که نادرخان د انګرېزانو په ملاتړ، چي چنداني ثبوت او سند یې هم نسته، قدرت ته رسېدلی وي نو هغه په خپله لنډه څلور کلنه دوره کي له انګرېزانو سره کوم داسي تړون لاسلیک کړ چي هغه یا د افغانستان د خاوري تمامیت او استقلال ته خطر پېښ کړی او یا یې لږترلږه افغانستان ته اقتصادي او سیاسي تاوان رسولی وي.
د ۱۹۴۰ په لسیزه کي، په کابل کي د برټانیې سفیرفریزر ټیټلر په خپل کتاب افغانستان کي، له برټانیې سره د نادرخان د څرګندي دښمنی د سابقې په باب لیکي« د ۱۹۳۰ کال د جون په میاشت کي، نادرخان د برټانیې سفیر ته وویل چي د سرحد په برخه کي د افغانستان د حکومت د پالیسی اساس د پولي پر دواړو خواوو باندي د سولي ټینګېدل او د برټانیې د پاچا له حکومت سره ریښتونې دوستي ده.
دا ډېري خوږې خبري وې، مګر خو یوازي کلمات وه او بله هیڅ معنی یې نه درلوده. په هند کي ډېری په دې عقیده وه چي د پړانګ لپاره د خپل پوست د رنګ بدلول غیر ممکن دي. نادرشاه د سرحد د پالیسی په برخه کي د برټانیې ضد وو. خپل دښمنان یې د برټانیې په دوستی تورنول او د ژوند تر پایه پوري د برټانیې دښمن پاته سو. د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد کم نه ول » فریزر ټیټلر ص ۲۳۵
بل ځای لیکي« د ۱۹۳۱ کال په پای کي په صوبه سرحد کي داسي آوازې خپرې سوې چي نادرشاه له برټانیې څخه وسلې او پیسې تر لاسه کړي دي. په دې توګه هغه برټانیې ته په ګټه رسولو او چاپلوسي کولو تورن سو. پر هغه باندي دا احمقانه او غیر عادلانه تور ډېر ژر په صوبه سرحد کي خپور سو او د امان الله طرفدارانو د هغه پر ضد د پروپاګنډ د اصلي وسلې په توګه کار واخیست » هغه کتاب ص ۲۳۶
شوروي منابع، چي چنداني له نادرخان څخه ښه زړه نه لري، بیا هم هغه د انګرېزانو دښمن او مخالف بولي او وايي چي مولوی عبیدالله سیندهي د سپه سالار محمدنادرخان سره، چي په صوبه سرحد کي د برټانیې پر ضد د پښتني قبایلو د مبارزو طرفدار وو، نیژدې اړیکي لرلې. نادرخان د پولي د قبایلو په مشرانو کي ډېر زیات نفوذ درلود او د هند او افغانستان په پولو کي په اوضاع ډېر ښه پوهېدی. تیخانوف ص ۱۲۲
تیخانوف لیکي چي سپه سالار نادرخان د برټانوي هند د پښتنو سره په خپلو ټولو امکاناتو مرستي وکړې. هغه په دې باور وو چي د آزادو قبایلو پښتانه د انګرېزانو د بل یرغل په مقابل کي د یوه ټینګ دېوال حیثیت لري. په کابل کي د انګلستان سفیر همفریس ځکه په دې عقیده وو چي د افغانستان حکومت ښايي ډېر ژر د ۱۹۲۱ کال تړون لغو کړي. هغه کتاب ۱۶۰
په کابل کي د شوروی اتحاد سفیر راسکلینکوف، خارجه وزیر چیچیرین ته په یوه لیک کي وايي چي د اولسي جرګې ریس شېراحمد خان، چي د انګرېزانو طرفدار دی په مجلس کي د برټانیې سره د افغانستان د دفاعي تړون د لاسلیک کېدلو ملاتړ وکړ او د حربیې وزیر نادر خان د هغه د وینا په مقابل کي سخت عکس العمل وښود. هغه وویل چي برټانیه د لومړي نړی وال جنګ، او په هند کي د ناکراریو له امله اوس هغه پخوانی زور نه لري چي بیا به له افغانستان سره جنګ وکړای سي. افغانستان له برټانیې سره د دفاعي تړون د لاسلیک کولو له امله نه یوازي خپل استقلال له لاسه ورکوي بلکه د اسلام له ګټو سره خیانت کوي؛ او د خپل حق تر لاسه کول ځنډوي. نادرخان وویل یوازینی لاره چي د ده په نظر معقوله ښکاري هغه د برټانیې د پېشنهادونو ردول او له روسیې سره د قرارداد منظورول دي. هغه کتاب ص ۵۹۹
یو مهم ټکی چي موږ یې باید په نظر کي ولرو هغه دا دی چي د نادرخان نظام د امان الله خانپر ځای نه دی راغلی چي موږ یې یو له بله سره مقایسه کوو، بلکه د سقاوي نظام د وحشت او بربریت پر ځای، چي له نېکه مرغه د تاریخ لیکونکو او ژورنالیسټانو د سترګو لیدلي حالات په لیکلي او چاپي بڼه موجود دي، منځته راغلی دی. دا وخت، اعلیحضرت امان الله خان له ملکه وتلی او ایټالیې ته رسېدلی دی؛ والی علی احمدخان، چي د تخت د نیولو بل مدعي وو، د سقاوي رژیم له خوا اعدام سوی دی؛ غلام نبي خان چرخي، د خپلو ورسره شوروي پوځونو سره بیرته د آمو تر سیند اوښتی او د شوروي اتحاد خاوري ته ننوتلی دی او د سقاوي رژیم په مقابل کي یوازي نادرخان پاته دی. که نادرخان هم میدان پرې ایښی او ماته یې کړې وای نو، د سقاوي رژیم وحشت ته په کتلو سره، موږ د افغانستان د سرنوشت او تاریخ په باب تصور کولای سو.
