Here is my favourte pukhto afsana....am going to share it here, hope you people will like it....
((صرف شرفاء کے لئے))
قلندر مومند
زۀ چې هره ورځ دفتر ته ځم نو د کابلۍ دروازې ګټ سره زما نظر ناڅاپه د يو هوټل په بورډ راايسار شي.
((هوټل اېنډ رېسټورنټ......صرف شرفاء کے لئے))
او زۀ په تلو تلو کښې د څۀ ساعت دپاره خپه نيولې شم، د هوټل دروازې له بهره بندې ښکاري او زما دا ارمان هيچرې نۀ پوره کېږي چې دغه شريفانو کښې چرته يو شريف خو له ورايه ووينم. د هوټل په برنډه کښې کله کله يو بېرا لاس کښې د چايو ((ټرۍ)) نيولې په منډه منډه روان په نظر راشي خو زما زړۀ دا نۀ غواړي چې دۀ ته دې هم شريف ووايم. داسې شريفان خو قصه خوانۍ کښې ډېر ګرځي او چې زۀ د دفتر په کېنټين کښې چرته مېلمه سره چائے څښم نو داسې ډېر شريفان د کېنټين د غټ خېټي ږيره ور مالک په وېنا مونږ نه ګېر چاپېره چورلي.....نو زۀ به دا شريفان هيچرې هم ونۀ وينم خدايه! زما دا ارمان په هډو ارمان پاتې کېږي. دا به هيچرې هم نۀ پوره کېږي او ناڅاپه له وروستو مخه د موټر هارن وغږېږي زۀ ژر يوې ډډې ته شم او زما ذهن ته يو بل خيال راشي. ((قصه خوانۍ کښې خو ون وے ټرېفک (يو مخيزه لار) دے نو له وروستو مخه د موټر د راتلو څۀ مطلب دے؟)) او زۀ له خپل ملګري نه پښتنه وکړم هغه څۀ ساعت ما ته ټغ ټغ وګوري لکه چې ((ټرېفک رولز)) عن زما په مخ ليکلي شوي وي.
((اشنا! ون وے ټرېفک د ټانګو دپاره وي د شريفانو موټرونه هر ځائے ازاد دي))
او اک دم ما ته د هوټل بورډ را په وړاندې شي
((............... هوټل اېنډ ريسټورنټ.......صرف شرفاء کے لئے)
او چې کله کله زما دا زړۀ داسې راډک شي او زۀ پارک مخ ته ووځم، نو هلته هم د شريف او د غېر شريف د امتياز يوه سره بخنه کرښه راکښلې شوې وي:
((شريف مردون کے لئے))
(٠شريف عورتون کے لئے))
او چې زۀ له جېب نه د سګرټو ډبے راوباسم او د پرېشانۍ د ورکولو په نيت د يو کش دوه لګولو اراده وکړم نو د شين مخي ډبي په سم مخ د Capstan د ټکو د ليدو سره سم زما خيال د ټيليفون اېکسچينج دېوال ته ولاړ هغه زيړ رنګي بورډ ته لاړ شي.
د شريفانو خلقو دپاره
د وخت تېرولو غوره ملګرے
کېپسټن سګرټ څښئ.
دا سګرټ د شريفانو په طبيعت ډېر راست دي.
او زما له لاسه د سګرټو ډبے په مزکه پرېوځي زما په ذهن کښې لړمانان راوخڅکېږي.
((نو دا شرافت ګني بس کېپسټن سګرټ ته وائي)) يره داسې به نۀ وي. کۀ نۀ وي نو چې هغه بله ورځ قطبي د چرسو څښولو دپاره د کېپسټن يو سګرټ واخستۀ نو ما ته مې ورور ولې ووئيل چې ((ځه چې ځو شريفان خلق دلته په ودرېدو بد ښکاري)).
او چې زۀ کله له ملګرو سره فلم ته ځم نو ملګري مې ولې وائي؟
((يره ګېلرۍ کښې کښېنو د شريفانو ځائے دے))
((نو ګنې دا شرافت ګېلرۍ ته وائي))
او ما ته ځان هم شريف ښکاره شي نو کۀ زۀ شريف يم نو بيا خو دا ټول خلق شريفان دي. دوي خو هم لکه زما ناسته ولاړه راشه درشه او خبرې اترې کوي. يره زۀ به شريف نۀ يم او کۀ زۀ شريف وې نو د پاکستان د جشن په ورځ چې زۀ د شريفانو د ملاقات دپاره....... هوټل ته تلے وم نو د هوټل نوکر به زما د خيرن څادر پيسکے نۀ نيولو او دا به ئې راته نۀ وئيلې چې:
((خوار نۀ شې، دننه اېډمنسټر صاحب د ښهر شريفانو سره چائے څښي))
نو دا شريفان څوک دي؟ دا څۀ ملائکې دي چې زمونږ نظر ئې نۀ شي ليدلې او کنه مونږ دومره رذيلان يو چې د هغوي د ليدو لياقت هم راکښې نشته. او زما ذهن اړنګتۍ واچوي.
