((خوشحال خان خټک د مغل شهنشاه نور الدين جهانګير په عهد کښې په کال ١٠٢٢ هجري قمري د دوېمې خور په مياشت کښې د پېښور نه ٣٥ ميله نمرخاتۀ ته په سرائې اکوړي کې چې د لنډي سيند په سهېلي غاړه پروت دے، وزېږېدو. هغه وخت ئې د پلار شهباز خان عمر ٢٢ کاله وو. شهباز خان د خټک قبيلې خان او د مغليه حکومت منصبدار وۀ. دغه حېثيت شهباز خان ته له خپل نيکۀ ملک اکوړي او پلار يحيٰي خان نه په ميراث کښې رسېدلے وۀ. ملک اکوړي د مغل شهنشاه جلال الدين اکبر په عهد کښې اقتدار بياموندلے وۀ. اکبر باچا په ٩٨٩ هجري قمري کښې ملک اکوړي ته د خېر اباد نه تر نوښاره پورې علاقه په جاګير کښې ورکړې وه. د مال موېشي په تګ راتګ ئې د محصول وصولولو اختيار ورکړے وۀ او د باچائي لارې ساتنه ئې هم دۀ ته سپارلې وه. سرائې اکوړے کلے هم ملک اکوړي اباد کړے وۀ. د خټکو دوه لويې څانګې تري او بولاق دي. اکوړے تري خټک وۀ.
يو طرف ته د خټکو او بل طرف ته د يوسفزو او مندڼو په منځ کښې سخته دښمني وه. د دې عداوت يوه وجه خو دا وه چې خټک چې له سهېله قطب طرف ته خوارۀ شول نو د يوسفزو په علاقه کښې هم ورننوتل او بل سبب د دښمنۍ د يوسفزو د مغليه حکومت سره مخالفت او د خټکو وفاداري وه. د دې دښمنۍ په سبب به خټک يوسفزي اکثر يو تر بله جنګېدل. په ١٠٣٥ هجري قمري کښې چې خوشحال خان لا د ديارلسو کالو وۀ بهاکو خان يوسفزي لښکر ټول کړو او د بولاقو خټکو په کلو ئې چپاوونه وکړل او نقصان ئې ورته ورسولو. شهباز خان هم د لږ لښکر سره چې خوشحال خان خټک هم پکښې وۀ، د يوسفزو مقابلې ته ورغے او د سرائې اکوړي نه قريباً پينځۀ ميله سهېل نمرخاتۀ ته د لنډي سيند په خوا کښې جهانګيري کلي سره د خټکو او يوسفزو جنګونه وشو. وړومبے خو خټک بر وو خو اخر يوسفزو زور وکړو او خټک ئې مات کړل.
په ١٠٥٠ هجري قمري کښې اکاخېلو چې د يوسفزو د کمال زي تپې خلق دي، د ماليې ورکولو نه انکار وکړو. د رمضان په اواخر کښې شهباز خان په دوي حمله وکړه. خوشحال خان هم ورسره وۀ. د بلړ د کندې په خوا کښې د مردان په ضلع کښې طورو او مايارو ته نزدې د خټکو او يوسفزو جنګ وشو. شهباز خان په لوېږنده په غشي ولګېدو. تربور ساقي بېګ ئې ومړ او خوشحال خان هم په غشي داسې ولګېد چې توبرے د پښې په هډوکي کښې ونښت. د خټکو ډېر زيات ځاني نقصان وشۀ او لکه چې د تاريخ مرصع مؤلف افضل خان وائي داسې خټک سور نۀ وۀ چې بې پرهره کور ته راغلے وي. خټک په ماتې ستون شول. د خوشحال خان له پښې توبرے په امبور ووېستے شو. شهباز خان پس له پينځو ورځو د پنځوسو کالو په عمر کښې د زيارت په ورځ په پينځم تاريخ د شوال ١٠٥٠ هجري قمري په حق ورسېد.
د خوشحال خان نه علاوه د شهباز خان درې زامن نور هم وو. جمېل بېګ د خوشحال خان سکه ورور وۀ او شمشېر خان او ميرباز خان چې د دوو ښځو نه وو. هر کله چې خوشحال خان له ټولو مشر وۀ نو د اولس په دود په مشرۍ وټاکلے شو. کله چې د خوشحال خان پښه له څلوېښتو ورځو نه پس ښه شوه، نو دوه درې ورځې وړومبے ئې ښکار وکړو او بيا د شېخ رحمکار کاکا صاحب د ملاقات دپاره د هغوي کلي ته لاړو او په هغوي ئې د ځان دپاره د خدائے پاک په دربار کښې دعا وکړه او له هغه ځايه خپل کلي ته راغے. لښکر ئې راغونډ کړو او د يوسفزو په علاقه ئې چپاو وکړو. د اکاخېلو کلے غالباً مايارو ته ئې اور پورې کړو او خواوشا کښې ئې دوه درې نور کلي هم وسوځول. پس له ډېر مرګ ژوبلې نه مازيګر مال د خپل کلي لور ته روان شو. خو دا وختې د خواوشا کمالزي او امازي وغېره چې قريباً شپږ زره کسان وو د خپلو عزيزانو او ګاونډيانو امداد ته راورسېدل او خټکو پسې روان شو. خټکو چې دوي وليدل نو هغوي هم مقابلې ته راوګرځېدل او هم په هغه ځائے چې وړومبے جنګ شوے وۀ، د فريقېنو مقابله وشوه. خټکو برے وکړو او يوسفزي مات شو. دغسې خوشحال خان د پلار بدل واخست او کور ته کامياب راغے.
په دې دوران کښې د شاهجهان بادشاه فرمان هم خوشحال خان ته راورسېدو، چې د پلار شهباز خان ځائے خوشحال خان ته ورکړے شو. د دې واقعې نه لږه موده پس خوشحال خان د بادشاهي خدمت دپاره په يو لوئے مهم کښې شامل شو. په مشرقي پنجاب کښې د کانګړې د دامن کوه فوځدار او مؤ او پېتهان زميندار راجه جګت سنګ د سرکوبۍ دپاره په اوولسم تاريخ د درېمې خور ١٠٥١ هجري قمري ولېږل. په مؤ نور پور او تارا ګړ چې د راجه جګت سنګ قلاګانې وې، سخت جنګونه وشو. د مؤ او نور پور د تسخير نه پس د تارا ګړ په محاذ خوشحال خان هم سره د دوه زره اولسي لښکره بادشاهي فوج سره شامل شو او د بهادر خان داؤدزي او مير عبدالهادي المخاطب په اصالت خان ماتحت ئې د تارا ګړ په تسخير کښې ډېره مړانه او قابل قدر خدمات وکړل. د دې خدمت په بدل کښې خوشحال خان ته خلعت ورکړے شو او منصب ئې زيات کړے شو. په دې مهم کښې خوشحال خان د اصالت خان په ذريعه شامل شوے وۀ.
په ١٠٥٢ هجري قمري کښې خوشحال خان په رېسۍ کښې چې د کواټ د خټکو شمالي علاقه کښې واقع ده مشر بادشاه زاده داراشکوه سره چې د ايرانيانو مقابلې ته روان وۀ، ملاقات وکړو نو د دولت بېګ قاقشال او مرزا خان کواټي په لمسون بادشاه زاده محال تري بولاق د هغۀ له انعامه ووېستل.
د دې نه پس د خوشحال خان لوئے بادشاهي خدمت د بلخ او بدخشان په مهم کښې شموليت وۀ. په دې مهم کښې هم وړومبے په کال ١٠٥٥ هجري قمري کښې خوشحال خان د اصالت خان ماتحت کار وکړو او بيا چې په ذوالحجه ١٠٥٥ هجري قمري کښې بادشاه د کشر شهزاده مراد بخش ماتحت يو لوئے فوج دې مهم دپاره روان کړو چې دا فوج پېښور ته راورسېد نو خوشحال خان هم پکښې شامل شو او د دې مهم په دوران کښې د بهادر خان داؤدزي او اصالت خان ماتحت ئې تر څلورمې خور ١٠٥٦ هجري قمري پورې ډېر قابل قدر خدمتونه وکړل.