په دې کي شک نسته چي نادرخان یو مستبد سړی وو او د خپلو سیاسی رقیبانو په ځپلو کي یې له زبردستی څخه کار واخیست او د هغه ورور سردارهاشم خان استبداد ته نور هم زور او دوام ورکړ او څوارلس کاله یې په بشپړه زبردستي حکومت وچلاوه؛ خو موږ باید دونه انصاف ولرو چي یو ځل د اعلیحضرت امان الله خان څخه مخکي د امیرحبیب الله خان او د هغه د پلار امیر عبدالرحمن خان استبداد او ظلمونه وګورو، بیا د اعلیحضرت امان الله خان له سقوط څخه وروسته د سقاوي نظام وحشت او بربریت په باره کي د مورخینو او ژورنالیسټانو د سترګو لیدلي حالات تر نظر تېرکړو، بیا نو د شهید داوود خان له سقوط څخه وروسته د خلقیانو، پرچمیانو، مجاهدینو، طالبانو حکومتونه او، د امریکا او ناټو ترمستقیمي حمایې لاندي، اوسنی نظام را په زړه کړو. په دوی کي کوم یو د استبداد، بې قانونیو، وحشت، تېریو، بې امنیتیو او اداري فساد له پلوه د اعلیحضرت نادرشاه له زمانې سره مقایسه کولای سو؟ که د پردیو تر مستقیمي اغېزې لاندي حکومت کول او د خپلو اولسونو ګټي تر پردیو قربانول، چي د نادرخان په باره کي یې لږترلږه یو مثال هم نه دی موجود، عیب او ملي خیانت وي نو دا وروستي نظامونه یې،هر یو، جلا جلا، ښه مثالونه دي. دا نظامونه به موږ ته دښمنو ګاونډیانو او بهرنیانو راجوړ کړي وي خو عاملین یې زموږ خپل وطنوال دي.
ځینو لیکوالانو او مورخینو خو د نادرشاه په باب له دونه تنګ نظرۍ او تعصب څخه کار اخیستی دی چي د خپلو کتابونو یو مخ یې له بل سره ضد او مخالف وي. فرهنګ خو دونه افراط کوي چي د نادرشاه په مقابل کي د سقاوي رژیم صفت کوي. په داسي حال کي چي د سقاوي نظام بې امنیتی به یې په خپلو سترګو لیدلي وې.فرهنګ لیکي چي د نادرخان سره قبایلي خلک کابل ته داخل سول او په چور او تالان یې پیل وکړ خو د کابل خلکو چي څو میاشتي مخکي یې کابل ته د سقاويانو د ننوتلو په وخت کي د هغوی نظم ونسق او د خلکو پر شته منیو باندي له تېري کولو څخه پرهېز لیدلی وو، نو له نوي نظام څخه یې ښه انتباه وانه خیستله. فرهنګ ص ۶۰۲
همدغه لیکوال څو پاڼي مخکي، چي ښايي وروسته به یې خپله لیکنه هېره وه، د سقاو او د هغه د نظام په باب لیکي« دې ټکي ته باید توجه وسي چي یوه ډله خلک یې په حق یا ناحقه، او په هر حال کي، له تحقیق او شرعي محاکمې پرته اعدام کړل او وې نه غوښتل یا یې نه سو کولای چي د خپلو یارانو او انډیوالانو د ستمګریو مخه ونیسي، بلکه برعکس، هغوی ته یې اجازه ورکړه چي د خلکو پر سر اومال باندي په خلاصو لاسونو تېری وکړي. خپلو همکارانو ته یې د کرنیل خومختار او جرنیل خومختار خندونکي القاب ورکړل او خپل حکومت یې د خلکو مسخره کړ…» هغه کتاب ص ۵۹۶
نادرخان د سیاست په میدان کي:
