د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اختلافونو ډرامه
د ارواښاد استاد عبدالجلیل وجدي له ناچاپو آثارو څخه
دا لیکنه په ۱۳۵۸کال کي لیکل شوي ده
لکه چې هره ډرامه په یوه هیجاني پېښه شروع کېږي او په خپل مارپیچي حرکت کې تل ننداره کوونکي د غیر منتظره پېښو نه غیر متوقعو نتیجه ته منتظر ساتي. د پښتنو او بلوڅو د مسالې په نامه د پیچلیو موضوعاتو ډرامه هم د ظاهرشاه د سلطنت په موده کې په عجیبه توګه پیل شوه، چې بیا دې ډرامې په عجیبه توګه خپل اړخونه بدلول، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د پرله پسې اختلافونو دا کاروان په ډول ډول پیچومو خېژول او ښکته کېده.
له نن څخه څه نا څه دېرش کاله پخوا په داسې یو وخت کې چې د پېښور سیاسي فضا د فکري او نظریاتي جګړو له امله خړه پړه وه، په سرحدي سیمو کې چې انګریزانو به علاقه غیر بلله او چا به قبایلي سیمې بللې او ځینو به د آزاد سرحد په نامه یادولې، د بمونو د چادوني غږونه پورته شول، د غرونو په محدوده کې د دې بمونو انګازې حصارې نه شوې، بلکې غږ یې د هغه وخت په سیاسي فضا کې داسې انعکاسونه خپاره کړل، چې د یوې پېړۍ د یوې ربعې نه زیاته موده یې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ناندریو سلسله توده وساتله.
د لانجې د پیل په توګه په مغلګۍ باندې د بمونو اچولو پېښې د افغانستان واکمنو ته د دې موقع په لاس ورکړه، چې د افغانستان د ملت په مخ کې یو لوی سیاسي پرابلم ودروي او په دې توګه له نورو ملي هدفونو څخه د ملت پام یوې جدي مسألې ته راوګرځوي. مسألې د ملت دپاره جدي بڼه غوره کولای شوای نو ځکه د افغانستان حکومت د مغلګۍ د پېښې نه لږه موده وروسته د اسلامي هېوادونو څخه څو مشاهدین راوبلل او هغه زیانونه یې ور وښودل، چې د افغانستان په خاوره کې دننه د دې بمونو د اچولو په اثر پیدا شوي وو. د هیئت د کتنې جریان او مربوط عکسونه یې وخت په وخت د کابل په رسمي جرایدو کې خپرېدل او په دې توګه د افغانستان د ملت په وړاندې په خپله خاوره د تېري او یا د افغانستان د تهدیدولو مسأله واچوله شوه.
هسې خو پخوا برتانوي استعمار د افغان اولس سره د ژورې کینې او د مسلمانو ملتونو ترمینځ د اختلاف د زمینو د برابرولو د هدف له مخې د سیمې د اسلامي ملتونو ملي او اجتماعي پیکرونه په خپلو استعماري ګوزارونو ټوټې او ټپی کړي وو؛ خو د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحدي پېښو او په سرحدي سیمو د بمباریو اوازې او هنګامې دا زخمونه تازه غوندې کړل، چې بیا د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمینځ دوامدره ناندریو په دې زخمونو پرله پسې مالګې شیندلې.
تر یوه وخته پورې افغانستان د آزاد سرحد د قضیې په توګه دا مسأله شاربله؛ خو بیا قضیې بله بڼه غوره کړه او د پښتونستان د مسألې په توګه تعقیب شوه، قضیه په داسې توګه روانه وه، چې د افغانستان د خلکو او د لرنیو پښتنو او بلوڅو احساسات یې په څپو راوستل.
د شاه محمود خان د صدارت په موده کې د افغانستان د بېلا بېلو قومونو مظاهرې وایستلې شوې. د افغانستان راډیو او رسمي جرایدو د قوم د هغو مخورو خبرونه چاپول، چې د افغانستان د بېلو بېلو برخو څخه به راتلل او حکومت ته به یې له پښتنو او بلوڅو سره د دیني، نژادي او تاریخي علایقو له مخې د ملاتړ او پیوستون په باب عریضې وړاندې کولې. حکومت په هغه وخت کې له خلکو څخه د پښتونستان په نوم اعانې ټولولې، دولتي ورځپاڼو په مسلسل ډول دا اعانې چې سلسلې یې څو میاشتې دوام وکړ، خپرولې.
