Announcement

Collapse
No announcement yet.

دا زۀ پاګل وم؟؟؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    Yarra yousafzaya sta contribution da stayanay war dee.

    Allah de khoshala ao baryalae sata

    Comment


    • #17
      Originally posted by feroz afridi View Post
      محترمين

      دا کتاب اجمل بابا په هغه وخت کښې ليکلې وو کله چې هغه ځوان وو او زمونږ په پښتونخوا کښې اردو مکس پښتو غږيدله۔
      اوبله دا چې د افغانانو سره زمونږ واسطه هم کمه وه
      د ثور انقلاب له وروستو د افغانانو پاکستان ته راتګ څخه دا فائيده هم وشوه چې يو خو لر او بر پښتون ورور سره وپيژندل او دوئيم پښتو ژبې ته هم په پښتونخوا کښې ډيره ګټه ورسيده

      پاګل د اردو ټکې دے او په پښتونخوا کښې د قبائيلې سيمو پرته نور زيات پښتانه ئې په روزمره کښې کاروي
      زه چون د خيبر او تيراه افريدې يم نو مونږ ورته هم ليونئ وائيو پاګل په تيراه کښې لکه ستا غوندې نه پيژني۔

      دوئيمه خبره دا چې زما مور بي بي په حق رسيدلې ده او که نه وه هم رسيدلې نو زه چې بل چا ته ښکنځلې نه کوم بو بيا کله چا له حق ورکوم چې ماله ئې وکړي بائيد شکنځلي هيڅ څوک چا ته ونه کړي

      زما مور وبخښه ۔ که زما ذات له شکنځاوې کوې نو خير دے۔زه به صبر وکړم خو مور ته مې شکنځل ونکړي۔


      په درناوي

      فېروز صېب خفه کېږئ مه، د ځنې خلقو داعادت وي چې په دغۀ کښې دغه ګوري.........دوي خيال کوي چې په هره ژبه کښې دې داسې ټکي نۀ وي چې هغه يوه بله ژبه کښې هم وي.......داسې کېدې شي؟ حقيقت دا دے چې د هرې ژبې بلې ژبې سره تړون وي او په يو بل اثر پرېباسي.......څنګه چې نن سبا اردو باندې د هندۍ اثر زيات دے دغه شان پښتو کښې هم ډېر د فارسۍ، عربۍ او اردو ټکي شته....کۀ څنګه؟...دا څۀ دومره لويه خبره نۀ ده
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment


