Announcement

Collapse
No announcement yet.

د جنګي جنايت کارانو د محاکمي په اړه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د جنګي جنايت کارانو د محاکمي په اړه

    دبېنوادپوښتنو په برخه کي مو دا ځل خپله پوښتنه د افغانستان دسیاسي چارو دوتلي کارپوه ،نامتو حقوق پوه او لیکوال ډاکټر عثمان روستار ترکي سره مطرح کړې ده

    پوښتنه ( بېنوا) : له حقوي اړخه د انتقالي عدالت د پلي کيدلو په مخنيوي کي د افغانستان د دولت اساسي هدفونه څه دي ؟
    که په سپينه ووايو دولت ولي نه غواړي د ملګرو ملتنو د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ مخيز راپور خپور شي؟
    آيا افغانان عدالت نه غواړي او که په زوره د عدالت څخه محروميږي ؟


    د جنګي جنايت کارانو د محاکمي په اړه د بينوآ سايت يو سوال ته ځواب : ( دوکتور عثمان تره کي)

    په افغانستان کي د شوروې اتحاد د يرغل نه وروسته تر اوسه پوري يعني په دري لسيزه کي د جګړي اور بل دي .
    بيشمير افغانان وژل يا ژوبل شويدي . دري مليون افغانان کډي ته اړ شوي . د نړي په کچه افغانستان د کدواليتوب او بيوزليتوب لمړي درجه مقام لري.
    د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په واسطه ، زموږ د ټولني د ثبات ، سياسي ، فرهنګي او تولنيز ارزښتونه تر سوال لاندي راوستل شوي .
    دغه ناورين د حقونو د بنيادونو په بنست د جنايت تر عنوان لاندي راځي او ځانته په ملي او نړيواله کچه مسئولين لري ، چه بايد وروپيږندل شي . د دي د پاره چه جنايت د جګړي په موده کي ترسره شويدي ورته جنګي جنايت او مسئولينو ته يي د جګړي جنايت کاران او د بشري حقونو سرغړونکو ويلي شو.
    عدالت او په تولنه کي سوله ايز ګډ ژوند چه د غچ اخيستني نه پاک وي ، غوښتنه لري چه پيږندل شوي جنايت کارانو ته سزا وتاکل شي .
    د دغه واقعيت په نظر کي نيولو سره چه سوله او سياسي ثبات د عدالت د تآمين د پروسي نه بايد تير شي ، په افغانستان کي د جنګي جنايت کارانو د محاکمي د پاره دوی لاری مطرح کيداي شو :

    لمړي ــ په ملي کچه :
    د جنګي جنايت کارانو محاکمه يو پياوړي ، ملي او د جنګي جنايت کارانو د اغيز نه پاک يو حکومت تر لاس لاندي نيولي شي . دغه حکومت بايد :
    ــ د معياري امنيتي او قضايي اورګانونو په درلودلو سره د قانون د پلي کولو ظرفيت ولري .
    ــ د تورنو کسانو د محاکمي په مقصد د سزآ ځانګړي قانون تنظيم او ځانګړي څارنوالي او محکمه جوړي کړي.
    ــ د جنګي جنايت کارانو د بيرته سپارني په مقصد د بهرنيانو سره تړونونه لاسليک کړي.
    د جينوا کانوانسيون پدغه برخه کي کلک دريز لري : د ۱۹۰۷ او ۱۹۴۹ م کال کانوانسيونونه ( لمړي نمبر پروتوکول ) په ۸۸ ماده کي وايي : « کله چه اوضاع او احوال غوښتنه وکي بايد د کانوانسيون لاسليک کونکو د تورنو کسانو بيرته سپارنه په اړه سره همکاري وکي » .
    اوسني حکومت د جنګي جنايت کارانو د محاکمي داعيه پرمخ بيولي نشي .ځکه چه :
    ــ د حکومت واک د هغو کسانو په لاس کي دي چه د عدالت د پلي کيدو په ضد د مقابلي ناوړه سابقي لري .
    ــ نړيوال نظامي ائتلاف د همدغه کسانو په ملګرتيآ د ادعا شوي امنيت ( ! ) د ساتلي ذمه واري لري او نه غواړي چه د طالبانو سره د جګړي نه پرته د جنګ سالارانو سره د جګړي بله نوي جبهه پرانيستل شي .

