د اسلام د سپېځلي دین په رڼا کي د دُنیا او مافیها قادر مطلق ځواک د الله پاک په لاس دي. دا چي موږ پدې کي د شک ځای نه وینو ، ځکه یې نو په اړه د بحث اړتیا هم نه سته .
زما موخه دلته زموږ د ځمکي په خاورینه کره کي د مطلق قادر خدای مخلوقات او په ځانګړی ډول ددې ځمکي پر مخ په بیلابیلو هیوادونو باندي وېشل سوې انساني ټولنه ده . خدای بخښلي اکاډیمیسن محمد انور نومیالي په حق سره د ځمکي دغي کرې ته د « انسانستان » نوم ټاکلی وو چي دا دده د بیشمیره ادبي او ټولنیزو ابتکارونو یوه ستره بیلګه هم ګڼلای سو .
د بشر په تاریخ کي پر دغه انسانستان باندي بیلابیلو زبرځواکونو د واکمنۍ خیالونه درلودلي او ځینو خو لا د انسانستان پر لویو برخو باندي د واکمني نیلی ځغلولی ، د وینو ویالې یې بیولي او ډیر څه یې تر لاسه کړی هم دي . د رومیانو امپراتوري ، د داریوش او کوروش امپراتوري ، د مقدوني سکندر امپراتوري ، د مغولي چنګیز امپراتوري ، عثماني امپراتوري ، د برټانیا امپراتوري او په بیلابیلو کچو نوري امپراتوري دا ټولي هغه واکمنۍ دي چي د وینو په ویالو خړوبي سویدي .
د نړۍ په معاصر تاریخ کي د روسانو او انګریزیانو امپراتوریو د پام وړ رول درلود . د لومړی نړیوالي جګړې دپای په درشل ( ۱۹۱۷ ) په روسیه کي د اکتوبر د بلشویکي انقلاب او ور سره جوخت د شاه امان الله په مشرۍ د افغانستان د استقلال په تر لاسه کولو سره د برتانیوي امپراتورۍ ریښی په وچیدو سوې او تر دویمي نړیوالي جګړي وروسته ( ۱۹۴۵ ) دا امپرتوری په بشپړه توګه له منځه ولاړه .
د امریکا په مشرۍ د ناټو د پکت په زورور کیدو او د شوروي اتحاد په مشرۍ د وارسا د پکت په منځته راتلو سره نړیوالو امپراتوریو بله بڼه واخیسته او د دوو مختلفو ټولنیزوـ سیاسی سیسټمونو سره نړۍ پر دوو قطبونو ( بلاکونو ) وویشل سوه . په ۱۹۸۸ کال په افغانستان کي د شوروی سره اردو تر ماتي خوړلو وروسته په سوسیالیستي بلاک کي د وارسا د پکت ریښې په وچیدو سوي او په ۱۹۹۲ کال دبرلین دیوال په نړیدو سره سوسیالیستي بلاک په بشپړه توګه له منځه ولاړ .
د سوسیالیستي او پانګوال بلاکونو په شتون کي که پانګوال بلاک په اقتصادي لحاظ برلاسی وو ، خو سره له دې چي په نظامي لحاظ ډیر کمزوری نه وو ، مګر سوسیالیستي بلاک د نظامي توان له مخي برلاسی ښکاریدي . هغه وخت د انګلستان د صدراعظمي مارګاریت تیچر نظریې په نړیواله کچه خپل رول درلود . دا چي دواړه بلاکونه په اټمي وسلو ترغاښونو وسلوال وه او آغلي تیچر ددې انډول د تائیدولو په ترڅ کي د « اټمي زغم » اصطلاح کاروله . پدې توګه ددغه زغم پر بنسټ هیڅ یوه بلاک پر بل بلاک باندي د فیر کولو جرئت نه کاوه . دی دواړو لیوانو یو بل ته د لیري نه غرږل او داړي یې سپینولي خو یو په بل باندي یې و خولې لګولو ته زړه نه ښه کاوه . دواړه لیوان اړ وه یو د بل په وړاندي د زغم نه کار واخلي چي دغه یو د بل په وړاندي د زغم سره سره د غرږلو او داړي سپینولو حالت په سیاسی او نظامي ترمینالوژیو کي د « ساړه جنګ » پنامه و نومول سو .
