زۀ پاګل وم کۀ هغه کپتان؟
زۀ چې کوم حوالات کښې بندي وم دا د دې تاڼې په لويه دروازه کښې وۀ. دلته دوه حوالاتونه دي يو مردانه دے او بل زنانه. مردانه ښۀ ارت بېرت دے لس اتۀ کسان پکښې کشاده راتلې شي او د دې نه زيات په تکليف زنانه تنګ ترش دے. ايله دوه کسان پکښې ګزاره کولې شي . زۀ د زنانو حوالات کښې بند وم ولې ظلم ئې دا کړے وۀ چې د هغه بل حوالات زړې بړستنې، زاړۀ ترپړي، زړې کمبلې او چې څۀ ګند بلا وو هغه ټول ئې دې حوالات کښې ما سره دلۍ کړي وو. او سم په نيم حوالات کښې خو ټټۍ وه او ټټۍ هم داسې وه چې غل متيازې به تا لا نۀ وو کړي چې هغه به ټول د حوالاتو فرش ته رابهېدلي وو او نيم فرش به ئې نيولې وۀ نو په دې حساب زما حوالات کښې چې څۀ ځائې وۀ هغه يا خو د سپږو ، لړمانانو، کيرړو، او نور حشرات الارض نه ډکو کمبلو ممبلو نيولے وۀ او يا پرې د ټټۍ د غلو متيازو قبضه وه. زما ځائے پکښې نۀ وۀ پاتے. ولې چې خدائې راوستې وه او زۀ ئې پکښې ورننوېستے وم نو ما به څۀ کول؟ يو منټ، يوه ګېنټه، يوه ورځ، يوه هفته نۀ وه اماني شپږ مياشتې وې. نو کۀ هره بلا وه ما به پکښې ځان ته ځائې کولو، سترګې به مې پټې کړې، ما به وې چې ځائے مې پکښې وکړو ګنې هلته زما ځائے چرته وۀ؟
وړومبۍ څو ورځې خو زۀ په ځان نۀ يم پوهه شوې چې زۀ کوم ځائے او چرته پروت يم. دا هم نۀ يم خبر شوې چې په ډېران پروت يم او کۀ په بستره. دا هم نۀ پوهېدم چې مړ يم کۀ ژوندے، ولې هرکله چې پوهه شوم او د ځان او جهان نه خبر شوم او ومې کتل چې دې حوالات کښې زما د څملاستو څۀ چې د ناستې ځائې هم نۀ وۀ نو اول خو مې شور جوړ کړو، ډېر جنګونه مې وکړل ولې د تاڼې د پوليسو زما سره څۀ تعلق نۀ او د سي آئي ډي تاڼېدار صاحب به چې زما شور شر واورېدو نو تش دغومره به ئې ووئيل ولې تنګ شوې څۀ؟ بچو ودرېږه! لا مخکښې ګوره تا لا څۀ ليدلي دي؟ ډېرې چغې به ووهې شکر وباسه چې دا غل متيازې درته په خلۀ کښې نۀ دراچوؤ او کۀ حال وايې نو اوس دې وباسم او په خپل اختيار دې کور ته لېږم.
چې زما د تنګسيا شور شر او چغو نعرو جواب به ما د تاڼېدار صاحب دا د سړيتوب جواب واورېدو نو نور څوک وو چې ما ورته د انصاف طمع کړې وې.
چې حوالات ته ګورم صرف دوه ګټونه ئې داسې پاتے دي چې پکښې زما هومره سړے په ارام کښېناستے شي او د ګند بلا نه به هم بچ وي. ولې هغه يو ګټ کښې ئې مېږتون دے او د بل ګټ دپاسه ئې د ډمبرو کور دے، هر وخت ډمبرې راغورزېږي.زړۀ کښې مې فېصله وکړه چې دې دواړو ګټونو کښې يو ګټ ښۀ دے لاړم د مېږتون خوا کښې ګټ کښې کښېناستم اول سر په پښو کښېناستم، خوند ئې راکړو بيا مې پرلت ووهلو. مزه ئې وکړه بيا مې ورو غوندې پښې اوږدې کړې. ځائې شوم پکښې اوس زړۀ راته ووې چې راشه څمله پکښې نو وراوږد شوم څملاستم پکښې ولې اخوا مې سر د ګټ دېوال سره لګي او دې خوا پښې د ټټۍ د دېوال سره. پښې پوره غزولې نۀ شم او دې خوا ښي طرف ته دېوال دے، دېوال کښې ننوتې نۀ شم او کيڼ طرف ته رانه د غلو متيازو ګړوبے رابهېدلے دے د هغې نه ځان ساتم پوهه شوم چې پرتېدې پکښې نۀ شې نو بيا کښېناستم.