او چې يوه ورځ زما د دفتر يو ملګري په ما زېرے وکړو چې د ((کلرکس اېسوسي اېشن د کاليز انتخاپاتو په ورځ د ښهر Gentry (شريف نامې) ته د چايو بلنه شوې ده نو زۀ لکه چې اول په پنجو شوم او بيا مې داسې محسوس کړه لکه چې زۀ په هوا الوځم. ما وئيل اوس خو به کۀ خېر وي د شريفانو ديدار وکړې شم. ((شرافت)) خو مې هډو په کور راننوتے وۀ.
سبا ته انتخابات وو او چې زۀ نن کور ته راغلم نو کشره خور مې ورو شان څنګ ته رانزدې شوه.
((لالا د حليمې بي بي د لور وادۀ دے، زما يوه لوپټه ده او هغه هم په ډېرو وينځلو ريچې ريچې شوې ده، قيمص خو مې هغه د ورکوټي اختر دے نن مې ځان له وينځلے دے خو کۀ))
او زۀ پوهه شوم چې سبا له د تنخواه ورځ ده، ما دپاره د تنخواه د ورځ له ټولو نه غټه نخښه دا ده چې کشره خور به يا زما نه لوپټه غواړي او يا سېنډل او چې د سېنډل اخستلو دپاره زۀ بازار ته لاړ شم نو له نيمې لارې نه راستون شم ځکه چې کۀ خور له سېنډل اخلم نو د مور لوپټه مې پاتې کېږي او کۀ مور له لوپټه نۀ اخلم نو مور به مې ځان له نږور څنګه خوښوي او کۀ مور مې ځان له نږور خوښه نۀ کړي نو د هغې د زړۀ يو غټ ارمان به پوره نۀ شي او چې زۀ کله نا کله مور سره په دې خبره څۀ تېزه ترشه وکړم نو هغه مسواکه ګوته په شونډو کېږدي او د حېرانتيا ټول ((موډ)) په ځان طاري کړي:
((وائي بچيه! دا د شريفانو خلقو زامن داسې خبرې کوي؟)) او سمدستي زما د ذهن بارودو ته اور ورته شي او ما ته...... د هوټل اېنډ رېسټورنټ بورډ را په ياد شي
((هوټل اېنډ رېسټورنټ..... صرف شرفاء کے لئے))
دا شرافت لا څۀ بلا ده؟ چې هر سړے شريف دے هم او نۀ هم دے.
خو خېر چې په هغه شپه هم خور ما ته د لوپټې ووئيل نو ما لږ غوندې سر ټيټ کړو ما سره به د ټول خرچ نه پس دې مياشت کښې درې روپۍ بچت شي او هغه په د اېسوسي اېشن سکرټري ته ورکوم چې د ښهر شريفې طبقې سره د دفتر د بابوګانو د پېژندګلو دپاره د چايو انتظام وکړي نو.....
((خورې تا له زۀ لوپټه له کومې راپېدا کړم دې ځل نه بلې مياشتې له ښه، ما ورته خلۀ غنډه غنډه کړه.
((لالا هره مياشت هم داسې وايې ستا هغه بله مياشت به کله راځي؟))
او هغه پاڅېده له منګي نه ئې يو غړپ اوبۀ وڅښلې لکه چې غصه پرې سړوي او روانه شوه.
ما څۀ وئيلې وې اړخ مې واړولو او څملاستم.
انتخابات وشو، زما ملګرو بېلودل او زمونږ د افسرانو خوشامندګرو بابوګانو وګټل خو زۀ خفه نۀ وم ځکه چې په مخامخ لان (Lawn) کښې د ښهر ټول شرفاء راجمع وو او درنګ ساعت له به مونږ ورسره چائے څښلې.