په کال ١٠٥٩ هجري قمري کښې چې شاهجهان بادشاه د قندهار د مهم د انتظام دپاره کابل ته تللو او له اباسين نه پورې وتو. نو خوشحال خان ئې استقبال وکړو او تر ډکې پورې ورسره لاړو. بيا کابل کښې هم حاضر شو او هلته ورته بادشاه د يوسفزو د ملک انتظام وسپارلو. خوشحال خان د يوسفزو د ملک ډېر ښۀ بندوبست وکړو خو څۀ موده پس د مشر شهزاده داراشکوه په وېنا چې هغه د بهاکو خان طرفدار وۀ، بادشاه دغه علاقه له خوشحال خان نه واخسته.
په کال ١٠٦٣ او ١٠٦٤ هجري قمري کښې د خوشحال خان بنګښو سره جنګونه وشو ځکه چې سردار شېر محمد خان بنګښ غوښتل چې محال تري بولاق د بادشاه نه واخلي. شېر محمد خان په درې زره روپۍ کال د دې محال سودا مرزا مغل سره وکړه. خوشحال خان او د تري بولاق عالمو سره جرګه وکړه او په دې فېصله وشوه چې خوشحال خان دې د خپلې کورنۍ څوک سړے راولېږي، د محال تري بولاق خلق به ئې مرسته کوي. خوشحال خان خپل ترۀ ښادي خان سره د څو سورو ورولېږلو. د تري بولاق خلقو ورسره ملا وتړله. د انګو په ټاپي جنګ وشو. د شېر محمد خان عزيز بائي خان او نور يو څو کسان د بنګښو ومړل او ماتې ئې وکړه. شېر محمد خان بيا د جنګ تيارے وکړو او خوشحال خان خپل مشر ترۀ بهادر خان او خپل مشر زوے اشرف خان سره د يو لښکره مقابلې ته ورولېږل. د جنګ په شروع کښې د شېر محمد ترۀ چې د هغۀ نامه هم بهادر خان وه، په ټوپک ومړ او دا جنګ خټکو وګټلو. له دې نه پس ښادي خان کواټ نه قريباً نولس ميله نمر خاتۀ څۀ خو سهېل ته د غورزيو ټول سره د بنګښو يو لوئے لښکر مات کړو. درې سوه بنګښ مړۀ شول او ډېر مال ئې اولجه شو.
د دې واقعاتو نه پس وړومبے د دې نه چې مونږ د اورنګزېب عالمګير واقعاتو ته ورشو، غوره به دا وي چې د شاه جهان او خوشحال خان د تعلقاتو مختصره غوندې جائزه واخلو. د خوشحال خان خټک د ډېرو نظمونو نه دا قياس کېدے شي چې شاه جهان خوشحال بابا ته ډېر په دروند نظر کتل، د هغۀ د خدماتو قدر ئې کولو او د خوشحال خان په زړۀ کښې هم د خپل بادشاه دپاره قدر وۀ. دې نه دا قياس کېدے شي چې د شاهجهان پاليسي د پښتنو په حقله ډېره ښه وه. خو غوره به دا وي چې د دې نظمونو په بنا مونږه څۀ نتيجې اخذ کولو کښې د تادۍ نه کار وانۀ خلو. دا نظمونه اکثر د دې قسم دي چې د خوشحال خان او د اورنګزېب په منځ کښې د ناچاقۍ پېدا کېدو نه وروستو ليکلي شوي دي. چې څو پورې د خوشحال خان تعلق دے نو دې کښې شک نشته چې هغۀ د بادشاه په اخلاص خدمت کولو او بادشاه هم د خپلو سياسي اغراضو دپاره او خاص طور سره د خټکو د يوسفزو برخلاف د استعمالولو په خيال او څۀ لږ ډېر د يو ملازم د حوصله افزايۍ دپاره هم د خوشحال خان قدر کولو او وخت په وخت به ئې د دۀ په منصب او مواجب کښې اضافې کولې خو د دې نه دا خيال کول چې خوشحال خان يو ډېر لوئے سرکاري عهدېدار وۀ او مغلي دربار کښې ئې ډېر اقتدار حاصل کړے وۀ او د شاهجهان خاص مقرب وۀ صحيح نۀ دے. د شاهجهان د عهد د منصبدارانو فهرست کۀ وکتے شي نو راته به معلومه شي چې خوشحال خان او د هغۀ پلار شهباز خان په فهرستي منصبدارانو کښې د ټولو نه د کمې پايې يعني پنج صدي منصب هم نۀ لرلو. د فهرستي منصبدارانو نه زما مراد هغه منصب داران دي چې د کومو فهرست د عهد شاهجهاني سرکاري تاريخ د ملا عبدالحميد لاهوري بادشاه نامه کښې يا د ملا محمد صالح کمبوه غېر سرکاري تاريخ عمل صالح کښې ورکړے دے. بادشاه نامه او عمل صالح کښې د شهباز خان د نوم د دوو منصبدارانو نامې دي. يو شهباز خان چې د چا نامه په بادشاه نامه او عمل صالح کښې راغلې ده سه هزاري منصبدار وۀ. دا سړے شېر خان المخاطب به شهباز خان روهيله دے. چې هندوستانے پښتون وۀ. بل شهباز خان افغان پانصدي منصبدار وۀ چې صرف په عمل صالح کښې ذکر دے. هر کله چې د دۀ نامه په بادشاه نامه کښې نۀ په دور اول کښې او نۀ په دوېم دور کښې راځي نو ښکاره شوه چې دا د درېمې دورې منصبدار دے. په عمل صالح کښې ئې نومونه د دورونو په لحاظ نۀ دي ورکړي نو هر کله چې شهباز خان خټک د عهد شاهجهاني په دوېمه عشره کښې مړ وۀ، نو دا شهباز خان هم څوک بل سړے دے. په پښتنو کښې کۀ مونږ ته څوک لوئے منصبداران ښکاري نو دا ټول هندوستاني پښتانۀ وو. د خوشحال خان کۀ څۀ زور وۀ نو هغه د پښتونولۍ زور وۀ. د هغې زور انحصار د هغۀ په اولس باندې وۀ او هم دغه زور شاهجهان د خپلو ملکي اغراضو دپاره استعمالولو. څو پورې چې د پښتنو په حقله د شاهجهان د پاليسۍ تعلق دے نو دا هم هغه شان پښتون کُشه وۀ لکه د هغۀ د پېشروانو پاليسي. بلکې د تاريخ مرصع مؤلف افضل خان خو په واضحو الفاظو کښې د پښتنو په حقله د شاهجهان د پاليسۍ مذمت کړے دے او وئيلي ئې دي چې د شاهجهان په زمانه کښې په پښتنو ډېره سختي وه. چې تر کومه پورې د خوشحال خان د مغلو دپاره يوسفزو سره د جنګونو تعلق دے نو دا ښکاره ده چې د خټکو او يوسفزو ميرڅي وه او د خوشحال خان دپاره خو دې ميرڅۍ زيات سخت شکل اختيار کړو. ولې چې د هغۀ پلار پکښې هم سر وخوړو او خوشحال خان د انتقام له کبله هم يوسفزو سره ډېر مرګ ژوبله وکړه او هغه په خپل کلام کښې لکه د يو صاف ګو سړي دا مني هم. خو سره د دې هغه د پلار نيکونو له وخته د مغلو نمک خوار او ملازم وۀ. د جاګيردارۍ د نظام پېداوار او په جاګيردارانه ماحول کښې لوئے شوے وۀ او د هغوي په نظر کښې ئې هم ځان اوچتول غوښتل. چې کان په کان د چا خدمت ګزار وۀ نو چې هغۀ يوسفزو سره جنګونه کول نو علاوه د يوسفزو سره د دشمنۍ تر سره کولو د هغۀ دا مراد هم وۀ چې مغلو سره اخلاص وکړي. د هغوي د مالګې حق په ځائے کړي او ځان هغوي ته ګران او دروند کړي لکه چې په خپل کلام کښې وائي چې د شاهجهان د دلنشين کېدو دپاره ما حق ناحق د مسلمانانو ډېر خونونه وکړل. دا نظم د شاهجهان په عهد کښې ليکلے شوے دے. دلته به دا ښئيل مناسب وي چې په يوسفزو کښې د خوشحال خان ځنې دوستان هم وو او خپلولي ئې هم وه او د ملو خان يوسفزي لُور سره ئې چې وادۀ کولو نو سخرانې ته دې دپاره نۀ وۀ تلے چې هغه نوکر وۀ او يوسفزي روګردان وۀ خو بيا هم اګر چې يقين سره نۀ شو وئيلے د دې خبرې د قياس کولو ګنجائش شته چې ووايو چې د شاهجهان په زړۀ کښې څۀ شک وۀ چې خوشحال خان يوسفزو سره جنګونه محض د ذاتيانو په بنا کوي. ځکه چې په کال ١٠٥٩ هجري قمري کښې چې شاهجهان قندهار ته تللو او خوشحال خان ئې په لاره کښې استقبال کړے وۀ، نو شاهجهان په نورو تپوسونو کښې يو تپوس دا هم د دۀ نه کړے وۀ چې تۀ ولې د يوسفزو سره جنګونه کوې؟ خوشحال خان ورته ووې چې د بادشاه د دولت خواهۍ په سبب.