په دې کښې ګورم چې يو سړے بوټ سوټ کښې زما د حوالات جنګله کښې ودرېدو او د ودرېدو سره ئې ووې دا د حوالات ګټ کښې بيزوګے څوک ناست دے؟
چې ما دا واورېدل او د دۀ طرف ته مې وکتل نو مازغۀ مې هوا ګير شول ځکه چې دې سړي بوټ سوټ اغوستي وو هېټ ئې په سر وۀ، لاسو کښې ئې ښکلې غوندې لښته وه. سنتري ورته سلام وکړو هلته نه مرزا صاحب په منډه راپاڅېدو زما تاڼېدار هم راغلو. سلام ئې ورته وکړو نو بس دغه ډېره وه کنه. ما زړۀ کښې ووې چې دا خو جوړ د سي آئي ډي څوک نوے افسر دے او د نوي افسر راتلل خو زما دپاره داسې وو لکه چې په ژوندوني مې د دوزخ مارانو لړمانانو ته حواله کړې.
دوي بهر ولاړ دي ما ته ګوري او خبرې کوي او زۀ زړۀ کښې کرم رېبم. يو خيال ځي او بل راځي. کله وايم چې داسې کول پکار دي کله وايم هغسې، کله وايم چې بنده د دې ظالمانو نه نۀ خلاصېږې راشه دروغ ورته ووايه چې د دې نارواؤ نه خو خلاص شې کنه خو ځه جېل دے او قېد دے کنه هغه خو د دې دوزخ نه زر کرته ښۀ دے. ولې بيا راته زړۀ ووې چې بنده! دروغ خو به ووايې او ددې مصيبت نه به خلاص هم شې ولې څومره غټه ګناه به وکړې. اول دا چې د ويرې دروغ وئيل څومره لويه بزدلي ده. بل دا چې دروغ دې ووې نوګنهګار او مختورن به شې. ژوند او صحت دې هسې هم تباه شو او س کۀ دروغ وايې او دا ګناه په سر اخلې نو هغه جهان ته به هم مختورن لاړ شې. درېمه دا چې کۀ دروغ وېنا باندې دې ځان خلاصولې او درته ښۀ کار ښکارېدې نو دا دومره تکليفونه دې ولې زغمل؟ خو نظام پور کښې په دې هر څۀ منلي وو. څلورمه دا چې يو ځل د صداقت په لار روان شوې دغه لار دې خوښه کړه په دې لار کښې دې صحت، عزت، دولت او ځواني د قصابانو په لاس قربان کړه نو اوس څۀ پاتے دي چې تۀ د هغې نېغې لار نه واپس کېږې؟
زۀ دا سوچ کوم او زۀ کښې فېصله کوم چې دې نوي افسر ته به څۀ وائې او څۀ جواب به ورکوې او هغه خوا نوے افسر زما تاڼېدار سره خبرې کوي. ما زر خپل تصورات پرېښودل او د دوي خبرو ته مې غوږ کېښودو او په ګټ کښې راغونډ شوم:
تاڼېدار: هو جي دا زمونږه کېس دے
افسر: ښه نو دې څۀ وائي کۀ نه؟
تاڼېدار: ولې به نۀ وائي خو هسې کم عقل دے ځان راباندې خرابوي.
افسر: تاسو به ئې لحاظ کوئ کنه، ما ته ئې راکړئ چې دې حال وائي کۀ نه.
تاڼيدار: سم به شي جي خو تر اوسه مو ئې ځکه لحاظ کولو چې مونږ ته دې هوښيار سړے ښکارېدو، ولې معلومه شوه چې دۀ کښې شرافت نشته او بې غېرته په خپل عزت او حيا هم کار نۀ لري ګني د دې ژوند نه خو مرګ ښۀ دے، دا ټولې بې عزتۍ، وهل ټکول، کنځل او دا د سپو ژوند ئې خوښ دے او لکه د نرانو ټول حال نۀ وائي.