هغه مهال دا چي نړۍ په یوه یا بل ډول ددغو دوو بلاکو او د هغوي د خواخوږو لخوا پر دوو قطبونو ویشل سوی وه ، نو دغو دوو لیوانو نه یوازي دا چي یو پر بل یې د حملې جرئت ندرلود ، بلکه د یو بل د خواخوږو د داړلو جرئت یې هم نه سو کولای . ددغه انډولیز زغم پر بنسټ دواړو سیسټمونو د دریمي نړي پر اولسونو باندي نه دا چي لاس نه پورته کاوه ، بلکه د اقتصادي مرستو د لاري یې د خپل اغیز د پیاوړي کولو هڅي او سیالي کولې . ځکه نو دغه دوه قطبیز حالت داچي د زبرځواکونو پلاس د خپلسریو مخه نیول سوی وه ، د دریمي نړۍ د اولسونو په ګټه وو چي د وګړو ډیري برخي خلګو د دریمي نړۍ په همدغو هیوادونو کي ژوند کاوه .
په ۱۹۹۲ کال د وارسا د پکت تر دړي وړي کیدو وروسته نړۍ یو قطبي بڼه واخیسته او د امریکا په مشرۍ ناټو والو په خپلسریو لاس پوري او په هر چا یې حق او ناحق داړي لګولې . په تیره بیا هغه وخت چي په روسیه کي د ایلسن پنامه د یوه دایم الخمر ، سُست عنصره ، بی ارادي او فاسد شخص ډیره کمزورې واکمني وه ، د امریکایې لیوه داړي خورا تیزي سوي او پر ټولو نړیوالو اصولو او پرنسیبونو باندي یې ناړی تو کولې او د هر هغه چا د غوږونو و تاوولو ته یې پلمي لټولې چي د نافرمانۍ خیالونه یې په سر کي ساتل . ملګري ملتونه یې هم د خپل لاس اله ګرځولې وه ، د امنیت شورا تش پنامه پاته وه او خپل دروندوالي یې د لاسه ورکړی وو .
د بنسټپالني د ټکولو په پلمه پر افغانستان باندي حمله او د بمونو باران ، د صدام حسین پلاس کي د ډله ایزي وژني د وسلو د درلودلو په پلمه چي اصلاً یې شتون نه درلود ، پر عراق باندي لښکرکښي ، د قذافي د دیکتاتورۍ د له منځه وړلو په پلمه په لیبیا کي مداخله ، د بشارالاسد د ټکولو په پلمه په سوریه کي بمباري ، په ټول منځني ختیز کي لاسوهني او داسي نوري کړني ، دا ټولي ناخوالي او په نړۍ کي څپڅپاند حالات د وارسا د پکت د له منځه تلو او په یو قطبي نړۍ کي د امریکا په مشرۍ د ناټو والو د خپلسریو له مخي منځته راغلي چي د سلهاوو زرو انسانانو د ژوند او میلیونو کسانو د بیځایه کیدو په بیه تمام سوه چي لا یې هم د اور لمبې د اسمان په لور په جګیدو دي .