د محمد داوود خان د صدارت په موده کې دې مسألې نوره جدي بڼه هم غوره کړه، په دې موضوع کې لویه جرګه راوغوښتل شوه او د لویې جرګې په سویه له مسألې سره ملي دلچسپي وښودل شوه او ضمناً حکومت موقع ترلاسه کړه، چې په دې پلمه یو زیات شمېر وسلې تر لاسه کړي، چې له بده مرغه همدغه وسلې د خلقیانو لاس ته ورغلې او هغه یې په خپله د افغانستان د ملت په ضد استعمال کړې.
په ۱۹۵۵ کال کې د سردار محمد داوود له یوې وینا څخه وروسته سختې مظاهرې وشوې، چې د هغو په ترڅ کې په کابل کې د پاکستان په سفارت حملې وشوې او د پاکستان بیرغ پکې څېرې کړی شو، متقابلاً په پېښور کې هم مظاهرې وایستل شوې او بالمثل اقدامات سرته ورسېدل، د افغانستان حکومت په ۴۸ ساعتو کې د تېرو څو دورو عسکري جلبیان راوغوښتل او په کابل کې یې د قدرت ظاهرولو ستر مانور سرته ورساوه، دا د اختلافو د ډرامې د اوج یوه مهمه نقطه وه؛ خو ډرامې ژر خپل اړخ بدل کړ او په افغانستان کې د پاکستان د سفارت بیرغ په خاصو تشـریفاتو بیا ودرول شو، له دې وروسته د دې مسألې په سر د پارېدلیو احساساتو موجونه ورو ورو ښکته کېدل، کله چې د پاکستان او هندوستان ترمینځ جګړه ونښته ورسره د ډرامې یو بل اړخ هم بدل شو، لکه څنګه چې هند توقع لرله، د دې جګړې په موده کې افغانستان دا مسأله جدي ونه نیوله، بلکې د هندوستان حکومت ته یې اخطار ورکړ، چې افغانستان د پښتنو او بلوڅو وروڼو د سیمې دپاسه د هندي الوتکو الوتنې نه شي زغملای او که چېرې هندوستان په دې سیمه کې بمباري وکړي دا به د افغانستان او هند دوستۍ ته سخته صدمه ورسوي.
له ۱۹۶۴کال څخه وروسته د ظاهرشاه د دیموکراسۍ په زمانه کې چې د عامه افکارو او سیاسي عقایدو د څرګندېدو دپاره په نسبي توګه یو څه زمینه برابره شوه، د افغانستان د نورو سیاسي اجتماعي او اقتصادي حالاتو د رابرسېره کېدو تر څنګ د پښتونستان په نامه د پرله پسې کشالې ماهیتونه هم رابرسېره شول او دا مسأله د نظر د بېلا بېلو زاویو څخه په ملي اخبارونو کې راووتله او موضوع د خپلو مختلفو ابعادو سره شرح کړای شوه، په عمومي توګه په دې برخه کې لاندېنۍ نظریې رابرسېره شوې.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اختلافاتو اغېزه د سرحدي یا قبایلي سیمو په بښتنو ښه نه وه، ځکه چې دې کشالې له بده مرغه په دې سیمه کې د سیاسي رشوتونو ډ ېره کرغېړنه اجتماعي ناروغي رایج کړه، سرحدي پښتنو د مغلو له وخته تر اوسه پورې د خیبر او بولان په لارو د تېرېدونکو کاروانونو څخه باجونه اخستل، دوی له پخوا څخه د خپلې سیمې د موقعیت څخه د استفاده کولو په چل ښه پوهېدل؛ خو د افغانستان او پاکستان ترمینځ اختلافونو ددې امکانات برابر کړل، چې د دې سیمې ځینې کسان به کله د پاکستان رادیو په سټېشن کې کښېناستل افغانستان ته د بدو ویلو له درکه به یې پیسې اخستلې او کله به بیا همدا کسان د کابل راډیو په سټېشن کې کښېناستل او پاکستان ته په بدو ویلو سره امتیازونه ترلاسه کول. نور خو نور اجمل خټک غوندې جذباتي او انقلابي شاعر به کله د پاکستان له راډیو څخه د کابل په شیش محل کې ناستو کسانو باندې د خولې د کاڼو ګوزارونه کول او کله به یې بیا د کابل راډیو د سټېشن څخه د پاکستاني سرمایه دارانو په بنګلو باندې د خولې کاڼې اورول.
