Announcement

Collapse
No announcement yet.

ورېنداري ته وایه موږ وبخښه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ورېنداري ته وایه موږ وبخښه


    ورېنداري ته وایه موږ وبخښه
    لیکوال: رحمت الله رحمت


    زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند " تورګل" یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما "عیده " خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول هغه خو موراڅخه یووړل .
    څو ورځي لا نه وې تېري سوي چي شاپېرۍ وګل بختي ته کوچنی ورولېږی چي خاله ته وایه یوار خو راسه .
    " ګل بخته خاله چي هم یوه خورا خواخوږې ښځه وه او په توره شپه به دهر چار کره تلله . هرچا به له میني خاله بلله ، سمدستي ځان په یوه سا را ورساوه " :
    څپلۍ (ګوټونه ) یې لانه وې ایستلي چي پرشاپېرۍ یې ږغ وکړ : ولي خاله دي جارسم ولي داسي راتاوېږې څه درسوي دي ؟
    وختي دي ولي حال نه رالېږئ چي داسي په عذاب یې زه نوکوم نه وم درمعلومه چي په توره شپه دهرچا خدمت کوم ، بیا نوستا .
    شاپېرۍ چي درد ډېره په عذابه کړې وه په ډېر تکلیف یې ورته وکتل او په ګانګوړاواز یې ورته وویل : ما ویل مه مي ښوره چي هسي مړه شم او څوک نه شي را خبر. بیا یې پر ډیډیو لاسونه ونیول او دېوال ته یې سرتکیه کړ او له ډېره درده یې غاښونه پرله ونیول بیا یې په ژړه غوندي ( ژړغوني ) اواز وویل : خاله څه درته ووایم شکایت او بې صبري هم نه ده ښه پرداسي ځوانۍ کونډه شوم چي زما او تور ګل ځوانیمرک ارمان نه سره وخوت ، نصیب ډېر ژر راڅخه مرور شو . اوس مي دده تر مرګ وروسته دده تربرونه لکه لېوان مځکي ته نه پرېږدي ، خاله زه به نو څه درته ووایم ته نو کوم نه یې راخبره زما دژوند نو کوم ځای دخوشحالۍ دی، بیا مي هم داسلا وکړه چي خاله ته حال ولېږه اوس که ژوند وي او که مرګ خاله خو به درته ناسته وي ، " ګل بخته " خاله چي هم ډېره تجربه لرونکې مېرمن وه او دشاپېرۍ له حاله خبرېدو سره سم یې دکوچني دپیداکېدو شیان په غوټه کي ورسره راوړي وو او خاله هم لاس په کاروه ، لږ ګړۍ وروسته چي شاپېرۍ ساسمه کړه او د کوچني آواز یې پرغوږولګېدی ، دګل بختي خاله هم څېره له خوشحالۍ ډګه وه ، او پرشاپېرۍ یې ږغ کړه : زویه مبارک دي شه ، هلک دی خدای ﷻ دي یې درصالح کړي ، خدای ﷻ دي ارمان په وکاږه .
    دشاپېرۍ چي دخوشحالۍ څخه سترګي له اوښکو ډکي وې وویل : خاله خدای ﷻ دي بې زویه مه کړه ، خدای ﷻ دي دبل له محتاجۍ وساته .
    " خاله چي ټوله شپه په ولاړه تېره کړې وه دغسي په ولاړو پښو کور ته ولاړه ، مشرزوی چي یې اودس تازه کړی واو جومات ته تلی هغه ته یې وویل :نصرو زویه پرتاهم ناوخته کیږي نوري خبري به وروسته کوو، په جومات کي به ملاصاحب او میردل اکا د " تورګل مسکین " دزوی په زوکړه خبر کړې ، چي ودغو لېوانو ته څه نصیحت وکړي ، نن سهار دملاصاحب قرائت څه بل شاني و ، هرسړی پوهېدی چي څه پېښه سوې ده ، دسلام له ګرزېدو سره سم ، میردل اکا و خلګو ته وویل : ټول کښېنئ نن ملاصاحب څه خبري درته کوي .
    هر سړي دنوي خبري د اورېدو لپاره پرخپل ځای انتظار کاوه دغه وخت ملا صاحب ښو توندو خبرو ته ځان جوړکړی و ، دڅو مبارکو آیتوترویلو وروسته یې دکلي پرملک مخ راواړاوه ، ته چي دکونډي او یتیم غم ونه کړې څوک به یې کوي ؟
    زموږ دکلي دغه مسلماني ده ، چي موږ ورته ګورو ، دتورګل مسکین له کوره یې تربرو " رازکی " او "ښامیر " لنګه غوا داختر پسه او دکور لوښي په سپينه ورځ یووړل او دهغه کونډه یې په لندو سترګو پرېښوده . دالا څه نور ګواښونه هم ورته کوي ، مګر خدای ﷻبیا داسي نه کوي هغه دی برايي ( تېر ماښام ) دغه مېنه زرغونه شوه او دتور ګل مسکین زوی پیداسو.
    دکلي ملک موسی اکا چي په دغو خبرو خپل ځان او کلیوال ملامت بلل سر یې راپورته کړ او شا وخوایې وکتل دکلي پرڅو ځوانانو یې ږغ وکړ، ورسئ ددغو لېوانو له کوره څخه دغه څه چي یې وړي دي بیرته دغي کونډي ته وروړئ .
    میردل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه سترګي یې په شمله وچي کړې او دتور ګل مسکین په دروازه کي یې دغه پيسې ګل بختي خاله ته ورکړې او دايې ورته وویل : ورېنداري ته ووایه موږ وبخښه .





    I am no bird, and no nest ensnares me.

    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

  • #2
    ^ I WANTED to make a comment on the literal meaning of it but then i thought it better for the reader to stumble upon it if they may....it's more fun that way..i m glad you liked it.

    I am no bird, and no nest ensnares me.

    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

    Comment


    • #3
      Thanks for sharing. I like these kind of literature threads. I liked it as well. If you make these kind of a threads on a routine the literature section will become my favorite

      Comment


      • #4
        ژوندۍ لنډه قيصه ده په پښتنو سيمو کښې هم دغسې کيږې،او د کنډو سره بيخي زياتي کيږي۔
        الله دې پښتنو ته په دې معاملو کښې ښوونه او هدايت نصيب کړي۔امين

        Comment


        • #5
          Originally posted by Feroz Afridi View Post
          Wrora da d kom kunde la na de lekal shawe. Da kunda zmong afghanistan da aw ghla pa ki zan pakhpala pejane.

          I am no bird, and no nest ensnares me.

          non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

          Comment


          • #6
            هاهاهاهاها

            علامتي افسانه نن محال هيڅ خوند نه کوي۔
            د ايغو نيغو خبرو وخت دے۔
            علامتي افسانې په هغه وخت کښې ليکل کيږې په کوم وخت چې په ژبه او اظهارخيال بنيديزونه وي۔

            Comment


            • #7
              Originally posted by jasmine
              feroz afridi and dazahrohaam please increase the font size when you type in pashto.

              I dont want to wear glasses that soon.
              سمه ده۔۔۔ انشالله

              Comment


              • #8
                .

                I am no bird, and no nest ensnares me.

                non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

                Comment

                Working...
                X