د افغانانو هیواد چي تل سترو امپراتوریو خپلي ککرۍ پکښي خوړلي دي ، اوس داسي ښکاري چي پدغه هیواد کي د امریکا په ماتي سره د ناټو پښې هم په لړزیدو سوې . د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ نیټه په ترکیه کي د کودتاچیانو ځپل او پدي کودتا کي د امریکا د لاس درلودلو ګنګوسې ددغو دوو هیوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا منځته راوسته . د يوې خوا دا چي ترکیه په ناټو پکت کي یوازنی اسلامي هیواد دی او تر امریکا وروسته یې پوځي توان تر ټولو نورو غړو هیوادونو زیات دي ، د نوموړي ناکامي کودتا هڅه به خامخا د ناټو په دننه کي هم حالات خړپړ او د بې باورۍ چاپیریال به پیاوړی کړي . دا ټول بیا هغه څه دي چي د امریکا په مشرۍ د ناټو ریښې لا نوری هم خوسا کوي . د بل پلو نه د پوتین په مشرۍ د روسیې د بیا را ژوندي کیدو او و اسیا ته د نړي د اقتصادي ثقل د لیږدیدو سره جوخت امریکا نور د نړۍ واکمني د لاسه ورکوي . ددې کار سره سم دا پوښتنه منځته راځي چي دا واکمني به د چا په برخه سي . دا هغه څه دي چي ددغي لیکني د بحث بنسټیز زڼی جوړوی .
اوس به راسو او و به ګورو چي د ننني حالاتو په پام کي نیولو سره څوک ( کوم هیواد ) د نړۍ د ټولواک په توګه ددغه تخت او تاج جوګه کیدلای سي ؟
د امریکا متحده ایالتونه :
ایا امریکا به دغه تاج چي دشوروی اتحاد د ړانګیدو او په روسیه کي د ضعیف النفس ایلسن د واکمنیدو سره جوخت یې پر سر کړی وو ، نور به یې هم ور سره و ساتلای سي ؟ زما په آند د لاندي لاملونو له مخي پسله دې نه لا نور هم د ډیري مودې د پآره ددې تاج ور سره ساتل اسانه کار ندی :
۱ ـ اقتصاد چي د ټولو ژوندني چارو او ټولنیزوـ سیاسي اړیکو بنسټ جوړوي ، نور دغه توکی د امریکا د انحصار نه په وتلو ښکاري . دا اوس د نړۍ په کچه اقتصاد پوهانو منلي چي د نړۍ اقتصادي ثقل د لودیز ( امریکا او اروپا ) څخه د ختیز ( چین اوهند ) په لور په خوځیدو دي . که څه هم د امریکا نظامي توان لا تر اوسه د پام وړ اغیز لري ، خو تر څنګ یې نور قوتونه ورځ تر بلي د پیاوړي کیدو په حال کي دي .
۲ ـ امریکا نور په برټانیا کي ټوني بیلر د لاسه ور کړيدی او داچي استخباراتو لخوا یې د اروپایي مشرانو دتلیفوني اړیکو د کنترولو چاري رسوا سوی ، امریکا اوس د اروپائیانو هغه پخواني باوري ملګری ندی .
۳ ـ پدی وروستیو لسیزو کي په افغانستان ، عراق ، لیبیا ، سوریه او د منځني ختیز په نورو هیوادونو کي د امریکا خپلسري او د لیونتوب نه ډکي کړني په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ په غصه ( غوصه ) کړی او هلته یې د ګډوډیو په راوستلو ، د لکونو کسانو د وژلو او د هغو هیوادونو د اقتصادي بنسټونو د ورانولو له مخي د اولسونو باور په بشپړ ډول د لاسه ورکړیدی .
۴ ـ د ساړه جنګ پر مهال د شوروي اتحاد او سوسیالیستي بلاک د ټکولو په خاطر د بنسټپالني روزل ، په مالي او نظامي کچه د بنسټپالو پیاوړي کول ، دا هغه بې سنجشه کارونه وه چي اوس ورته د خپل لستوڼي مار ګرځیدلي ، هره ورځ پخپله په امریکا او د هغه په ملګرو هیوادونه کي نیښ لګوي او په ټولي نړۍ کي یې امن او ارامي د لویو چلنجونو او ګواښونو سره مخامخ کړیده .
۵ ـ په روسیه کي اوس د پوتین په مشري د شوروي مهال هغه پخواني برم د را ژوندي کیدو په درشل کي دي . د وروستیو کلونو د م.م. په امنیت شورا کي د ایران او سوریې په تړاو حالاتو و ښودل چي روسیه نور خپل رول لوبول غواړي او دې کار یې د امریکا خپلسري او د نړۍ د واکمن په توګه يې د تاج ساتلو خیالونه د ګواښ سره مخامخ کړي دی .