    دوهم ــ د نړي په کچه :
    د دغه واقعيت په پام سره چه عدالت د نړيوال کيدو پروسه تعقيبوي ، دوه الترنتيفونه مطرح کيداي شو :
    الف . د يو « ادهوک » يا « اقتضايي لند مهاله » محکمه جوړول . « ادهوک » محکمه د يو حقوقي ډود په توګه د دويم نړيوال جګړي د جنايت کارانو د محاکمي د اړتياوو په بنست باندي د ۱۹۴۵ م کال راهيسي رامنځته شو . پدي لړ کي د روندا او تانزانيا نړيوال جزايي محکمه (۱۹۹۴) ، د يوګوسلاويا جزايي محکمه ( ۱۹۹۳ ) د مثال په توګه يادولي شو .
    د محکمي د جوړيدو پريکړه د امنيت شورآ له خوآ صادريږي . مثالونه شته چه د امنيت شورآ دايمي غړي د محکمي د جوړيدو يا نه جوړيدو نه د يو سياسي لاسوند په توګه ګته پورته کړي ده . په بل عبارت عدالت د سياسي ملاحظاتو تر اغيز لاندي حاشيي ته لويدلي ده .
    د افغانستان په ديرش کلنه جګړه او د هغي نه په رازيږيدل شوي جنايتونو کي ، پرته د چين نه د امنيت شورآ نوري غړي په مستقيم يا غير مستقيم دول ګدون لري :
    شورويانو ( روسي اوسني دولت د شوروي دولت د حقونو او مکلفيتونو وارث ګنل کيږي ) د افغاني کمونيستانو د واکمني په موده کي او نړيوال نظامي ائتلاف په وروستي لسيزه کي ( د جګړي د لاري د ديموکراسي د صدور او تپلو په ترڅ کي ) ، په بي شمير جنګي جنايتونو په ارتکاب تورن دي : د مثال په دول ، په افغانستان باندي د امريکا د يرغل په درشل کي په ليلي دښته کي اتکل څلور زره طالب جنګيالي وروسته له دي چه د يو تړون په بنست باندي ځانونه تسليم کړل ، په شهادت ورسيدل . د امريکايي مشهوري مجلي نيوزويک په قول د تړون د انعقاد په وخت د امريکا ځواکونو ۱۲ کسانو ( سپيشل فورس ) حضور درلود . دغه جنايت د مرکزي آسيا په کچه د نړيوال لمړي جګړي نه وروسته ( ۱۹۱۵ م ) چه په کي يو عشاريه دوه مليون ارمنيانو قتل عام شول ، ساري نلري . جنايت د هغه بهرني هيواد په توافق باندي ترسره شو چه د امنيت په شورآ کي غړيتوب لري او د بشري حقونو د دفاع په خاطر افغانستان ته تشريف راوړي دي .
    نو دا احتمال چه امنيت شورآ د افغانستان د اوږد مهالي جګړي د جنګي جنايت کارانو په اړوند د ځانګړي محکمي چه صلاحيتونه يي افغاني او بهرني اړخونو ته شامل شي ، جوړ کړي ، لږ ليدل کيږي. خو دا امکان شته چه محکمه د محدود صلاحيت په درلودلو سره جوړ شي . پدي معني چه د محکمي حکم يوازي افغانان تر پوشش لاندي ونيسي .
    ب ــ د عدالت د تآمين په مقصد ، بل الترنتيف سزآ نړيوال ديوان ته مراجعه ګنلي شو. ديوان په ۱۹۹۸ م کال جوړ شو او تلپاتي بنه لري . د افغانانو او بهرنيانو د محاکمي د صلاحيت خاوند دي.
    افغانستان په ۲۰۰۰ م کال د ديوان غړيتوب ترلاسه کړ. خو دلته دوه محدوديتونه مطرح کيږي :
    ــ د سزا نړيوال ديوان صلاحيتونه په هغه چا باندي نافذ کيږي چه د ۲۰۰۰م کال د مي مياشتي نه وروسته ، تورن وګنل شي . نو محکمه د هغو جنايتونو په اړه حکم صادرولي نشي ، چه په افغانستان کي د کمونيستانو د واکمني په دوره کي تر سره شوي وو .
    ــ په افغانستان کي په وروستي لسيزه کي ګن شمير امريکايي سرتيري په جنګي جنايتونو تورن دي . کوم چه امريکا د سزا نړيوال ديوان غړيتوب نلري ، نوموړي جنايتونه ته پام د محکمي د صلاحيت د ساحي نه لري پاتي کيږي .