اميد دے چې دا څۀ ووئيل شو د دې نه به د شاهجهان په عهد کښې د شهباز خان او خوشحال خان حېثيت او د پښتنو حالت او د هغې نه د وړومبنو حالاتو او واقعاتو د نوعيت او کېفيت يوه خاکه د ښاغلو لوستونکو په ذهنونو کښې جوړه شوې وې. د دې نه پس به مونږ د اورنګزېب عالمګير عهد ته ورتېر شو.
په اوومه ذوالحجه کال ١٠٦٧ هجري قمري شاهجهان د وړو بولو د بندېدو په مرض اخته کېدو په وجه د سلطنت د کار روزګار نه عاجزه شو او نتيجه دا شوه چې د دۀ په زامنو کښې د تخت او تاج دپاره جنګ ونښتو. مشر شهزاده دارا شکوه او دوېم شهزاده شجاع ځان ځان له وو او درېم او څلورم شهزادګان يعني اورنګزېب او مراد بخش سره ملګري وو. په دې جنګ کښې اورنګزېب کامياب شو. پلار ئې چې د دارا شکوه طرفدار وۀ قېد کړو. دارا ئې ووژلو، شجاع ئې ورک کړو، مراد سره هم اورنګزېب وران شو. وړومبے ئې بندي کړو او څو کاله پس ئې مړ کړو. د اورنګزېب تخت نشيني او جانشيني په وړومبۍ ذيقعده ١٠٦٨ هجري قمري کښې وشوه او دوېم جلوس ئې په ډېر شان و شوکت په څلېريشتم رمضان ١٠٦٩ هجري قمري کښې وشو او د ابو المظفر محي الدين محمد اورنګزېب عالمګير بادشاه غازي القاب ئې اختيار کړل. د جنګ تخت نشينۍ په دوران کښې خوشحال خان چې له دارا شکوه نه خفه وۀ، د اورنګزېب امداد ئې په پښتونخوا کښې وکړو. خپل ترۀ فېروز خان ئې د بهاکو خان د مقابلې دپاره چې د دارا ملګرے وۀ ولېږلو. فېروز خان بهاکو خان له شکست ورکړو. د بهاکو خان ورور سېد خان په جنګ کښې مړ شو او بهاکو خان په خپله ژوبل شو. دې نه پس نورو باغي يوسفزو سره هم مقابلې وشوې. د هغوي سرکوبي وکړې شوه. په کال ١٠٧٠ هجري قمري کښې خوشحال خان د تيراه په مهم لاړو او څۀ موده پس چې د باغيانو سرکوبي وشوه، نو خپلې علاقې ته واپس راغلو او بيا يوسفزو سره په جنګ جګړو ولګېدو او د هغوي برخلاف ئې ښې کاميابۍ حاصلې کړې. دغسې په پښتونخوا کښې هم د نوې حکومت د وقار قائمولو دپاره خوشحال خان ښۀ کار او خدمت وکړو.
په ١٠٧٤ هجري قمري کښې مير خوافي المخاطب به سېد امير خان (چې مخکښې به مونږ سېد امير خان خوافي ليکو) چې د کابل صوبه دار وۀ، د بادشاه سره وليدل او ورته ئې ووې چې څو پورې چې بعضې زمينداران ګرفتار او بند شوي نۀ وي نو تر هغه وخته پورې دې د راهدارۍ د باج د ممانعت د احکامو نفاذ نۀ شي کېدے. د دې غشي نخښه په اصل کښې خوشحال خان وۀ. په دوېم جلوس (د رمضان ١٠٦٩ هجري قمري، رمضان ١٠٧٠ هجري قمري) کښې بادشاه د غلې او نورو اجناسو د راهدارۍ د معافۍ حکم کړے وۀ.
دې حکم سره عوامو ته ډېره فائده رسېدلې وه او سرکاري آمدن کښې د ٢٥ لکو روپے کمے راغلے وۀ او لکه چې ښکاره ده د دې حکم اثر د زميندارانو (خانانو) او جاګيردارانو په آمدن هم پرېوتو. خو د دې خبرې هيڅ قسم شهادت نشته چې د دې حکم د نفاذ نه پس خوشحال خان د څۀ قسم د سرکشۍ يا نافرمانۍ اظهار کړے وي. بلکې هم هغسې د حکومت مخالفانو سره به ئې جنګونه کول. خبره دا وه چې دا چل سېد امير خوافي د خپل نائب ميرزا عبدالرحيم (چې پېښور کښې وۀ) او د خوشحال خان ترونو بهادر خان او فېروز خان سره د سازش په سبب جوړ کړے وۀ. مرزا عبدالرحيم، سېد امير خوافي ته وئيلي وو چې تر څو پورې تۀ يو څو لوئي لوئي سړي بنديان نۀ کړې، تر هغې ستا د صوبه دارۍ نقش نۀ شي کښېناستې او د خوشحال خان ترونو ورسره پنځوس زره روپۍ کړې وې. سېد امير خان بادشاه ته مبهمه او مجمله وېنا کړې وه. نۀ ئې ورته د چا خاص سړي نامه اخستې وه او نۀ ئې د چا د ګرفتارۍ اجازت اخستے وۀ. خو ورته ئې ووې چې د راهدارۍ د باج ممانعت د احکامو د نافذ کولو دپاره د زبردستۍ د عمل ضرورت دے او چې بادشاه ورته د دې اجازت ورکړو نو پېښور ته راغے او خوشحال خان ئې د صلاح مشورې په بهانه راوغوښتو. د څلورمې خور ١٠٧٤ هجري قمري په وسط کښې د جمعې ورځ وه، خان سحر وختي پاڅېد او چې مونځ ئې وکړو نو جمدر تر ملا په ((سيلۍ)) اس سور د پېښـور په لور روان شو. د نمر خاتۀ سره نوښار او ماسپښين پېښور ته ورسېدو او مغل ته ئې جواب واستولو چې زۀ راغلم په ما کۀ څه خدمت وي وايه. جواب راغلو چې سبا په دربار کښې ځان حاضر کړه. درې ورځې تېرې شوې خو دربار ونۀ شو اخر د صوبه دار پېشکار د ګجرات شېخ خوشحال خان ته جواب وکړو چې ما له د مشورې دپاره راشه چې خوشحال خان ورغے نو دې ئې ګرفتار کړو او پنج سېري بېړۍ ئې ورته په پښو کړې. د خوشحال خان ترونو د صوبه دار نه خلعتونه واخستل، خټک د دوي وژلو ته جوړ شو خو خوشحال خان منع کړل. د خوشحال خان په قېد کښې چې کومو کسانو حصه اخستې وه، د هغو ذکر دے په خپلو نظمونو کښې ځائے په ځائے کوي. خو د ((ن)) په پټۍ کښې ((غزلياتو)) په يو نظم کښې هغه ټول کسان په ډېر خوندناکه طريقه ښئيلي شوي دي چا چې د دۀ په ګرفتارولو او قېدولو په سازش کښې حصه اخستې وه. يو خيالي ټوپک ئې جوړ کړے دے او دا کسان ئې د دې ټوپک حصې او څوک ئې د ټوپک د ډکېدو او چلېدو سامان بللي دي. په دې نم کښې فېروز خان ته طنزاً بدروز وئيلي شوي دي. خوشحال خان دوه مياشتې په پېښور کښې وساتلے شو او چې د صوبه دار د پنځوسو زرو روپو مطالبه ئې رد کړه نو د هندوستان په لوري روان کړے شو. خان په وسط د رمضان ١٠٧٤ هجري قمري کښې ډيلي ته ورسېد. هلته د دۀ ورور ميرباز خان، تربور باقي خان او زوے سعادت خان رسېدلي وو او محمد امين خان مير بخشي چې د اورنګزېب خاص مقرب او ډېر لوئے منصبدار وۀ سره ئې ليدلي وو. محمد امين خان او د خوشحال خان د زوړ افسر اصالت خان ورارۀ يعني مير ميران الماخاطب به امير خان ((زوے د خليل الله خان)) د خوشحال خان د خلاصي ډېر کوشش وکړو. خو خوشحال خان ازاد نۀ کړے شو او مير باز خان، باقي خان او سعادت خان وطن ته واپس شو. بادشاه حکم کړے وۀ چې د خوشحال خان بال بچ دې يرغمال کړے شي او ډيلي ته دې راوستے شي. د دې دپاره د خوشحال خان اهل و عيال د يوسفزو په علاقه کښې وړومبے سيکرۍ او بيا سنګاوو ته لاړل. دا دواړه د مردان په ضلع او تحصيل کښې ديز خوشحال خان د قېد تقريباً دوه نيم کاله په ډيلي او د جېپور په رياست کښې د رنتمبور په کوټ کښې تېر کړل. په پنځم تاريخ د ذيقعدې د رنتمبور د کوټ نه راووېستے شو او بيا اګرې ته راوستے شو او هلته له قېده ازاد کړے شو خو د خوشحال خان د غم شپې ورځې لا خلاصې نۀ وې. خوشحال خان ته وطن ته د راتلو اجازه ور نۀ کړې شوه او هندوستان کښې نظربند وساتلے شو. د دې مصيبت ورځې لا خلاصې نۀ وې د هغې ايامو د تکليفونو ذکر ئې د ((ي)) د پټۍ په يوه قصيده کښې کړے دے چې په څلورم تاريخ د رجب ١٠٧٧ هجري قمري کښې ئې په ډيلي کښې ليکلې وه.