۶ ـ ناټو چي د امریکا تاج ساتونکی ګارډ وو ، لکه څنګه چي مخکي یادوونه وسوه ، په افغانستان کي تر ماتي وروسته نور هغه پخوانی برم ندی ورته پاته او د تیر پشان حساب نسی ور باندي کیدلای .
دا او ځیني نور لاملونه هغه څه دي چي امریکا نوره ددې جوګه نده چي دنړي د واکمنۍ تاج پرسر وساتلای سي .
اروپایې اتحادیه :
دا اتحادیه تر لویه بریده د اړوندو هیوادونو څخه د بیلابیلو ټولنیزوـ سیاسي مفکورو يوه ګډوله ده او د لاندي لاملونو له مخي د نړۍ د واکمنیدو جوګه کیدلای نسي :
۱ ـ یو لاس او یوموټۍ نده ، غړي هیوادونه یې په خپلو کی بشپړه همږغي نلري .
۲ ـ اقتصادي وړتیا یې دا چي په یوه لاس کي نده او د بیلابیلو هیوادونو د پلان تابع ده ، د نړۍ د واکمیدو خیالونه یې له سره باسی .
۳ ـ نظامي توان یې د ناټو په چوکاټ کي ددې وروستیو کلونو د امریکایې خپلسریو له مخي خپله سپیځلتیا د لاسه ورکړه او وړتیا یې تر پوښتني لاندي راغله ، نړیوال نور د پخوا پشان حساب نسي ور باندي کولای .
۴ ـ ددې اتحادیې څخه د انګلستان وتل هم د اتحادیې دروندوالی ته په سیاسی او اقتصادي برخو کي د لیدو وړ زیان ورساوه .
۵ ـ په ترکيې کی د ناکامي کودتا وروستۍ پیښه او د امریکا سره د مناسباتو خړپړتیا په اروپایې اتحادیه کي د ترکیې پر راتلونکي غړیتوب او همدارنګه د ناټو پر نظامي وړتیا د پام وړ اغیز ښندلای سي .
د لوړو لاملونو له مخي اروپایي اتحادیه نه د نړۍ د واکمنیدو چانس لري او نه یې هم خیالونه په سر کي .
د چین اولسي جمهوریت :
۱ ـ سره له دي چي د چین اقتصادي توان ورځ تر بلي د غوړیدو په لور روان دی او نظامي توان یې که څه هم د هرې ورځي په تیریدو سره پیاوړی کیږي،مګر تر اوسه لا د امریکا سره د بشپړي سیالۍ جوګه ندی .
۲ ـ که څه هم د ساړه جنګ پروخت چین د شوروي اتحاد ملاتړی نه وو ، خو هغه د پراخي پیماني ضد تبلیغات چي دکمونیزم پر وړاندي تر سره کیدل ، د چین سوسیالیستي هیواد هم ورسره د الحاد د تورونو څخه په امان کي پاته نسو . په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ په اولسونو کي د دې هیواد اعتبار ډیر زیانمن سوی دی .
۳ ـ چین نژدې د خپلو ټولو ګاونډی هیوادونو سره د سرحدي ادعاوو ستونزی لري . داچي ډیری ددغو ګاونډیانو څخه پیاوړي اقتصادي او نظامي ځواکونه دي ، دا حالت په نړیواله کچه د چین مؤقف زیانمنوي .
۴ ـ چین دا ګړی خپل ټول پام اقتصادي پیاوړتیا ته اړولی او لا تر اوسه په نړیوال سیاست کي په پراخه کچه ور ګډ سوی ندی څو د یوه ځواکمن هیواد په توګه هلته خپل رول و لوبوي او له لاري یې ځان مطرح هیواد و ګرځوي .
۵ ـ چین د ملګرو ملتونو په بیلابیلو کلتوري او مرستندویه اقتصادي څانګو کي د پام وړ رول ندی لوبولی او څنګ ته ترې نه پاته دی .