زما او د ((شرافت)) تر منځه د څلورو ګامونو پړتاؤ وۀ. فاصله کمېده، دوه ګامه، يو ګام او بيا يو څپک (دومره فاصله خو پکار وه) زۀ د ښهر د دوه شريفانو په منځ کښې ناست وم هغوي له مې چائے جوړولې ځنو بابوګانو د چايو بائيکاټ کړے وۀ او ځنې کورونو ته له وخته تلي وو ډېر کرسۍ خالي وې ما سره ناست دوه شريفان خپلو کښې يو بل سره په ګپ اړام وو.
((اشنا! پرون لوبه کښې نۀ وې؟)) هغه يو شريف سګرټ وڅنډلو.
((پرون د کارخانې مزدورانو هړتال کړے وۀ))
((هړتال! دا وړومبے شريف تقريبًا تقريبًا کرسۍ کښې پاڅېدۀ، موټي ئې بند وو او غټ کنځل ئې تو کړۀ.
((څۀ چل دې وکړو نو هړتال سره؟))
((په پوليس مې ښۀ سنبال کړۀ چې ياد ئې وي بيا به نۀ کوي هړتالونه))
وړومبے شريف لږ په قلار شۀ ساه ئې واخسته ګسه سترګه ئې داسې چپه غندې کړه.
(٠خان بهادر صاحب پرون چوړ کړے يم دېرش زره ئې رانه وګټلې))
((دانه وه کۀ فلاش))
((فلش مړده))
او ما وئيل دا جوړ هغه شريفان نۀ دي.
Excuse me (معافي غواړم) او زۀ ترې يو بل مېز ته پاڅېدم.
((خواجه صاحب خېر خو دے کنه ستاسو بېلنس ورځ په ورځ ډي فسټ کېږي)) په هغه بل مېز يو دوه خوش پوشه زلمي ناست وو.
((منېجر صاحب نوې نوې کورټ شپ دے چې پېسې نۀ لګي نو څۀ به کېږي)) هغه يو شريف په سينه لاس ووهلو او يو سوړ اسوېلے ئې وښکۀ.
ولې څوک نوې ده؟ منېجر صاحب پښتنه وکړه.
نوې څۀ ده چې غرق ئې کړو، د شپږو شلو ساړي مې پرون ورله لېږلې ده)).
او ما ټوپ کړو لکه چې لړم خوړلے وم شايد چې ما ته د کشرې خور لوپټه راپه ياد شوې وه.
ما د ټوخي بانه وکړه او راپاڅېدم ترې.
((لس زره مې کمشنر ته ورکړې دي. سنيما به ما ته الاټ کېږي. هلته يو غټ خېټه ور سړي په خېټه ګتې وهلې او يو بل شريف سړي سره په خبرو وۀ. ((نجيم وائي چې ما ديارلس زره ورکړي دي))
هغۀ بل ورته ورو غندې ووئيل
(٠نجيم! او ما سره مقابله غواړي چې بله ورځ ترې په بازار کښې پرتوګ وباسم))
او ما له هغه مېز نه خپې راسپکې کړې.
((دا څنګه شريفان دي ما خيال وکړو. د زرګونو نه خو کمې خبرې نۀ کوي؟
((صديقي صاحب! پرون ((ناچ)) کښې مو ((ممتاز)) سره ډېر چېړچاړ کولو))
((نه څۀ ډېر غېر شريفانه حرکات خو مې نۀ وو کړي خو زۀ د شرابو نشه کښې وم او غړوت ئې شۀ چې د چايو پياله ئې خلۀ کښې واړوله يوه تروه بدبويه ايټکے ئې وکړو او ما ته ئې تېرۀ تېرۀ وکاتۀ.
او چې ما بل مېز ته ځان سمولو نو د اېسوسي اېشن سکرټري لګيا وۀ:
((زۀ د ښهر د شرفاؤ شکريه ادا کوم چې زمونږ په وېنا ئې خپل قيمتي وخت خراب کړو او دلته د راتلو تکليف ئې وکړو.
په مخامخ سړک د ټولې ورځې وږي تږي مزدوران چې خپلو کورونو ته روان وو د تار نه په هغه طرف د څۀ ساعت دپاره خپه نيولي شو او چې د چايو مېزونو او خپلې بې وسۍ ته ئې وکاتۀ نو ژبه ئې په شونډو ووهله او روان شو.
ما وئيل کۀ دا ټول وطن يو لوئے هوټل دے چې د هغې په دروازه ئې ليکلي دي ((صرف شرفاء کے لئے).

Dier kha !!1
Comment