خوشحال خان د قېد او نظربندۍ په دوران کښې ډېر نظمونه ليکلي وو چې کۀ يو خوا ته ئې پکښې د خپلو مصيبتونو ذکر کړے دے او د خوږ وطن او خپلو خپلوانو په بېلتون کښې ئې زړۀ سوځوونکې نارې سورې وهلې دي نو ورسره دې نظمونو کښې مونږ ته د انتقام د اور سکروټې هم ښکاري. د دې قسمه نظمونو نه مونږ لاندې يو څو شعرونه نقل کوو:
چې سړې اوبۀ د غرۀ نشته په هند کښې
ترې توبه کۀ واړه ډک دے له نعيمه
همېشه به په هند نۀ اوسې خوشحاله
عاقبت به عاصي ووځي له جحيمه
پښتنې جونه دې زلفې باد ته نيسي
چې شمال ئې بوئ راوړي په رنتمبور کښې
چې شمال ئې بوئ راوړي په رنتمبور کښې
او په يوه قطعه کښې چې د خلاصي نه پس ئې په اګره کښې ليکلې ده وائي:
يا خواه نا خواه منصب دے
يا يو کُنج په لاس کتاب
يا ژغ د سپينې تورې
کوهستان مرجع مآب
يا خواه نا خواه منصب دے
يا يو کُنج په لاس کتاب
يا ژغ د سپينې تورې
کوهستان مرجع مآب
په يوه بله قطعه کښې وائي:
پس له بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
پس له بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولے مخ مکې ته
يا مغلو سره رزم
يا يو کُنج د غرۀ نيولے
مونځ روژه د لوستو بزم
يا مغلو سره رزم
يا يو کُنج د غرۀ نيولے
مونځ روژه د لوستو بزم
چې ګرفتار هندوستان ته تلو او په لاهور تېرېدو نو د هغه وخت د ليکلې يوې قصيدې يو شعر ئې دا دے:
مرګه هومره مهلت راکړې په جهان کښې
چې جمدر د مدعي په وينو سور کړم
مرګه هومره مهلت راکړې په جهان کښې
چې جمدر د مدعي په وينو سور کړم
اخر د مصيبت او غم د قېد او بند او نظربندۍ شپې ورځې ختمې شوې او بادشاه د مرزا لهراسپ المخاطب به مهابت خان ته چې د کابل صوبه دار مقرر شوے وۀ سره خوشحال خان خپل وطن ته د راتلو اجازت ورکړو. او دغسې په ١٠٧٩ هجري قمري کال خپل وطن ته راغلو.
د خوشحال خان د نظربندۍ په زمانه کښې د ١٠٧٧ هجري قمري په اواخر کښې يوسفزو بغاوت کړے وۀ او اګر کۀ د څو مياشتو د جنګ جګړو نه پس يوسفزي بې وسه شوي وو او بغاوت رفع شوے وۀ خو بيا هم حکومت دا ګڼل چې يوسفزو سره سختي او د هغوي برخلاف احتياطي تدابير اختيار کړي. مهابت خان چې پښتونخوا ته راورسېدو نو هغۀ د بادشاه د حکم مطابق د يوسفزو په علاقه کښې په لنګر کوټ (چې اوس ورته امازو ګړۍ) وائي) کښې د قلا جوړولو اراده وکړه. خوشحال خان ته ئې هزراي منصب او د يوسفزو د علاقې سرداري وړاندې کړه او د حکومت سره د تعاون دپاره ئې ورته ووې. خوشحال خان مهابت خان ته د قلا نۀ جوړولو مشوره ورکړه او د يوسفزو سره د خپلې قديمې دشمنۍ او سره د دې د هغۀ د قېد په دوران کښې هغۀ سره د يوسفزو د احسان ذکر وکړو او د يوسفزو برخلاف ئې په هيڅ قسمه کارروايۍ کښې د برخې اخستو نه صفا انکار وکړو. اګر کۀ خوشحال خان خو د حکومت ملګرتيا ونۀ کړه خو دا قلا جوړه شوه. خوشحال خان په خپل يو نظم کښې چې د دې واقعاتو نه ډېره موده پس ئې ليکلے دے وائي:
لنګر کوټ مغلو ساز کړو
زۀ په ننګ بيا د افغان شوم
کۀ يوسف وۀ کۀ مندڼ وۀ
زۀ د دواړو نګهبان شوم
د خوشحال خان د نظربندۍ په زمانه کښې د ١٠٧٧ هجري قمري په اواخر کښې يوسفزو بغاوت کړے وۀ او اګر کۀ د څو مياشتو د جنګ جګړو نه پس يوسفزي بې وسه شوي وو او بغاوت رفع شوے وۀ خو بيا هم حکومت دا ګڼل چې يوسفزو سره سختي او د هغوي برخلاف احتياطي تدابير اختيار کړي. مهابت خان چې پښتونخوا ته راورسېدو نو هغۀ د بادشاه د حکم مطابق د يوسفزو په علاقه کښې په لنګر کوټ (چې اوس ورته امازو ګړۍ) وائي) کښې د قلا جوړولو اراده وکړه. خوشحال خان ته ئې هزراي منصب او د يوسفزو د علاقې سرداري وړاندې کړه او د حکومت سره د تعاون دپاره ئې ورته ووې. خوشحال خان مهابت خان ته د قلا نۀ جوړولو مشوره ورکړه او د يوسفزو سره د خپلې قديمې دشمنۍ او سره د دې د هغۀ د قېد په دوران کښې هغۀ سره د يوسفزو د احسان ذکر وکړو او د يوسفزو برخلاف ئې په هيڅ قسمه کارروايۍ کښې د برخې اخستو نه صفا انکار وکړو. اګر کۀ خوشحال خان خو د حکومت ملګرتيا ونۀ کړه خو دا قلا جوړه شوه. خوشحال خان په خپل يو نظم کښې چې د دې واقعاتو نه ډېره موده پس ئې ليکلے دے وائي:
لنګر کوټ مغلو ساز کړو
زۀ په ننګ بيا د افغان شوم
کۀ يوسف وۀ کۀ مندڼ وۀ
زۀ د دواړو نګهبان شوم
اګر کۀ د خوشحال خان زړۀ مغلو ته د غصې او تاؤ نه ډک وۀ خو هغۀ بيا هم د مغلو برخلاف لا څۀ عملي اقدام نۀ وۀ کړے خو د مغلو ملازمت ئې هم نۀ کولو. په دې دوران کښې محمد امين خان د کابل صوبه دار مقرر شو. د محمد امين خان د صوبه دارۍ په دوران کښې په پښتونخوا کښې د يو زبردست شورش آغاز وشو. د يوې صافۍ جينۍ سرکاري سپايانو بې عزتي وکړه. صافيانو هغه سپايان ووژل او د موقعې نه وتښتېدل. د کونړ فوجدار حسېن بېګ خان په صافيانو حمله وکړه خو شکست ئې وخوړو او محمد امين خان په پېښور کښې وۀ. هغه چې له دې واقعاتو نه خبر شو نو په ځائے د دې چې د پښتنو په مظلوميت ئې غور کړے وې، هغوي ته ډېر په سوخت شو. دغه وخت ژمے تېر شوے وۀ او کابل ته د کوچ وخت وۀ. محمد امين خان سره د يو لوئي لښکره چې پښتانۀ هم پکښې سره د خوشحال خان او د مومندو د ارباب مستجاب خان شامل وو، کابل ته کوچ وکړو. هرکله چې محمد امين خان د خوشحال خان محسن وۀ او د خوشحال خان د قېد نه په خلاصي کښې د هغۀ ډېر لاس وۀ، د هغې له خاطره خوشحال خان په دې لښکر کښې شامل شوے وۀ. په جمرود کښې محمد امين خان پښتنو مشرانو سره مصلحت وکړو. خوشحال خان کوشش وکړو چې محمد امين خان پښتنو سره له جنګه منع کړي. محمد امين خان چې وليدل چې خوشحال خان د خپل قام سره همدردي