لوړ او یو لړ نور لاملونه د راتلونکو نژدې کلونو د پاره د چین د نړیوالی واکمنیدو چانس کمزوری کوي .
د روسیې فدرالي جمهوریت :
د روسیې په اړه لاندي لاملونو ته پام اړول پکار دي :
۱ ـ داچی روسیه د شوروي اتحاد نه په میراث پاته هیواد دي ، هغه خپلسري کړني ، ناخوالي او یرغلونه چي د وخت په توتالیتار کرملیني رژیم کي عاقبت نه سنجوونکو مشرانو په تیره د دماغي ناروغ لیونید برژنیف د واکمنۍ پر مهال د خپلي امپراتوري په تر لاس لاندي جمهوریتونو ، د سوسیالستي بلاک په هیوادونو کي لکه هنګري ، چکوسلواکیا او نورو او د پای په کلونو کي په دوست هیواد افغانستان کي تر سره کړي ، اوسنۍ روسیه هم د نوموړي امپراتوی د میراثخوړونکي په توګه د هغو ناوړتیاوو او ناخوالو د مسئولیت له ګناه نه ځان په بشپړ ډول نسي پاکولای .
۲ ـ روسیې لا تر اوسه د یوه صالح میراث خور رول ندی تر سره کړی ، نه یوازي داچي متضررو هیوادونو ته یې د رسیدلو زیانونو تاوان پر غاړه ندی اخیستی ، بلکه ساده بخښنه یې لا هم نده ورڅخه غوښتې . ځکه نو روسیه لا تر اوسه د ډیرو اولسونو د پاره د پوره باور جوګه نه ده .
۳ ـ روسیه که څه هم د اقتصادي سرچینو خورا لوړ پوټنسیال لري خو مالي فساد او مافیاوي کړۍ یې پدی برخه کي د پیاوړتیا زورور خنډونه دي او روسیې په نړیوال ډګر کي د یوه پیاوړی اقتصادي مرستندویه هیواد رول ندی تر لاسه کړی .
۴ ـ روسیې ته که څه هم د شوروی د وخت پیاوړی جنګي توان پاته دي خو د نننۍ تکنالوژیکي پرمختیاوو څخه یې ټول هغه څه په لاس راوړي ندي چي د جنګي ماشین څرخونه یې اړتیا ورته لري .
۵ ـ روسیې تر وروستیو کلونو پوري د نړیوالو سیاسی معادلو څخه ځان لیري ساتلی وو ، د بیلګي په توګه ویلای سو چي د عراق او لیبیا په مسئلو کي یې یوازي د نندارچي رول ولوباوه . که څه هم اوسني اولسمشر پوتین دا ګړی د روسیې بیا مطرح کولو ته لستوڼی را نغښتي دي خو لا تر اوسه یې پیاوړي باوری ملاتړي ندي تر لاسه کړي . له ایرانه سره یې لږ و ډیر نژدیوالي د ځینو لنډمهاله سیاستونو په اړه دی، مثلا د سوریې شخړه .
۶ ـ روسی سیاستوال د شوروي مشرانو په ډول د باور وړ دوستان پاته کیدلای نه سي او هر ګړۍ سیاسي لوری بدلولای سي چي دا کار په نړیواله کچه یو منفي ټکی دی .
پدې توګه د لوړو عیني دلایلو له مخي روسیه هم د نړیوالي واکمنۍ د تاج جوګه کیدلای نسي .
د هند جمهوریت :
۱ ـ هند چي تازه په نړیواله کچه د مخ په غوړیدو یوه پیاوړي اقتصادي او تخنيکي پوټنشیال سره سیاسي ډګر ته راوتلی دی ، داچي د نفوسو د بې کنتروله زیاتوالی او د بې وزګارۍ د لوړی کچي سره لاس او ګریوان دي ، دغو ناخوالو په کورني اقتصادي ستونزو کي را شکیل کړی او نړیوال اقتصادي اغیز یې کم کړیدی .
۲ ـ هند لا تر اوسه د م . م . په امنیت شورا کي خپل غړیتوب چي په یقین سره یې مستحق هم دی ، ندی تر لاسه کړی ، ځکه یې په نړیوال سیاست کي رول او اغیز د پام وړ ندی .