      • #18
        د تندې کرامات

        د تندې کرامات
        د هاړ ګرمي ده، د خښتو او سيمټو حوالات باندې نمر لګي او دننه هم نمر راځي. تنور ئې ترې نه جوړ کړے دے او دپاسه پرې دا خبره لا بيله چې لکه مخکښې مې ووې دا فېصله مې کړې وه چې نۀ به اوبۀ څښم او نۀ به روټۍ خورم نو تاسو خپله اندازه وکړئ چې يو خوا د ګرمۍ دا حال وي او بل خوا سړے اوبۀ هم نۀ څښي او ورسره کمزورے شوے هم دومره وي چې د هډوکو پنجره وي نو د هغۀ به څۀ حال وي؟
        غرمه د حوالات دننه سور اور شوې ده او زۀ تندې داسې اخستې يم چې ځيګر مې سوے دے، د هغۀ نه هم د ساه سره لوګي راوځي. ژبه مې ازغي ازغي ده او حلق مې وچ دے. پروت يم د بدې ورځې اړخ نۀ شم بدلولې، مازغۀ مې چکرونه هم خوري او چوي هم. کله مې کپرۍ کښې سيلۍ راشي، شغار پکښې جوړ شي. کله پکښې شپېلۍ وهلې شي، په ځيګر، مزغو او کولمو کښې مې عجيبه تماشه جوړه ده او زۀ اېغ نېغ پروت يم ځان ته مې فکر دے.
        دې کښې څۀ وينم چې ځان راته څۀ بل بل شان غوندې وښکارېدو. وايم چې ساعت په ساعت ورکوټے کېږي چې ځان ته مې ښۀ فکر وکړو نو رښتيا راغونډېږم. د ځان په تماشه شوم، لوږه تنده رانه هېره شوه او چې څومره وخت تېرېږي زۀ ورکوټے کېږي. کېده کېده چې وړوکے کېدم، وړوکے کېدم ان چې د ماشي هومره شوم او چې لږ ساعت نور تېر شو نو لاړم غېب شوم.
        هلته زۀ غېب شوم او دلته ناڅاپه څۀ وينم چې زۀ يم او زما نه کشره خور مې ده. ما سره لاسو کښې شوملې دي او هغې سره ډوډۍ ده دواړه پلار پسې ډوډۍ مېرې ته وړو. زما عمر لس کاله دے او د هغې اتۀ يا نهۀ. روان يو، سخته ګرمي ده، خشکه مېره ده او لوئے مزل دے. چې څۀ مزل لاړو نو خور مې ستړې شوه او په ژړا شوه. راته ئې وې چې داداګله! پښې مې سوزي زۀ نوره نۀ شم تلې، ما وې راځه دغه نزدې ونې ته ورسو هلته به دمه وکړو. چې ونې ته ورسېدو نو څۀ ګورو چې د جان باز ماما ي پمن غوندې خر ولاړ دے ما خور ته ووې خورې! زۀ په دې خر سورېږم، ګورم کۀ ورانے نۀ کوي نو بيا پرې دواړه سورېږو او پلار ته ځان رسوو.
        خور مې راضي شوه خو چې زۀ په خر سور شوم نو خر دوه خپلې کړې، دوه پردۍ او په پويه شو. زۀ حېران شوم چې اوس به څۀ چل کېږي چغه مې د خلې نه ووېسته خو چې ګورم نو زۀ ماشوم نۀ يم او زما د لاندې خر نۀ دے. زۀ زلمے شوے يم او رالاندې ښۀ تازي اس دے. او ښۀ په مزه روان دے مزل کوي. اوس مزل هم د اکوړي په هغه مېره کښې نۀ دے، يوه سوراړا صحرا ده چې تشې غنې، پلوڅې، کيکر، زوزان او کنجه غرکي دي پکښې ولې مخامخ چې ګورم نو تک شين غر ښکاري او داسې معلومېږي چې کشمير دے يا جنت. چې ساعت تېرېږي او څومره غر رانزدې کېږي د غر شينکے، يخه هوا، ښکلې درې او ښائست راڅرګندېږي نو دومره اس هم اړتاوک خلاص دے او زما زړۀ هم وائي چې مارغۀ شوې او په يو شغ ورورسېدې، چې په يخو اوبو مې ځيګر يخ کړے او په خوږو مېوو مې ځان ښۀ موړ کړې. اس په خپل چال روان دے، زما زړۀ ته نۀ ګوري. دې کښې چې ما دغه خوا ته په ځېر ځېر وکتل نو د يو غر په څوکه مې هم هغه خور ولاړه ده، ما ته زر زر اشارتونه کوي لکه چې د څۀ خوشحالۍ څيز دپاره مې غواړي. دې زما تلوسه نوره هم زياته کړه ولې اس کۀ ډېر زيات تېز روان دے خو بيا هم زما د زړۀ د رفتار نه سست دے. ما ډېرې پوندې ورکړې او اس غريب تېز هم شو ولې زما زړۀ ئې يخ نۀ کړو. زۀ وايم چې د سترګو په رپ کښې دغلته ورسېدې.