لري، نو د خپل احسان پېغور ئې ورکړو. لکه چې ښکاره ده پښتون پېغور ته او بيا خصوصاً د محسن پېغور ته ټينګ نۀ دے. نو محمد امين خان ته ئې ووې چې د نواب دغه خيال دے نو زۀ به له ټولو نه وړاندې ځم. چې بادشاهي لښکر لنډي خانې ته ورسېدو نو هلته ايمل خان د کمان لاندې د پښتنو لښکر چې پکښې مومند، شنواري او اپريدي وو، د مغلو د مقابلې دپاره ولاړ وو. زورور جنګ وشو. مغلو او بادشاهي لښکر کښې چې څومره پښتانۀ وو هغوي کښې خوشحال خان هم ښۀ کوشش د مغلو دپاره وکړو خو پښتنو فتح حاصله کړه. محمد امين خان يو څو پښتنو جمعدارانو سره د علي مسجد په لار پېښور ته راغے او نور لښکر چې خوشحال خان هم پکښې وۀ د تاترې په لار واپس شو. په تاتره کښې پښتنو يوه بله حمله په بادشاهي لښکر وکړه او ډېر ئې برباد کړل. په دې دوو جنګونو کښې د مغلو بې شمېره مالي او ځاني نقصان وشو. د محمد امين خان ښځه قتل شوه، زوے مرزا عبدالله او اوښے مرزا سلطان کربلائي هم ووژلي شو. وړه لور، خور او مور ئې په بند شولې. چې بيا په روپو راخلاصې کړې شوې. د خېبر دا عظيمه حادثه په دوېم د محرم ١٠٨٣ هجري قمري واقع شوه. په دې جنګ کښې خوشحال خان د پښتنو په مقابله کښې د خپل يو محسن له خاطره شامل شوے وۀ او چې شامل شو نو ښۀ په کلکه ئې جنګ وکړو. ګني د هغۀ همدردي خو د پښتنو سره وه او دا ئې غوښتل چې دا جنګ ونۀ شي. د دې جنګ نه زر پس خوشحال خان يوه قصيده ليکلې ده چې مطلع ئې دا ده او په قصيدو کښې د ((ر)) په پټۍ کښې درج ده:
چې دانا تر نادان لا وژني بتر
مګر نۀ دے دا ژوندون څۀ معتبر
چې دانا تر نادان لا وژني بتر
مګر نۀ دے دا ژوندون څۀ معتبر
په دې قصيده کښې يو طرف ته د محمد امين خان او د هغۀ د اهل و عيال په تباهۍ په ډېره دردناکه طريقه افسوس شوے دے او ورسره د پښتنو د فتحې ذکر هم کوي چې هسې نه غافل شي. خوشحال خان ته کۀ د محمد امين خان په بربادۍ افسوس وۀ نو ورسره د مغل په تباهۍ د اورنګزېب وقار ته په صدمې رسېدو او د پښتون په کاميابۍ خوشحالي هم وه او دغه خوشحالي د دې قصيدې او د ځنو نورو اشعارو د لب و لهجې نه هم ښکاره ده.
د محمد امين خان په ځائے بادشاه مهابت خان د کابل صوبه دار مقرر کړو. مهابت خان ډېر کوشش وکړو چې خوشحال خان مغلو سره ملګرتيا وکړي خو په دې ئې آماده نۀ کړے شو. اګر کۀ خوشحال خان مصممه اراده کړې وه چې اوس به د مغل نوکري نۀ کوي خو بيا هم د ځنو وجوهاتو له کبله د مغلو برخلاف د عملي قدم اوچتولو فېصله ئې لا نۀ وه کړې او دغه خيال ئې وۀ چې خپل وخت به تېروي لکه چې د يو غزل په مطلع کښې وائي:
د فساد فکر مې نشته خدائے حاضر دے
خپل ساعت به تېروم عمر اخر دے
د محمد امين خان په ځائے بادشاه مهابت خان د کابل صوبه دار مقرر کړو. مهابت خان ډېر کوشش وکړو چې خوشحال خان مغلو سره ملګرتيا وکړي خو په دې ئې آماده نۀ کړے شو. اګر کۀ خوشحال خان مصممه اراده کړې وه چې اوس به د مغل نوکري نۀ کوي خو بيا هم د ځنو وجوهاتو له کبله د مغلو برخلاف د عملي قدم اوچتولو فېصله ئې لا نۀ وه کړې او دغه خيال ئې وۀ چې خپل وخت به تېروي لکه چې د يو غزل په مطلع کښې وائي:
د فساد فکر مې نشته خدائے حاضر دے
خپل ساعت به تېروم عمر اخر دے
خو مهابت خان په دې خبره رضامند نۀ وۀ، هغۀ د خوشحال خان څرګند او عملي تعاون غوښتۀ چې په دې کښې ناکامه شو نو د خوشحال خان درېم زوے بهرام خان چې د مشرۍ ډېر شوقين او د پلار نه په دې خبره ناراضه وۀ چې اشرف خان له ئې ولې مشري ورکړې ده؟ ورله په لاس ورغے او هغۀ ورله يقين ورکړو او د خپله اړخه ئې د امداد وعده ورسره هم وکړه. د خوشحال خان او د مغلو په منځ کښې عملي عداوت له دې ځايه شروع کېږي. خوشحال خان ځائے په ځائے ډېر ځله بهرام خان له شکستونه ورکړل او مغل او د هغوي نور ملګري ئې هم ووهل. په دې اثنا کښې خوشحال خان د کواټ دوره هم وکړه او ځائے په ځائے ئې جرګې هم وکړې. په دې واقعاتو کښې ټول کال ١٠٨٣ هجري قمري د نيمې نه زيات تېر شو. په دې جنګ کښې اپريدو او په خټکو کښې مهمنديانو خوشحال خان سره ډېر زيات امداد کړے وۀ. هم په دې زمانه کښې خوشحال خان بلند پايه قصيده ليکلې وه چې مطلع او مقطع ئې دا دي:
پرورده کۀ د مغلو په نمک يم
د اورنګ له لاسه هم له غريوه ډک يم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
پرورده کۀ د مغلو په نمک يم
د اورنګ له لاسه هم له غريوه ډک يم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
هم په دې قصيده کښې د مهمندي خټکو او اپريدو د امداد او کومک ذکر داسې کوي:
مهمندي زما د کډې لاس او پښې دي
راضي مند د اپريديو په کومک يم
مهمندي زما د کډې لاس او پښې دي
راضي مند د اپريديو په کومک يم
چې له پورتنو ذکر شوو له محنته او مشقته ډک کارونو څخه څۀ خو وزګار شو نو څو ورځې ئې په ښکار ځان مشغول کړو. په دا شپو ورځو کښې ئې اپريديو سره د جرګې نه پس د هغوي لښکر په کواټ د حملې دپاره روان کړو خو ځنې بنګش ورله جرګه راغلل او دا حمله پاتې شوه. له دې نه پس ئې د اپريديو او خټکو يو لښکر سره د نوښار په کوټ حمله وکړه او کوټ ئې ووهلو. د نوښار د جنګ نه پس د مغلو او پښتنو ډېر لوئے جنګ د مومندو د ګنداؤ په کړپه وشو چې ايمل خان د مغلو يو ډېر لوئے لښکر چې شجاعت خان رعد انداز بېګ او مهاراجه جسونت سنګهـ راټهور ئې سرداران وو، مات کړو. شجاعت خان سره د ډېره لښکره قتل شو او جسونت سنګهـ وتښتېدو. د نوښار او کړپې جنګونه پرله پسې د ١٠٨٤ هجري قمري په اواخر کښې وشو. د نوښار د جنګ نه وړومبے لکه چې خوشحال خان وائي په دوآبه کښې هم پښتنو مغل ووهل.