۳ ـ هند که څه هم پخپله یو زورور اټمي هیواد دی ، خو دداسی ددو اټمي هیوادونو لخوا محاصره دي چي د دواړو سره سرحدی دعوې لری لکه چین او پاکستان او هغوی دواړه بیا د هند سره ددغو ستونزو له مخي د پخوا څخه پخپلو کي د دوستۍ ګډي اړیکي پالي .
۴ ـ هند سره لدې چي دنړۍ تر ټولو ستره دموکراسی ده ، خو داچي د بیلابیلو مذهبونو او قومونو یو نندارتون دي ، د خپل هیواد په دننه کي د سختو اقتصادي ستونزو بر سیره د سیاسی ، ایتنیکي او مذهبي ستونزو سره هم لاس او ګریوان . ددغو ستونزو حلول د اوس د پاره د هند تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي .
۵ ـ د هند نظامي توان که څه هم د پام وړ وړتیا لري ، خو لا تر اوسه په نړیوالو معادلو کي مطرح قوت ندی .
۶ ـ د هند د نظامي توان پیاوړتیا د ګاندي د مسالمت امیزه سیاست او د خپلی مذهبي فلسفی تر تاثیر لاندي یې په جنګي ډګر کي په زیانمنونکي توګه د پرمختګ لوړ چانس کم دی .
لنډه داچي هند نه د نړیوال تاج جوګه او نه هم دا خیالونه په سر کي لری .
د لوړو لاملونو پر بنسټ د اوس د پاره د نیکه مرغه هیڅ داسی یو هیواد نسته چي د یکه تازۍ د لاري ځان د نړۍ واکمن وبللای سي . البته دا حالت که د یوې خوا د کمزورو هیوادونو په ګټه دی خو د بل پلو نه زورور هیوادونه لا هم تر لویه بریده د خپلسريو په وړاندي قوي خنډونه نه ویني . ددې دپاره چي ددغسی خپلسریو مخه ونیول سی ، پکار ده چي د نړۍ د زورورو قوتونو تر منځ یو منطقي انډول منځته راسي .
ددې خبري مانا داده چي باید زورور قوتونه په خپلو کي یو پر بل د باور له مخي پر دوو اقتصادي ـ نظامي ډلو وویشل سی او د پخوا پشان په نړۍ کي دوه قطبیز سیسټم منځته راولي . البته دا ځل به یې دپخوا څخه توپیر پدې کي وي چي دا ځل به ایډیالوزیکي بنسټ نلري بلکه دخپلو ملي ګټو خوندیتوب او د نورو ملي ګټو ته درناوۍ به یې اصلي موخي وي . دا دوه قطبونه کولای سي په کمزورو هیوادونو کي د اقتصادي مرستو د سیالیو د لاري په نړیوالو معادلو کي هغوي په خپله ګټه و هڅوي .
زما په آند د اوس د پاره کیدلای سي ددغو دوو قطبونو څخه په یوه اقتصادي ـ نظامي تړون کي همدغه د اوسني ناټو غړي او خواخوږي هیوادونه یې راټول سي او د بل قطب د پاره باید د چین ، روسیې ، شمالي کوریا ، او خواخوږو هیوادونو په ګډون یو بل اقتصادي ـ نظامي تړون منځته راسي .
که داسي وسي ، زما ګومان دادی چي هند به د اوس د پاره د دواړو قطبونو څخه ځان څنګ ته وساتي او د دواړو سره به دوستانه اړیکي و پالي . پدې توګه کیدلای سي نړۍ په یو قطبي سیسټم کي د زورور واکمن له خپلسریو څخه بیغمه پاته سي او اولسونو به پخپله خوښه د دموکراتیکو لارو څخه خپلي اقتصادي او سیاسي چاري پر مخ بوزي .
په دې هیله چي نړیوال هر څه ژر د تل لپاره د زورورو لړمانو له شره په امان اوسي .
پای .
