Announcement

Collapse
No announcement yet.

Da zwanay tasveer/anzor

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Da zwanay tasveer/anzor

    I am dedicating this poem to all the "Boodagans" of this forum...
    زما تصوير
    قمر راهي

    هغه تصوير مې لا تراوسه ياد دے هېر مې نۀ دے
    هغه چې سترګو کښې ئې ځل وۀ او په شونډو مسکا
    چې ئې د برېتو په ځائے داسې سور نرے پشم وۀ
    د څټوکي څۀ نرۍ ليکې ئې تندې ښکلوۀ
    څۀ عجيبه غوندې تورتم وۀ پټېدلے نۀ شو
    تصوير د څڼو په تورتم کښې به نور هم ځلېدۀ
    چا چې ليدلے وۀ، نو دا تصوير خوښ کړے ئې وۀ
    چې دا تصوير کښې څۀ خوبي وه کۀ زما ځواني وه
    زما تصوير وۀ رښتيا دا دي لږ زما هم خوښ وۀ
    ما ورله دومره وقعت چرې هم ورکړے نۀ وۀ
    دغه تصوير مې يو وړوکي شانې فرېم کښې بند کړۀ
    بيا څۀ موده د مېز دپاسه چې په ټي وي پروت وۀ
    ما نه د ژوند په اندېښنو کښې ډېر څيزونه هېر شو
    ما به د خپلې ځوانۍ دغه تصوير څۀ يادوۀ
    ما چې په شا وروستو کتل دغه تصوير رايد شو
    اوس چې مې وروځې سپينې شوي دي هغه چې نۀ يم
    اوس چې په سر زما پنبه ده او چې برېت مې سپين دي
    اوس به هغې تصوير ته څنګه خپل تصوير ووايم
    ښه ده تصوير اوس هلته نشته د خپل ځايه غېب دې
    زۀ مطمئن يم چا چې وړے دے، غلۀ ښۀ پېژنم
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X