Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashtun - پښتون

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashtun - پښتون

    ده ځوان او تکړه شاعر مجید قرار نوئ نظم



    پښتون


    ورک نه دی، د نظر په ما ورا کې دی پښتون
    د وخت د خړې دوړې په فنا کې دی پښتون

    په غرونو، په سیندونو، په سارا کې دی پښتون
    د دې وطن په هره هره سا کې دی پښتون

    تیاره یې تور لباس دی، په رڼا کې دی پښتون
    په تتو آیینو کې، په ځلا کې دی پښتون

    د سیند غاړې ته مه ځه، د غره ډډې ته هم پام
    لا مېشت په هغې لو زړې کلا کې دی پښتون

    په غاړو کې د زرکو د قمریو او د جل
    د باز د وزرونو په شغها کې دی پښتون

    چې کله یې د ګلو پاڼې پرېنږدي پر ځان
    خپور شوی لکه عطر په هوا کې دی پښتون

    یوسف به شي وږمۍ به ورته پرېوځي په سجدې
    د وروڼو په باور که لا په څا کې دی پښتون

    شته شته دی، خو ملګریو، یو څه غواړي لټول
    بل څوک نه دی، ضرور په ما او تا کې دی پښتون

    ژوندی شي، بیا ژوندی شي، بیا ژوندی شي، بیا ژوندی
    سل ځله که شهید په دې غزا کې دی پښتون

    دا یو که په وده کې دی مغله د دېو بند
    دا بل یې ګوره بیا هم - په ملا کې- دی پښتون

    پرې پڅې شولې څوکې د تېغونو د تقدیر
    په دم د پاکو مېندو د دوعا کې دی پښتون
    [/center]

  • #2
    is that the dude who is on facebook with a photo of him wearing a suite and a tie?
    [SIZE="4"][B][CENTER][URL="www.quranawsunnat.com"]www.quranawsunnat.com
    [/URL]
    [URL="www.youtube.com/Sangartube"]www.youtube.com/Sangartube
    [/URL][/SIZE]
    Mullah 4 Life! [/CENTER][/B]

    Comment


    • #3
      Originally posted by sangar View Post
      is that the dude who is on facebook with a photo of him wearing a suite and a tie?
      وؤ هغه ځوان دئ

      Comment

      Working...
      X