        اخر ډېر ساعت پس د غرۀ لمنې ته ورسېدم. د غرۀ لمن نۀ ده د جنت د باغ ټوټه ده، هر قسمه مېوې، غټې غټې، تازه تازه په بوټو کښې داسې بلها اوېزاندې وې چې بوټي ئې رامات کړي وو او د يخو اوبو خوږې چينې روانې وې. زړۀ مې وې چې ورکوز شوې او ځان مې ښۀ موړ او سېراب کړې ولې چې خور ته ګورم هغه راته داسې اشارتونه کوي لکه چې د جهان نعمتونه دغلته کښې وي. زۀ په اس سور د غرۀ سر ته ورخېژم ولې چارچاپېره مېوو، يخو سېورو او خوږو اوبو ته نيم نۀ پاتې کېږم.
        دې کښې خدائې کول چې د غرۀ سر ته ورسېدم. څۀ ګورم چې نۀ مې خور شته او نۀ بل څوک. هلته د کاکاصېب زيارت دے او يو ماشکي ولاړ دے يو يو کنډول اوبۀ هر چا ته ورکوي. چې زۀ ئې وليدم نونورو خلقو ته ئې ووې تاسو صبر وکړئ او ما ته ئې يو ډک کنډول د يخو اوبو راوړاندې کړو. ما هم نور څۀ نۀ دي کتلي خو سترګې مې پټې کړې دي او شونډې مې په کنډول اېښې دي. چې ښۀ مې پرې زړۀ يخ کړے دے او ځيګر مې ټنډه شوے دے نو د خدائے شکر مې وېستے دے. ولې چې سترګې مې غړولې دي او ګورم نو نۀ زيارت شته، نۀ ماشکي شته، نۀ د هغۀ کنډول شته. نۀ زما اس ته، نۀ هغه شين د مېوو ډک غر شته، نۀ د اوبو چينې شته، نۀ يخ سېوري....... هم هغه سور تنور حوالات دے، زۀ پروت يم. پنځۀ شپږ سپايان رانه چاپېر ولاړ دي او يو تاڼېدار(خدائې دې ئې خوشحال او عزتمند ساتي) ناست دے، ما ته ئې خلۀ کښې يو ګلاس شربت دے ، کۀ دارو دي، کۀ يخ پۍ دي، راوړلي دي او بل ګلاس ئې ډک کړے دے هغه راته راکوي. چې ما سترګې پرانستې د هغۀ د خلې نه ووتل: شکر هلکو! لر شئ چې باد پرې ولګي او هله فلانکي پکے ورته زر زر ووهه.
        ما چې دا حالت وليدو نو حېران شوم او په چغو سر شوم، ما وې غرق دې کړم. دا ګلاس دې..... تباه دې کړم، زما دنيا دې ورانه کړه، هر څۀ دې راته تالا کړل...... څۀ شو...... څۀ شو؟ هغه باغونه، هغه يخې اوبۀ، يخ سېوري، هغه مېوې، هغه اس مې هغه....... هغه..... څۀ شو؟ لر شئ، لر شئ تاسو زۀ تباه کړم، زما نه مو هر څۀ وتښتول..... لر شئ،.
        تاڼېدار ما ته په سر داسې لاس راښکلو وې خان هيڅ مو درنه نۀ دي تښتولي، هن واخله دا يو ګلاس بل وڅښه چې طبيعت دې ټيک شي.
        ما وې نۀ څښم، دا نۀ څښم، لر شئ....... ما ته هغه د زيارت د ماشکي اوبۀ راوړئ. ما ته خپل اس راولئ، ما هغه ځائے ته بيا بوځئ. ما دا شور جوړ کړے وۀ، تاڼېدار زۀ يخ سيوري ته کړم او څادرم ئې راباندې واچولو، سپايانو ته ئې ووئيل: دې پرېږدئ چې لږ ارام وکړي.
        (د اجمل خټک د کتاب دا زۀ پاګل وم څخه)
        Na soz sho na saaz sho,
        Bas hasy jwand tamam sho

