Announcement

Collapse
No announcement yet.

قامه اولسه زما خپل وطنه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • قامه اولسه زما خپل وطنه


    قامه اولسه زما خپل وطنه
    قلندر مومند
    زېږېدنه: ١٦ اکتوبر ١٩٣٠ء
    مړينه: ٣ فروري ٢٠٠٣ء

    قامه اولسه زما خپل وطنه!
    ما د حالاتو زېروبم سره تل
    خپلو سندرو کښې ستا غم ژړلې
    چې د سکڼي ماښام ستائينې کېدې
    ما دې په ښکلي مخ تورتم ژړلې
    کۀ تورو سترګو د چا فن لمساوۀ
    تورو مې ستا د سترګو نم ژړلې
    چا کۀ ګلونه سحرونه ستائيل
    وطنه ما د پرهرونه ستائيل

    چا کۀ په زلفو کښې ټالونه وهل
    قامه ما ځان دپاره دار خوښ کړو
    چا ته بار خو کښې کۀ جلوه وه د طور
    ما د خليل غوندې انګار خوښ کړو
    چا کۀ دارا باندې ننګونه خوړه
    ما دے مطلب لره نادار خوښ کړو
    د زېر و بم کۀ چا سر تال ستائيلو
    قامه ما ستا کمال زوال ستائيلو

    چا کۀ د اوښکو رود نيل ژړلو
    ما ستا د سرو وينو قلزم ښکاره کړو
    چا کۀ د وصل په خوږو غلولم
    ورته مې ستا هجر زقم ښکاره کړو
    چا کۀ کلو ته پسخولمه زۀ
    ستا زړۀ چاودون مې ورته هم ښکاره کړو
    ما هرې شپې ته سحرونه ښودل
    ما سحرونو ته نمرونه ښودل

    چې د مړو په صفت نۀ مړېده
    ستا وږې ورځ مې ورته ياده کړله
    کۀ ظالمان ئې ويجاړئ ته وو خېر
    ما د اېمل خونه اباده کړله
    چې د مغل سترګو له خار ټوکوي
    ما د خوشحال باغيچه ښاده کړله
    ما هر پښتون لواغر ياد کړو
    او هر مغل ته مې خېبر ياد کړو

    قامه اولسه زما خپل وطنه
    زۀ د تيرو نه ويرېدلې نۀ شم
    کۀ زما ژبه ستا غوږونه بند شي
    له اشارو منع کېدلې نۀ شم
    کۀ ستا زما منځ ته سيخونو راشي
    په دې حيلو ايسارېدلې نۀ شم
    سينه کښې زړۀ په زړۀ کښې وينه لرم
    زۀ ستا بچے درسره مينه لرم

    ستا د جبين په پلوشو مې قسم
    زړۀ مې له تا نه تورېدلې نۀ شي
    په خپل غېرت ننګ او پښتو مې قسم
    چې دا عادت مې نورېدلې نۀ شي
    زۀ او له تاسره به پت نۀ پالم
    دا مې په زړۀ کښې ښورېدلې نۀ شي
    پت او پښتو زړه قعده ده زما
    دغه له تا سره وعده ده زما

    تل د حالاتو زېروبم سره به
    زۀ په سندرو کښې ستا غم ژاړمه
    چې د سکڼي ماښام ستائينه کېږي
    زۀ به د ستا د مخ تورتم ژاړمه
    کۀ تورې سترګې د چا فن لمسوي
    زۀ به د ستا د سترګو نم ژاړمه
    څوک کۀ ګلونه سحرونه ستائي
    زما قلم به پرهرونه ستائي
    (د سباؤن څخه)

    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X