د سیاسي رشوتونو سره ددې نیمو خلکو د اشنا کولو څخه د حکومتونو هدف دا و، چې د سرحدي سیمو د مبارزې ټول مرکزونه تر خپل تسلط لاندې ونیسي که چېرې دې مرکزونو ته دوی لاره نه وای پیدا کړې، په هغه صورت کې د دې خطر موجود و، چې دا مرکزونه د انقلابي مبارزینو لاسونو ته ورتلل او له دغو ځایونو څخه حکومتونو ته د مزاحمت منابع پیدا کېدل. پخوا به چې له افغانستان څخه څوک فراري شو نو آزادو سیمو ته به یې پنا وړله؛ خو له کومه وخته چې په دې مرکزونو کې د حکومتونو پیسې خپرې شوې، د انقلابي فراریانو د ټولېدو مرکزونو دلته هم بشپړ مصؤنیت نشوای لرلای.
په دې ډول د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اختلافو ډرامې د یوې پېړۍ د یوې ربعې نه زیاته زمانه مصـروفه کړه، په دې ډرامه کې حکومت او ځینو سیاسي پارټیو، ځینو خانانو ملکانو، انقلابي شاعرانو او سیاسي زعیمانو عجیب او غریب رولونه سرته ورسول. ډرامه ډېره توده وه او د هر اړخ د بدلېدو سره سمه به د خلکو توجه هم ورسره بلې خواته ګرځېدله. د افغانستان د وخت حکومتونو له دې لارې خلک ډېر مصـروف وساتل او د دې لارې یې ډېر ځورېدلي احساسات تسکین کړل.
د داوود خان د جمهوریت په موده کې دا ډرامه خپل یو بل ډېر هسک پړاو ته وختله، د ډرامې په دې تمثیلي اړخ کې یو سوسیالیست شاعر اجمل خټک کابل ته ورسېد، دې انقلابي څېرې خپل یاران دوستان تنظیم کړل، په توندو بیانیو کې یې د پاکستان خلکو ته وویل دا دی در روان یو، موږ به د سرو جنډو او سرو ډولیو سره در ورسېږو.
له دې ځایه د اخوانیانو په نامه یوه ډله کوزه شوه، سوسیالیست ذولفقارعلی بوټو هغې ته د داوود خان په ضد په خپله زړه کې ځای ورکړ، ژر ژر یې د یو حزب په بڼه راښکاره، ټوپک یې په لاسونو ورکړل، ورته یې ویل هلئ ژر شئ په افغانستان ور وخېژئ.
لنډه دا چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اختلافونو ډرامه داسې یوه ډرامه وه، چې د شروع مقصد یې د نتیجې نه ډېر متفاوت و، حتی معکوسه نتیجه یې ورکړه. ډېر داسې کسان همدلته تر سترګو شول چې هلته یې د پښتونستان په تایید نعرې وهلې اوس لګیا دي د خپلو پخوانیو نعرو په ضد غږونه اچتوي، یوازې دانه چې د خپلو نعرو په ضد نعرې وهي، بلکې غواړي چې دا له نظره لوېدلې مسأله یو ځل بیا د سیاست په سټېج راښکاره کړي او د پاکستان د حکومت او د افغانستان د ملي ګرا ګوندونو ترمینځ اوبه داسې خړې کړي چې بیا دوی په دې خړو اوبو کې د خپل مقصد کبان ونیسي.
خو د دوی دا کوښښونه نتیجه نه ورکوي، ځکه چې اوس د پښتونستان مسأله د نویو پېښو او لویو طوفانونو په دوړو کې پټه پرېوتلې ده. تردې چې اوس هېڅوک نه وایي چې دا مسأله چا راپورته کړې وه، ظاهرشاه اعلان وکړ، چې د پښتونستان مسأله داوود خان راپورته کړې وه، د داوود خان د انقلابي کونسل د مرکزي کمېتې غړی سرور نورستانی وایي چې دا مسأله د افغانستان حکومت نه وه راپورته کړې او هسې یې د روسانو د خوشحالولو دپاره د دیپلوماسۍ په توګه شاربله؛ خو د دې برعکس عبدالغفار خان په خپله یوه وروستۍ وینا کې و ویل چې د پښتونستان مسأله هغه نه بلکې د افغانستان حکومت را پیدا کړې وه.
لوستونکي او اورېدونکي چې دې خبرو ته وګوري نو ټول حیران شي، چې دا د پښتونستان مسأله نو چا د ګوډي نه رایستلې وه؟ خو څوک چې د حقایقو نه خبر دي، پوهېږي چې دا موضوع چا د څه ډول مقاصدو دپاره را برسېره کړې وه.
Leave a Reply
Your email address will not be published. Required fields are marked *
- Wednesday, 16 December 2015 5:57
- خپرونکی: تاند
- تبصره ولیکئ
- Category: خاطرې
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com