خوشحال خان او دريا خان دا صلاح کړې وه چې يو ځائے به په کواټ حمله کوو خو چې دريا خان په کړپه کښې د ايمل خان د کاميابۍ خبر واورېدو نو بې د خوشحال خان د کومک د انتظار نه ئې په کواټ حمله وکړه خو له بده مرغه شکست ئې وخوړو او ورور تاتار خان ئې هم په جنګ کښې مړ شو. خوشحال خان په څوتره کښې له دې شکسته خبر شو د بنګشو په کلو ئې د حملې دپاره څو سوارۀ ولېږل او هغه کلي ئې وسېزل. پس له دې خوشحال خان دريا خان د فاتحه خوانۍ دپاره لاړو. هورې دا صلاح وشوه چې خوشحال خان دې هم تيراه ته ځي. پس له دې فېصلې خوشحال خان خوړې ته راغے.
بل خوا ته چې بادشاه په کړپه کښې د بادشاهي فوج د تباهۍ حال واورېدو نو په خپله ئې د پښتنو برخلاف د فوج کمان کولو اراده وکړه او په يولسم د محرم کال ١٠٨٦ هجري قمري کښې ئې حسن ابدال طرف ته کوچ وکړو او په دوېم ربيع الاول ١٠٨٥ هجري قمري سره د ډېر لوئي فوج، توپخانې او نور ساز و سامانه هلته ورسېدو.
خوشحال خان چې له اپريديو نه رخصت شو او خوړې ته راغے نو هلته ډېر حصار نۀ شو او تيراه ته روان شو او د وړومبۍ خور په مياشت کښې مېدان (تيراه) ته ورسېدو. بادشاه لا حسن ابدال ته نۀ وۀ رارسېدلے چې خوشحال خان د بادشاه لاهور ته د رارسېدو نه خبر شو نو مېدان کښې ئې هغه قصيده ووې چې مطلع ئې دا ده :
چې په خوا په خاطر نه هسې عيان شي
ځنې څۀ چارې پېدا په دا جهان شي
هم په دې قصيده کښې وائي:
اورنګزېب بادشاه زړۀ ډک په لاهور راغے
ګوره ګانده به څوک وران څوک به ودان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
ازادي تر بادشاهۍ لا تېرے کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
اورنګزېب بادشاه زړۀ ډک په لاهور راغے
ګوره ګانده به څوک وران څوک به ودان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
ازادي تر بادشاهۍ لا تېرے کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
خوشحال خان څلور مياشتې په تيراه کښې تېرې کړې او بيا د ځنو يوسفزو ملکانو په بلنه په صلاح مشوره د ايمل خان او دريا خان د يوسفزو علاقې ته د تلو په نيت له اپريديو رخصت شو. وړومبے ئې د مومندو د ځنو ځايونو او د اتمانخېلو د ټوټۍ دوره وکړه او بيا خټکو ته راغے. پس له هغې د يوسفزو علاقې ته روان شو.
بادشاه چې حسن ابدال ته راورسېد نو د پښتنو د علاقې په مختلفو اطرافو کښې ئې فوځونه خوارۀ کړل. ورسره ئې سياسي چالونه هم شروع کړل. په روپو پېسو او جاګيرونو انعامونو ئې د پښتنو په منځ کښې د بې اتفاقۍ اچولو کوششونه کول. ځائے په ځائے د مغلو او پښتنو جنګونه شروع شو. چې برے او لرے کله يو اړخ او کله بل اړخ ته وۀ او سره د انتهائي کوشش او د څۀ نا څۀ کاميابۍ هم حکومت نۀ د پښتنو زور ماتولو او نۀ د خېبر د درې په لرې کولو کښې کامياب شو.
په دې دوران کښې خوشحال خان هم د يوسفزو د مختلفو علاقو دوره کړې وه خو د مغلو برخلاف د يوسفزو په اوچتولو کښې ورته څۀ کاميابي حاصله نۀ شوه. په وړومبي تاريخ د دوېمې خور ١٠٨٦ هجري قمري په برمول کښې وۀ او هم دلته ئې هغه قصيده وئيلې ده چې مطلع ئې دا ده:
بيا له کومه راپېدا شو دا بهار
چې په هر لوري ئې ملک کړو يو ګلزار
بادشاه چې حسن ابدال ته راورسېد نو د پښتنو د علاقې په مختلفو اطرافو کښې ئې فوځونه خوارۀ کړل. ورسره ئې سياسي چالونه هم شروع کړل. په روپو پېسو او جاګيرونو انعامونو ئې د پښتنو په منځ کښې د بې اتفاقۍ اچولو کوششونه کول. ځائے په ځائے د مغلو او پښتنو جنګونه شروع شو. چې برے او لرے کله يو اړخ او کله بل اړخ ته وۀ او سره د انتهائي کوشش او د څۀ نا څۀ کاميابۍ هم حکومت نۀ د پښتنو زور ماتولو او نۀ د خېبر د درې په لرې کولو کښې کامياب شو.
په دې دوران کښې خوشحال خان هم د يوسفزو د مختلفو علاقو دوره کړې وه خو د مغلو برخلاف د يوسفزو په اوچتولو کښې ورته څۀ کاميابي حاصله نۀ شوه. په وړومبي تاريخ د دوېمې خور ١٠٨٦ هجري قمري په برمول کښې وۀ او هم دلته ئې هغه قصيده وئيلې ده چې مطلع ئې دا ده:
بيا له کومه راپېدا شو دا بهار
چې په هر لوري ئې ملک کړو يو ګلزار
په دې قصيده کښې د هغې جنګونو نه د ځنو لويو لويو جنګونو ذکر دے کوم چې تر دغه وخته د مغلو سره شوي وو. ورسره په دې قصيده کښې خوشحال خان په ډېره زورداره طريقه پښتون ته د قامي غېرت او حميت سبق ورکوي او هغه د هغۀ د غفلت او د قامي حس د نۀ موجودګۍ په وجه ډېر ملامته کوي.