امیرحبیب الله خان د ۱۹۱۹ کال د فبروري پر شلمه د لغمان د کله ګوش په علاقه کي، چي د هغه د ښکار او سات تېري سیمه وه، په نیمه شپه کي، په خپله خېمه کي ووژل سو. دا چي امیر د خپل پوځ او محافظینو په منځ کي ووژل سو او قاتل معلوم نه سو، څرګنده خبره ده چي د دربار تر ټولو عالي رتبه مقاماتو د هغه په وژلو کي لاس درلود. حتی مشهور مورخ فیض محمد کاتب، چي په هغه وخت کي حاضر وو، لیکي چي د امیر کشر ورور نایب السلطنه سردارنصرالله خان، په لوی لاس، خپل پوځیان او پولیس د قاتل له تعقیبولو او نیولو څخه منع کړل. سپه سالار محمدنادر خان او د هغه وروڼه ټول حاضر ول او فیض محمدکاتب لیکي چي عسکرو غوښتل هغوی د امیر د قتلېدلو له امله ووژني، خو د امیر مشر زوی معین السلطنه سردار عنایت الله خان د عسکرو مخنیوی وکړ. سپه سالار محمد نادرخان او د هغه وروڼه کابل ته بندیان راوستل سول او ډېر ژر بیرته خوشي سول. سردارنصرالله خان، چي په جلال آباد کي یې ځان پاچا اعلان کړی وو، لږ وخت وروسته د ارګ په بندیخانه کي ساه ورکړه او جګړن علی شاه رضا، چي ویل کېږي د امیر د قتل په شپه، نوکریوال وو، په وظیفه کي د غفلت او د امیر په قتل کي د لاس لرلو په ګناه اعدام سو. د امیر قاتل او د قتلولو محرک، په دقیق ډول، تر اوسه هم معلوم نه دی؛ حتی د قتل د علت په باب یې هم د نظر اتفاق نه دی موجود.
اعلیحضرت امان الله خان، چي د تنکی ځوانی څخه یې له انګرېزانو سره مخالفت د نفرت سرحد ته رسېدلی وو، ډېر ژر له برټانیې څخه د خپلواکی اعلان وکړ او د مشرقي، پکتیا او کندهار په جبهو کي یې د انکرېزانو پر پولو او قواوو باندي یرغلونه پیل کړل. په دریو واړو جبهو کي یوازي سپه سالار محمدنادرخان توره وکړه او د انګرېزانو څخه یې د تل او وانه ښارګوټي او پوځي مرکزونه ونیول. او شاه محمود خان، چي په همدغه جبهه کي جنګېدی، له انګرېزانو څخه د پیوار کوتل ونیوی. سپه سالار د اوربند تر اعلانېدلو پوري د انګرېزانو په خاوره کي پاته سو او کابل ته فاتح راستون سو. سردار محمد نادرخان د استقلال د جنګ د ختمېدلو څخه وروسته، د خپلو خدماتو او په جنګ کي د زړه ورتیا او تدبیر ښودلو په بدل کي، سمدستي د وزیر حربیه په حیث وټاکل سو.
اعلیحضرت امان الله خان د هیواد له ترقۍ سره د لېونۍ میني درلودلو په اساس ډېر ژر په هره ساحه کي په انقلابي اصلاحاتو لاس پوري کړ. اصلاحاتو ډېر خلک خوشاله او ډېر خلک د وسله وال عکس العمل ښودلو تر پولي خوابدي کړل. په دې ضمن کي د خوست ښورښ، چي زیات وکم لس میاشتي( د ۱۹۲۴ کال د مارچ له نیمایی څخه تر ۱۹۲۵ کال د جنوري تر وروستیو شپو ورځو پوري) یې دوام وکړ او دولت او خلکو ته یې د سر اومال ډېر دروند تاوان ورساوه د یادوني وړ دی. دا ښورښ د ملاعبدالله، چي په دولتي مطبوعاتو کي ملای لنګ بلل کېدی، او د هغه ملګري ملا عبدالرشید پیل او ښورښ هغه وخت خطرناک زور واخیست چي د امیر محمدیعقوب خان زوی عبدالکریم له برټانوي هند څخه افغانستان ته ننووت او د ښورښیانو سره ملګری سو.