افسر: په خندا کښې) سم سکهـ ئې درنه جوړ کړے دے هلکه، تاسو سره هم دغسې سلوک پکار دے د سکهـ بچو ټوله دنيا به پوهه شي خو تاسو نۀ سمېږئ.
ما دې افسر ته وکتل او چارچاپېره ولاړو نورو سړو ته مې هم وکتل هغوي ټولو ما ته کتل. زۀ ډېر خفه شوم خو افسر ته مې هيڅ نۀ شو وئيلې او دۀ ته ئې خوند ورکړو.
افسر هغه زما تاڼېدار ته مخ واړولو. وئيل ئې يره دې خو ما ته حواله کړه د دۀ علاج تاسو نۀ شئ کولې، د دوي چل ما ته راځي ما د دوي هغه لوئے پنډت سم کړے دے نو دوي څوک دي.
دلته زۀ نۀ يم پوهه چې څنګه صبر نۀ شوم ما وې کوم لوئے پنډت؟
افسر جواب راکړو هغه ستا پلار، هغه شل ګزے، هغه د ګاندهي زوے....باچا خان
خو چې دۀ دا ووې نو زما صبر تمام شو نۀ مې دا خيال وکړو چې دا چا سره خبرې کوم نۀ دا چې ګنې ډېر خلق په تماشه دے او نۀ دا چې دا افسر به ما بې عزته کړي او په يو ساه ورته لګيا شوم: پنډت به ستا هغه غدار پلار وي، د ګاندهي زوے به ستا هغه ټوډي نيکۀ وي، شل ګزے به ستا هغه د انګرېزانو تالي څټ بوتل وي، بې غېرته تۀ ما ته خبرې کوې؟ زۀ تا نۀ پېژنم؟ ما ته ستا د ټول ټبر حال نۀ دے معلوم؟ تۀ ما ته خبرې کې؟ د انګرېزانو بچيه! بې غېرته! ټول عمر دې پلار نيکۀ د انګرېزانو تالي څټلي، مور او نيا دې د انګرېزانو خدمتونه کړي نن تۀ هم افسر شوې نو......
دا مې ووې او حوالات کښې په ټوپونو يم، وايم چې دا جنګله ماته کړم او بهر وروځم او يا پرې ځان ووژنم يا دے ښۀ بې عزته کړم چې دا خلق هم ومني چې خټک بې غېرته نۀ وۀ.
هغه خوا افسر صاحب هم غصه شو او ما ته وائي چې ارمان دے ما سره نۀ ئې نو، او ارمان چې ور درپسې بند دے ګني نو ما به تا ته چل ښئيلے وۀ.
دلته زما هغه تاڼېدار رامخکښې شو او په منت شو ورته وئيل ئې کپتان صاحب پرېږده د هغۀ مازغۀ خراب دي راځه ترې راځه کۀ صېب خبر شي ما به هم غرق کړي او تا ته هم ښه نۀ ده.
ولې هغه کپتان صاحب د خلقو مخکښې بې عزته شوے دے هغه چرته ځي هغه راته ولاړ دے او غاښونه چيچي، يو لاس کښې ئې ډنډه ده هغه راته خوزوي او بل لاس باندې ئې د حوالات د جنګلې ډنډه نيولې ده.
خلق ولاړ دے تماشه کوي او زۀ پوهه شوم چې خبرې په ټولو ډېرې ښې ولګېدې او هر يو ښۀ خوشحال دے چې کپتان ته ئې ښۀ جواب ورکړو ځکه چې دا ټول لکه زما......... وو او کپتان چې د ((هندو بچے)) يا د ګاندهي بچے وئيل نو د دوي په زړۀ هم د ټوپک ډز لګېدو ولې دې غريبانانو څۀ وئيلې نۀ شو.