هم په دا شپو ورځو کښې د خوشحال خان زلمے زوے نظام خان د شپږويشتو کالو په عمر کښې په طبعي مرګ وفات شو. د نظام خان په مرثيه کښې چې خوشحال خان د غم اظهار سره د پښتونولۍ د ننګ او غېرت کوم اظهار کړے دے، هغه به زمونږ د ادب همېشه يوه ډېره لويه قامي سرمايه وي. وائي:
کاشکې ځوان د پښتانۀ په ننګ کښې مړ وې
نۀ چې ګور لره روان شوې له تولتکه
چې د قام په ننګ کښې ومړ هغه زويه
په جهان کښې د بابا غاړه کا لکه
هم په دا شپو ورځو کښې د خوشحال خان زلمے زوے نظام خان د شپږويشتو کالو په عمر کښې په طبعي مرګ وفات شو. د نظام خان په مرثيه کښې چې خوشحال خان د غم اظهار سره د پښتونولۍ د ننګ او غېرت کوم اظهار کړے دے، هغه به زمونږ د ادب همېشه يوه ډېره لويه قامي سرمايه وي. وائي:
کاشکې ځوان د پښتانۀ په ننګ کښې مړ وې
نۀ چې ګور لره روان شوې له تولتکه
چې د قام په ننګ کښې ومړ هغه زويه
په جهان کښې د بابا غاړه کا لکه
په برمول کښې د پورتنۍ ذکر شوې قصيدې د تصنيف نه زر پس ته خوشحال خان سوات ته لاړو او هلته ئې هم څو مياشتې تېرې کړې خو خپل مقصد کښې ورته کاميابي حاصله نۀ شوه او له سواته راروان شو. چې دې له سواته راکوز شو نو يوسفزو هم لښکر وکړو او ورته راغلل او شهباز ګړې څخه ئې مغل ووهل. پس له دې ئې ((غله ډېر)) څخه مخالف ګوجر ووهل. ډېر ګوجر قتل شو او پښتو ډېره اولجه وکړه. پس له دې يوسفزي هم خوارۀ شو او خوشحال خان ډنګ ډنګ نومې کلي ته چې د سرائې اکوړي نه يو څو ميله سهېل ته پروت دے راغے.
په دې اثنا کښې بادشاه په پنځلسم د شوال ١٠٨٦ هجري قمري له حسن ابداله کوچ وکړو. دا وخت اګر کۀ د پښتنو زور بالکل مات نۀ وۀ او ځائے په ځائے هغوي ګټه او برے هم کولو خو په مجموعي حېثيت د حکومت پوزيشن ښۀ شوے وۀ. بادشاه په دوېم د محرم ١٠٨٧ هجري قمري پايۀ تخت ته ورسېدو.
د بادشاه د حسن ابدال نه پايۀ تخت ته د سفر په دوران کښې په نهمه ذوالحجه ١٠٨٦ هجري قمري د خوشحال خان او د مغلو د طرفدارو بنګشو سردار شېر محمد خان د کواټ نه تقريباً څوارلس ميله نمرخاتۀ ته د ګنبت په مقام مقابله وشوه. خټکو شکست وخوړو او خان او زوے ئې عبدالقادر خان هم ژوبل شو. د دې جنګ حال خوشحال خان په يوه وړه قطعه کښې بيان کړے دے چې وړومبے شعر ئې دا دے:
د بنګش په توره مات نۀ يم باور کړه
د ګنبت په جنګ مې ماتې اسماني وه
په دې اثنا کښې بادشاه په پنځلسم د شوال ١٠٨٦ هجري قمري له حسن ابداله کوچ وکړو. دا وخت اګر کۀ د پښتنو زور بالکل مات نۀ وۀ او ځائے په ځائے هغوي ګټه او برے هم کولو خو په مجموعي حېثيت د حکومت پوزيشن ښۀ شوے وۀ. بادشاه په دوېم د محرم ١٠٨٧ هجري قمري پايۀ تخت ته ورسېدو.
د بادشاه د حسن ابدال نه پايۀ تخت ته د سفر په دوران کښې په نهمه ذوالحجه ١٠٨٦ هجري قمري د خوشحال خان او د مغلو د طرفدارو بنګشو سردار شېر محمد خان د کواټ نه تقريباً څوارلس ميله نمرخاتۀ ته د ګنبت په مقام مقابله وشوه. خټکو شکست وخوړو او خان او زوے ئې عبدالقادر خان هم ژوبل شو. د دې جنګ حال خوشحال خان په يوه وړه قطعه کښې بيان کړے دے چې وړومبے شعر ئې دا دے:
د بنګش په توره مات نۀ يم باور کړه
د ګنبت په جنګ مې ماتې اسماني وه
او د ((هـ) په پټۍ کښې په هغه غزل کښې چې لاندې ئې مونږ څو شعرونه نقل کووو هم دې جنګ طرف ته اشارې ښکاري.
ما په ننګ د پښتانۀ ځوانان قربان کړۀ
بيا مې غوره غوره جمع ښۀ ځوانان کړۀ
د سړي د لاسه مړۀ وې څۀ به ښه وه
لېوني کوټه سپي مړۀ ګوره شېران کړۀ
هومر کوټې کوتې کوټې ارمانونه
هر نفس ځي په ارمان ارمان ارمان کړۀ
چې نوښار مې واهۀ کواټ مې پرېښو
لا هالۀ زما دا کړۀ وۀ د نادان کړۀ
چې بداصل سره ښۀ کړه کله ښۀ کا
د موذي سره څۀ سود دے د احسان کړۀ
ما په ننګ د پښتانۀ ځوانان قربان کړۀ
بيا مې غوره غوره جمع ښۀ ځوانان کړۀ
د سړي د لاسه مړۀ وې څۀ به ښه وه
لېوني کوټه سپي مړۀ ګوره شېران کړۀ
هومر کوټې کوتې کوټې ارمانونه
هر نفس ځي په ارمان ارمان ارمان کړۀ
چې نوښار مې واهۀ کواټ مې پرېښو
لا هالۀ زما دا کړۀ وۀ د نادان کړۀ
چې بداصل سره ښۀ کړه کله ښۀ کا
د موذي سره څۀ سود دے د احسان کړۀ
سږ خو دا په خوشحال وشوه بيا تر کاله
ګوره څۀ رنګه ښکاره شي د سبحان کړۀ
ګوره څۀ رنګه ښکاره شي د سبحان کړۀ
د ګنبت د جنګ نه اووۀ مياشتې اتۀ ورځې پس په شعبان ١٠٨٧ هجري قمري کښې بادشاه خپل مشر زوے محمد معظم د پښتنو په مهم مقرر کړو او د شاه عالم خطاب ئې ورکړو. دې سره ډېر سازوسامان او لويو لويو امراو چې د خليل الله خان زوے او د اصالت خان ورارۀ مير ميران المخاطب به امير خان هم پکښې وو، کابل ته روان شو او هم د دۀ په سفارش په محرم ١٠٨٨ هجري قمري کښې بادشاه امير خان د اعظم خان کوکه ((فدائي مظفر حسېن)) په ځائے د کابل صوبه دار مقرر کړو.