د پوځ ډېرو زیاتو افسرانو ځکه د دې ښورښ په ځپلو کي برخي اخیستلو ته زړونه نه ښه کول چي ډېر زیات عسکر د جنوبي د خلکو اولادونه ول. سپه سالار نادرخان، چي له لومړي سره د اعلیحضرت امان الله د اصلاحاتو له سرعت سره مخالف وو، د خوست د ښورښ د ځپلو د عملیاتو قومانداني ونه منله او په عوض کي یې په پاریس کي د افغانستان سفارت، چي یو ډول تبعید بلل کېدی، ومانه. تیخانوف ص ۱۶۸
په زړه پوري خبره دا ده چي د دې ښورښ په ځپلو کي دواړو دښمنو قدرتونو، شوروی اتحاد او برټانیې، د افغانستان له حکومت سره مالي او پوځي مرستي وکړې. د ۱۹۲۵ کال د مې پرپنځه ویشتمه سټالین، ټروټسکي او چیچیرین د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې سیاسی دفتر ته پېشنهاد وکړ چي افغانستان ته سمدستي دوه سوه پنځوس زره روبله ولېږي. دغه راز د همدغه کال د آګسټ په میاشت کي د شوروي خارجه وزیر پېشنهاد وکړ چي افغانستان ته پنځه زره میله توپکونه او مرمۍ، له پنځوس څخه تر سلو پوري ماشیندار او درې د راډیو دستګاه وي ولېږي او هغه هیواد ته دي د جنګي الوتکو د لېږلو پروګرام چټک کړي او دغه راز دي شوروي پیلوټان ور ولېږل سي. هغه کتاب ص ۱۷۳
د همدغه کال د اګسټ په میاشت کي برټانیې افغانستان ته دوې جنګي الوتکي ورکړې او ښورښیانو ته یې درانه تلفات ورسول. هغه کتاب ص ۱۷۴
نادرخان د افغانستان په منور قشر کي چنداني ښه نوم نه لري او چي نوم یې اخیستل کېږي نو معمولا د غدار کلمه ورسره ملګرې وي. د دې یو علت دا دی چي وايی هغه د افغانستان له محبوب پاچا او د استقلال د ګټونکي اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت غصب کړی دی. په داسي حال کي چي د اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت حبیب الله کلکاني اخیستی وو او دا مسله له نادرخان سره هیڅ اړه نه لري. اعلیحضرت امان الله خان د ۱۹۲۹ کال د جنوري په میاشت کي له پاچهی څخه استعفی وکړه او قدرت یې خپل مشر ورور عنایت الله خان ته وسپاره او د هماغه کال د مې د میاشتي په وروستیو شپو ورځو کي په غزني کي د حبیب الله کلکاني او مخالفو غلجیو قبایلو د حملو په مقابل کي له ماتي وروسته، د زابل له لاري، له افغانستان څخه ووت او ډېر ژر ایټالیې ته ولاړ. ډېر کسان داسي استدلال کوي چي نادرخان له پښتنو قبایلو سره ژمنه کړې وه چي پاچهي د امیرامان الله خان لپاره نیسی، خو کله چي قدرت ته ورسېدی، نو پر خپله ژمنه پښېمان سو. ځکه یې نو ګواکي غداري وکړه. البته د بشر په سیاسي تاریخ کي هیڅ وخت داسي نه ده پېښه سوې چي یوه جنرال دي د توري په زور قدرت نیولی او په لوی لاس یې خپل حریف ته تسلیم کړی وي. هر ډول منطق چي دا خبره مني، سیاسي منطق او تاریخي سوابق یې نه مني.
اعلحضرت نادر خانمشهور لیکوال او ژورنالیسټ، عبدالحمید مبارز د محمدعلم فیاض د جرګه های بزرګ افغانستان د کتاب په حواله لیکي چي ځینو کسانو داسي آوازه خپره کړې وه چي ګواکي محمدنادرخان خلکو ته ویلي وه چي هغه د امان الله خان لپاره کار کوي. په داسي حال کي چي دا یوازي آوازه ده ځکه چي که نادرخان دا ویلي وای نو د جنوبي قبایل، چي د امان الله خان د اصلاحاتو مخالف ول او له هغه سره جنګېدلي ول، په هیڅ صورت د نادرخان په ملاتړ نه درېدل. حضرت فضل عمر مجددي به، چي په غه وخت کي په بمبيي کي په تبعید کي ژوند کاوه، د نادرخان شاته نه وای درېدلی او دغه راز به انګرېزانو، چي د روسانو سره د امان الله خان د اړېکو سره مخالف ول، نادرخان ته اجازه نه وای ورکړې چي د هغوی په قلمرو کي تېر سي او د سقاو له زوی سره وجنګېږي. مبارز ص ۵۰