چې کپتان بهر ولاړ کنځل کوي او زۀ دننه د يو جواب کښې سل وايم او خلق تماشه دي نو دغه وخت کښې مې د کپتان هغه لاس ته خيال شو په کوم چې ئې جنګله نيولې وه او دې زړۀ راته ووې راشه په دغه لاس ئې چګ ولګوه. او يخ ئې کړه. بس دا مې ووې او ورغوټه شوم پرې او چې هغه خبرېدو خبرېدو نو ما ترينه بيا دوه ګتې غاښونو کښې نيولې وې او داسې مې نيولې وې چې يا به د هغۀ ګتې جدا کېدې يا زما غاښونه. کپتان صاحب ډېر ټوپونه ووهيل او خپله ډنډه ئې ډېره وخوزوله راوخوزوله خو د جنګلې دننه د هغۀ ډنډې کار نۀ شو کولې او ګتې ئې زما غاښونو کښې نښتې وې کۀ په زور ئې راکاږي نو خپل لاس خوږوي غريب د درده تاؤ راتاؤ کېږي خو څۀ کولې نۀ شي.
دې کښې د هغۀ د خلې نه بيا وختل چې زۀ به ستا هغه د ګاندهي بچي سره هم پوهه شم او تۀ خو لا تۀ يې؟
ما چې بيا دا کنځل واورېدل نو زۀ پوهه نۀ شوم چې زما خلۀ کښې د دۀ ګتې دي او بې اختياره ورته په کنځلو سر شم ولې پوهه نۀ شوم چې دې لېونتوب کښې چې ما کنځلو ته خلۀ پرانسته نو د هغۀ ګتې رانه خلاصې شوې.
د تاڼې انچارچ او زما تاڼېدار ما ته بدرد ووئيل خو کپتان ئې زما د مخې نه لرې کړو او هغه هم لرې شو ځکه چې هغۀ ته معلومه وه چې د دې جنګ نتيجه د هغۀ دپاره خرابه ده.
ما کتل چې د کپتان صاحب د ګتو نه وينې بهېدې لاس ئې په بل لاس کښې نيولے وۀ مخامخ په کرسۍ ناست وۀ ما ته ئې کتل او ځان سره ئې څۀ وئيل خلقو تماشه کوله زۀ پوهېدم چې په ما ئې شاباشے کولو. تاڼېدار ورسره ولاړ وۀ او ورته ئې وئيل صېب هغه خو پاګل وۀ نو تاسو ته چا وئيل چې پاګل سره خلۀ وهئ؟
کپتان صاحب نۀ د دې تاڼې انچارج وۀ نۀ ئې د دې علاقې سره څۀ تعلق لرلو د څۀ سفارش سلسله کښې هسې دې تاڼې ته پېښ شوے وۀ، چې څۀ ساعت پس د تاڼې نه لاړو نو ټولو ورپورې خندل او خپلو کښې ئې وئيل غلطي د هغۀ وه ښه شوه چې ښۀ ئې بې عزته کړو. د دۀ څۀ کار وۀ چې پردي کېس سره ئې خلۀ وهله؟ خټک صېب هم پاګل شوے دے خو کپتان صېب هم د پاګل نه کم نۀ دے.
د سي آئي ډي د تاڼيدار نه مې په وړومبي ځل د ځان دپاره د خټک صاحب نوم واورېدو ما وې چې دا زما پاګلتوب برکت دے دې ته دوي پاګلتوب وائي هلکه په خپل مشر غېرت کول په خپله عقيده ننګ کول کږه خلۀ په سوک سمول او بدبيره ته بدمذهبه کېدل کۀ پاګلتوب وي نو زۀ پاګل سهي. او بيا خو زۀ غټ پاګل يم او پاګل ښۀ يم د هغه روغوالي نه مې په دواړو غوږونو توبه ده چې سړے د بل کنځل اوري او غلے وي چې د بل ناروا اوري او دے روا نۀ شي وئيلې بل دروغ وائي او دے رښتيا نۀ شي وئيلې.
زما خو دا ايمان دے او د دې سي آئي ډي ظلمونو تکليفونو عذابونو او سزاګانو راته دا وښئيل چې کۀ سړے مري هم رښتيا دې وائي، د سختۍ نه مرګ نشته او کۀ سړے ډېر دروغ ووائي د مرګه خلاصې نشته. دا زما فېصله ده او دې ته خلق پاګلتوب وائي کۀ داسې وي نو بيا زۀ پاګل ښۀ يمه، پاګل ....... غټ پاګل
(د اجمل خټک بابا د کتاب: دا زۀ پاګل وم څخه يو اقتباس)

Comment