چې دوي اټک ته راورسېدل نو خوشحال خان ته ئې د دوستۍ پېغام ولېږلو د امير خان پلار او ترۀ خصوصاً ترۀ سره ئې د خوشحال خان ډېر تعلقات وو او د خوشحال خان د قېد په دوران کښې هم امير خان د خوشحال خان د خلاصي دپاره ډېر په اخلاص کوشش کړے وۀ. خوشحال خان ځواب ورولېږلو چې ما په ګوشه کښې پرېږدئ. کۀ پخوا مې بد کړۀ دې تاسو سره نۀ کړم. خو امير خان صرف په دې رضا نۀ وۀ. خوشحال خان ته ئې ځواب واستولو چې مونږ خو د پښتنو په صلح راغلي يو، کۀ تۀ راشې نو د نورو پښتنو سره به زمونږ صلح وشي. چاروناچار خوشحال خان له څوترې نه پېښور ته ورغے او د بادشاه زاده په خدمت کښې حاضر شو. امير خان وړاندې خېبر ته تلے وۀ. امير خان په لنډي خانه کښې د بادشاه زاده مخې ته راغے. خوشحال خان ئې هم وليدو، ډېر خوشحاله شو او ورته ورترغاړه وتو. بادشاه زاده، امير خان، مهاراجه جسونت سنګهـ او راجه رام سنګهـ خوشحال خان ته انعامونه ورکړل. امير خان غوښتل چې خان ورسره کابل ته لاړ شي. چې نورو پښتنو سره هم روغه وشي. خو خوشحال خان ورته ووئيل چې زما مقصد خو ستا ليدل وو د نورو پښتنو په صلح زما کار نشته. امير خان د فتح اباد نه چې جلال اباد څخه سهېل لوېديز ته واقع دے رخصت کړو. خوشحال خان چې له څوترې نه د بادشاه زاده او امير خان د ليدو دپاره تلو نو هغه غزل ئې وئيلے وۀ چې مطلع ئې دا ده:
د بې ننګه پښتنو له غمه ما
لويه پرېښوه ونيوله کمه ما
چې دوي اټک ته راورسېدل نو خوشحال خان ته ئې د دوستۍ پېغام ولېږلو د امير خان پلار او ترۀ خصوصاً ترۀ سره ئې د خوشحال خان ډېر تعلقات وو او د خوشحال خان د قېد په دوران کښې هم امير خان د خوشحال خان د خلاصي دپاره ډېر په اخلاص کوشش کړے وۀ. خوشحال خان ځواب ورولېږلو چې ما په ګوشه کښې پرېږدئ. کۀ پخوا مې بد کړۀ دې تاسو سره نۀ کړم. خو امير خان صرف په دې رضا نۀ وۀ. خوشحال خان ته ئې ځواب واستولو چې مونږ خو د پښتنو په صلح راغلي يو، کۀ تۀ راشې نو د نورو پښتنو سره به زمونږ صلح وشي. چاروناچار خوشحال خان له څوترې نه پېښور ته ورغے او د بادشاه زاده په خدمت کښې حاضر شو. امير خان وړاندې خېبر ته تلے وۀ. امير خان په لنډي خانه کښې د بادشاه زاده مخې ته راغے. خوشحال خان ئې هم وليدو، ډېر خوشحاله شو او ورته ورترغاړه وتو. بادشاه زاده، امير خان، مهاراجه جسونت سنګهـ او راجه رام سنګهـ خوشحال خان ته انعامونه ورکړل. امير خان غوښتل چې خان ورسره کابل ته لاړ شي. چې نورو پښتنو سره هم روغه وشي. خو خوشحال خان ورته ووئيل چې زما مقصد خو ستا ليدل وو د نورو پښتنو په صلح زما کار نشته. امير خان د فتح اباد نه چې جلال اباد څخه سهېل لوېديز ته واقع دے رخصت کړو. خوشحال خان چې له څوترې نه د بادشاه زاده او امير خان د ليدو دپاره تلو نو هغه غزل ئې وئيلے وۀ چې مطلع ئې دا ده:
د بې ننګه پښتنو له غمه ما
لويه پرېښوه ونيوله کمه ما
د دې روغې کۀ يو خوا ته دا وجه وه چې امير خان او د هغۀ د خاندان سره د خوشحال خان تعلقات وو نو دا اسباب هم وو چې طرفېن اوږد جنګ ستړي کړي وو او څو مياشتو نه قات او وچکالي هم وه او د حکومت د سلطنت په نورو حصو کښـې اهم معاملات او مشکلات هم وو. علاوه د دې نه پښتنو خصوصاً د خوشحال خان خپلې قبيلې او خاندان غفلت او بې پروائي هم کوله. د دې واقعاتو نه د ځنو ذکر خوشحال خان په هغه قطعه کښې هم کړے دے چې وړومبے شعر ئې دا دے:
شپږ اووۀ مياشتې په هند په خراسان
چرته ونۀ شو په سم په غرۀ باران
شپږ اووۀ مياشتې په هند په خراسان
چرته ونۀ شو په سم په غرۀ باران
د څۀ مودې قلاري نه پس پښتانۀ مغل بيا سره ونښتل او ځائے په ځائے جنګونه شروع شول. په ١٠٩١ هجري قمري کښې خوشحال خان د مغلو طرفدارانو بنګشو له شکست ورکړو او په ډوډه چې د کواټ نه قريباً نهۀ ميله سهېل خوا ته واقعه ده، ډېر بنګش قتل شول او خټکو ډېره اولجه وکړه. د دې جنګ حال خوشحال خان په هغه قصيده کښِې وئيلے دے چې مطلع ئې دا ده:
څو وانخلي له غليمه انتقام
مرد نۀ خوب کا نۀ خواړۀ کا نۀ ارام
څو وانخلي له غليمه انتقام
مرد نۀ خوب کا نۀ خواړۀ کا نۀ ارام
د ډوډې جنګ د وطن دوستانو د حکومت برخلاف اخري قابل ذکر کاميابي وه. خو دې سره په هغې حالاتو کښې چې د حکومت په حق کښې پېدا شوي وو، څۀ فرق پېدا نۀ شو.
د خوشحال خان د عمر اخري څو کاله ډېر د مصيبت او د ناکامو د تيارو نه ډک دي. کۀ په دې تيارو کښې څۀ رڼا ښکاري نو هغه د خوشحال خان د شخصيت د جوهر ځلا او برېښنا ده. په ډېرو سختو غمونو، مصيبتونو او تکليفونو کښې دۀ خپل هوډ پرې نۀ ښود. پښتانۀ مغلي شوي وو، د مغلو په انعامونو او جاګيرونو مست وو او له هغوي به ئې بډې او رشوتونه اخستل. د خان دواړه ننګيالي ملګري د دۀ په ژوند وفات شول. دې مغلو ته يواځې پاتې شو، خو دۀ مغلو ته سر ټيټ نۀ کړو او تر خپله وسه ئې ورسره مقابله جاري وساتله. د دې وخت د حالاتو اندازه به د خوشحال حان د مختلفو نظمونو د لاندينو شعرونو نه وشي.
مغل وته چې ګورم هغه هسې مغل نشته
د تورې وار ئې تېر دے اوس ورپاتې يو قلم دے
پښتون په زرو نيسي په فرېب په ټيټالونو
په ما ئې اثر نۀ شي لا په ما د خدائے کرم دے
نۀ مچ يم نۀ کارغۀ يم چې په کړو مړو ګرځم
يا باز يم يا شاهين يم په خپل ښکار مې زړۀ خرم دے
کۀ ما غوندې نور هم وې په دې کار به ډېر خوشحال وم
چې ما غوندې څوک نشته ځکه پروت راباندې غم دے
ايمل خان دريا خان دواړه په ښۀ رنګ تېر شو په ننګ کښې
د دواړو په فراق کښې زما تل آه و ماتم دے
د خوشحال خان د عمر اخري څو کاله ډېر د مصيبت او د ناکامو د تيارو نه ډک دي. کۀ په دې تيارو کښې څۀ رڼا ښکاري نو هغه د خوشحال خان د شخصيت د جوهر ځلا او برېښنا ده. په ډېرو سختو غمونو، مصيبتونو او تکليفونو کښې دۀ خپل هوډ پرې نۀ ښود. پښتانۀ مغلي شوي وو، د مغلو په انعامونو او جاګيرونو مست وو او له هغوي به ئې بډې او رشوتونه اخستل. د خان دواړه ننګيالي ملګري د دۀ په ژوند وفات شول. دې مغلو ته يواځې پاتې شو، خو دۀ مغلو ته سر ټيټ نۀ کړو او تر خپله وسه ئې ورسره مقابله جاري وساتله. د دې وخت د حالاتو اندازه به د خوشحال حان د مختلفو نظمونو د لاندينو شعرونو نه وشي.
مغل وته چې ګورم هغه هسې مغل نشته
د تورې وار ئې تېر دے اوس ورپاتې يو قلم دے
پښتون په زرو نيسي په فرېب په ټيټالونو
په ما ئې اثر نۀ شي لا په ما د خدائے کرم دے
نۀ مچ يم نۀ کارغۀ يم چې په کړو مړو ګرځم
يا باز يم يا شاهين يم په خپل ښکار مې زړۀ خرم دے
کۀ ما غوندې نور هم وې په دې کار به ډېر خوشحال وم
چې ما غوندې څوک نشته ځکه پروت راباندې غم دے
ايمل خان دريا خان دواړه په ښۀ رنګ تېر شو په ننګ کښې
د دواړو په فراق کښې زما تل آه و ماتم دے
پښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي
ورته ايښے د مغل د حلوا تال دے
نورې واړه تکيې وار په وار خورې شوې
اوس په منځ کښې يو کرم د ذوالجلال دے
ايمل خان دريا خان دواړه خوردبين لاړل
اوس خو پاتې و مغل ته يو خوشحال دے
ورته ايښے د مغل د حلوا تال دے
نورې واړه تکيې وار په وار خورې شوې
اوس په منځ کښې يو کرم د ذوالجلال دے
ايمل خان دريا خان دواړه خوردبين لاړل
اوس خو پاتې و مغل ته يو خوشحال دے


Comment