    ****
    د کابل واکمني او هغي سره تړلي تورن کسانو د جنګي جنايت کارانو د محاکمي د داعيي د بي اغيز کولو په مقصد مختلف اقدامات تر لاس لاندي لري. د هغي جملي نه :
    ــ د وسله والو مخالفينو سره خبري اتري چه په ترڅ کي يي اوسني واکمني په رسميت وپيږندل شي . په راتلونکي احتمالي سياسي تحول کي حکومتي امتيازات د مذاکراتو د اړخونو په منځ کی وويشل شي . تورن کسانو د دولتي امتيازاتو په درلودلو سره سياسي او حقوقي مصئونيت تر لاسه کړي .
    ــ د جنايت نښي نښاني له منحه وړل . د مثال په توګه د « رادنورلند » د راپور ( نويارک تايمز ـ د جولاي ۲۲، ۲۰۱۲ م ) له مخي په ليلي دښته کي د بشري حقونو راپورتر ۱۳ دله ييزو قبرونو په نښه کړي وو چه په کي اتکل ۲۰۰۰ اسير شوي طالبان د دوستم د قواوو له خوآ تر خاورو لاندي شوي وو . خو څو مودي وروسته د قبرونو نه څه شي پاتي شوي نه وو .
    د ملګرو ملتونو او سره صليب په مرسته بايد د جنايتونو د ارتکاب د نښي نښاني د ساتلو په مقصد يوه ځانګړي دفتر جوړ شي . دفتر به دنده ولري چه د ژوندي شاهدانو د آواز او تصوير کستونه ، د دله ييزو قبرونو د هويت سندونه د دفتر په آرشيف کي د موعود ورځي په تمه وساتي .

    نتيجه
    ــ تر هغه وخته پوري چه اوسني واکمني په افغانستان کي د نړيوال نظامي ائتلاف په ملګرتيا په واک کي وي ، په افغانستان کي د جنګي جنايت کارانو د محاکمي تمه نکيږي .
    عدالت د هغه واکمني په واسطه چه د جنګي جنايت کارانو پناهګاه وي ، تآمينيداي نشي .
    ــ وسله وال مقاومت د خپلي واکمني په موده کي د جنګي جنايت کارانو سره جوړ نه وو . وسله وال مخالفين بايد د جنګي جنايت کارانو د محاکمي موضوع د هغو مذاکراتو د اجندآ په سر کي ځاي ورکړي چه د بهرنيانو سره کيدونکي دي .
    ــ که د جګړي د اړخونو خبري اتري په افغانستان کي د نوي سياسي فصل د راتګ پايلي درلودي ، د نوي واکمني له خوآ :
    په لمړي پلاو هغه ليست چه د بشري حقونو د کمسيون له خوآ د تورنو کسانو نه تنظيم شوي ، خپريږي . پدي دول دوي د خپل محاکمي په انتظار د سياسي صحني نه لري کيږي .
    په دوهم پلاو د کلک سياسي ارادي په بنست باندي د جنګي جنايت کارانو ، د بشري حقونو د سرغړونکو او د ملی خاینینو د محاکمي زمينه د افغانستان د ننه يا د باندي برابريږي .
    توکل په خداي . « پاي »

    دوکتور عثمان تره کي
    فرانسه
    د اګست ۱۵ ، ۲۰۱۲ م کال

    ددغي جواب سره اړینه ده چي په همدې هکله دغه لاندي حقوقي لیکني هم ولوستل سي !
    ۱ : - لیلی د ښته- په سیمه کې بې ساری جنګی جنایت !
    ۲ : - محاکمه جنايت کاران جنگ در افغانستان






    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X