Announcement

Collapse
No announcement yet.

مونږ امن غواړو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مونږ امن غواړو


    امن
    پيرګوهر
    زېږېدنه: ٨ دسمبر ١٩٣١ء

    زۀ غواړم په امن له ازغيو د اېشيا لمن
    نۀ غواړم چې سوزي په لمبو د اېشياء لمن
    ډکه دې وي تل په ګلو سرو د اېشيا لمن
    ستايمه شاعر يم په پښتو د اېشيا لمن
    پس په حق انصاف دې په رښتيا خبره سپينه شي
    غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شي

    تل دې په مزو وي د يورپ او امريکې وروڼه
    کړي دې ترقي د اسټرېلې او افريقې وروڼه
    ښاد دې وسي تل د خپلې خپلې مېکدې وروڼه
    وي په يوه ورورۍ دې د دنيا د دې خطې وروڼه
    لرې دې ستم کشمير، وېت نام او فلسطينه شي
    غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شي

    غږ مې دے د دې ښکلې دنيا د بنيادم په نوم
    غږ کوم په نسل د حوا او د ادم په نوم
    ټول انسانيت راغنډول غواړم باهم په نوم
    هم د رنګ او نسل د تهذيب او بې قلم په نوم
    بيا دې خېژې ستورو او سپوږمۍ ته چې شاهينه شي
    غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شي
    نۀ دې څوک د بل په حق ناحقه بلوڅېدل کوي
    نۀ دې بنيادم غوښې خوړل کوي

    نۀ دې څوک مظلوم ناتوان انسان پورې خندل کوي
    نۀ دې څوک اوږو پاندې همېش مزې د بل کوي
    ټول ملت د دې نړۍ دې تاؤ له يو آيينه شي
    غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شي

    هر کور کښې تعليم او روغ صورت او خوشحالي غواړم
    زۀ په دې نړۍ پاندې پوره پوره سيالي غواړم
    هم د بلبلانو حق په باغ هم د مالي غواړم
    دا دنيا د بغض او حسد غمه خالي غواړم
    ټوله زندګي دې په خلوص باندې رنګينه شي
    غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شي

    دا د باشعورو نړۍ غواړم چې ابده وي
    ورک دې شي بمونه او جنګونه ملک برباده وي
    امن امن امن بس په امن دې تل ښاده وي
    دا ځانګو د امن دې رښتيا په امن ياده وي
    ځار دې امريکه له روسه روس دې ځار له چينه شي
    غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شي

    (د پولۍ لاسونه نه ماخوذ)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    دا خود پير صيب د سن کوړتاليس والا نظم دے چې پير صېب ئې هر ځائي کښې وائي
    ضيالحق ورله انعام هم ورکړې وو په دې نظم
    خو هغه دور د فضل حق وو او فضل حق هم پير وو او پير ګوهر خو هسې هم پير دے نو يو پير په بل پير پيرزوئينه کوله۔

    بهر صورت ښۀ نظم دے مننه د پوسټ کولو د پاره يا ابن المجروح

    Comment

    Working...
    X