        Comment


        • #19
          wah wah dair kha

          Comment


          • #20
            Yousafzai sahib, pa office ke nast yam, ao stargo ke me okhke dee. Bas che moong la dasay lewano ham tsa gatta wanakra, no bia mayousi rana chapera shi.

            Comment


            • #21
              YP da Zzaro Postono Zwab pa Lazim da...

              KHUDAYA CHA LEDLAY NA YA PA QUDRATU DA PEJANAY

              SANGA KHALAK KHPAL AO PRADAY MOOR KA FARK KAWE...


              ZAY HAGA ZWAZEY CHAY PA KAM ZA WOR BAL WI...
              .....


              Comment


              • #22
                Nokia poey na shom.... sa matlab?
                Na soz sho na saaz sho,
                Bas hasy jwand tamam sho

                Comment


                • #23
                  tata ma na da leklay Wrar tata khu ma Sallooot pwrzowana wakra kna
                  .....


                  Comment


                  • #24
                    Nokia austaz
                    salamoona
                    pakhtana da khazo sara bayed dukhmani wa na sati

                    taso ta pata da che za da pahto.org awaleenai member wam kho pa yawa toqa rana yawa anjlai khafa shwa aw dairey badey khabrey ye wakrey.
                    agha wraz aw nan wraz za bia pashto org ta na yem talay
                    ham dasey khyberwatch woo
                    aw hewad
                    za bia warkhara na shom zaka che bal cha la khula achawal khpala beizzati da.
                    zaan larey larey sata..
                    pakhtaney zamung khwendey di aw da dui namoos aw haya zamunga khpal haya aw namoos dey.
                    bayed ihteram ye washi.

                    nur ta khpal sar larey aw pa aghey key mazgha ham sta khpal di.auss bayeda di che pa khpala poh shey.
                    manana
                    abad aussey

                    Comment


                    • #25
                      Ma haga ta na tata oyal chay

                      chay pa khpalay Mor sumra khapa shway hem daga shan zma moor wa

                      Chay Kanzlay hem warta oshway awo ta rata oyal

                      Da Khazo Sra Kar ma lara.........

                      Za da Pa Buteganru /rumyanu(Tematru) ka hem na Talam

                      chay ma da hagay Sra khbray kwalay khu

                      sta sa HAQ na wu chay zma pa SPAKA

                      TA KHANDA Kwala rapuray GUMRAH khbray da otaralay

                      da NOkia chay Sumra mena larey humra KUFR hem
                      .....


                      Comment


                      • #26
                        nokia za bakhana ghwaram wrora
                        ta yaqeen waka che za pa ta khafa kegam
                        ta che yow zaal yow shey wanesey bia pasey chambar shey

                        aus da bezatee ta pa khpala kawey che agha signature zaan sara lakkai lakkai kawey che kala ham sta pa post de cha nazar waghorzegi nu dagha jumla sta de mor bia bia lwali

                        auss ghul kho ghul wi nu mung bandey ka cha ghul wachawal nu agha bayed pak ko na ye har wakht pa lasoono key waneesoo

                        Comment


                        • #27
                          Khbra haga na ta sra khu ma Kha hem na di krey Bad khu stara khbra da

                          chay ta zma pa Spaka (Be Zati) puray GUMRAH khbray otaralay

                          bas Wambkha bal post ma kwa ...Mannnnnnnnna ba wi
                          .....


                          Comment


                          • #28
                            mara nokia
                            ta pa her shi key zeeney dasey beywaqoofa khabarey wakey che saree da sooch waki che ya kho za na pohegam ya nokia

                            ta walay pa khpal zaan kanzalo key da pakhtu qurbani warkawey?
                            dasey pakhtu de pa tandar walagi che ta pe qurbanegey.
                            aw sta pa qurbanoo koma pakhtu khwandi shwa. yaaroo khbara haqeeqat kawoo
                            stargey ba na patawoo
                            ka sok ta la kanzal kawi aw ta jawab na kawey nu da pa pakhtu hess ihsaan na sho albtaa sta khpal zzan pe droond sho.

                            Comment


                            • #29

                              Comment


                              • #30
                                Haga zma ao da PUKHTU khbra shwa haga zma da ZAT sra da

                                Khbra da di chay ta QESAY na khbar hem na wa awo ta walekal chay

                                NOkia Da KHazo sra daKhbaru daga wi ...

                                Rpuray GUMRAH GUMRAH da otralay

                                ao chay kala sta da MOOR lumber raghlu sanga pa khapa shway

                                chay ZMA MOOR ta kanzlay mkwa haga mra da..........

                                QURBANI NA QURBANI Haga bala khbra da

                                AO ka Stargay na PATWAY nu start ka NWAY TOPIC chay

                                khbhray ataray warku........laka khpalay moor banday khapa kaga dasey

                                da bal moor pa spaka banday DRamay mkwa........
                                .....


                                Comment

                                Working...
                                X