احمد شاه دراني
د قندهار په پښتنو کښې محمد زمان نومې يو سدوزے وۀ چې د ملتان سره د تعلق په سبب په ملتاني پښتون باندې مشهور وۀ. احمد خان نومې د دۀ يو زوے وۀ په قدروقامت ډېر ښائسته او په خوي خصلت نهايت پاکيزه وۀ. دے راغلو او د نادر شاه افشار بادشاه (ايراني) سره نوکر شو. ډېر خدمت ګزار وۀ. د نادرشاه دے خوښ شو. ډېره مينه به ئې پرې کوله. دۀ هم وفاداري او ايمان داري ښکاره کړه. ورځ تر ورځ قرب او اعتبار ئې پېدا کېدو او منزلت به ئې زياتېدو. اخر په څو کسو افسر شو، بهادري ئې ښکاره کړه، بادشاه ئې خوشحال کړو، تردې چې د قندهار د پښتنو د رسالې افسري ئې ورکړه. او په زمره د سردارانو کښې داخل شو. د هندوستان په مهم کښې هم نادر شاه بادشاه سره شامل وۀ.
وائي چې صابر شاه نومې يو مستانه وۀ چې د نادر شاه بادشاه لښکر سره به تل په کوچ او مقام کښې شريک او همراه وۀ او د بادشاه خېمې سره به د دۀ د وښو جونګړه هم جوړه وه. دے به پکښې ناست وۀ، د خټو نه به ئې اسونه جوړول. د لرګي نه جوړ شوي سوارۀ به ئې پرې سورول او د تېليو نېزې او تورې به ئې ورسره تيارولې. هم دا ئې کار وۀ. نۀ به ئې د چا نه څۀ غوښتل، نۀ به ئې چا سره خبرې کولې. ځان له به لګيا وۀ. خلقو به وې چې دے ابدال دے چې د خراسان تصرف د دۀ په لاس کښې دے. نادر شاه بادشاه هم د دۀ معتقد وۀ او د دۀ په کار کښې به ئې دخل نۀ ورکولو.
چې نور سرداران به د نادر شاه بادشاه سلام له راتلۀ نو دا مستانۀ به چپ وۀ خو چې احمد خان به راغلو نو دۀ به چغې کړې چې ((احمد خانه! زر شه، تا بادشاه کوم، دغه رسالې مې درله جوړې کړي دي، وسله تياره ده، زر شه، تيار شه)).
دا اواز به دننه نادر شاه بادشاه هم اورېدلو او حېرانېدلو به. احمد خان به د بادشاه له خوفه د دې مست په خبرو ډېر خفه کېدلو خو ورته به ئې څۀ وئيلې نۀ شول.
وائي چې يوه ورځ نادر شاه بادشاه احمد خان ته ووې چې دا مستانه د برخې خاوند شکاري او تا ته خوشخبري درکوي، اميد دے چې ما نه پس به تۀ بادشاه شې. احمد خان په دې خبرو زخت کچه شو، ډېره عاجزي ئې وکړه او وئې وئيل چې ((قبله عالم! دے په خود نۀ دے، واهيات وائي. زۀ د دې خبرو لائق نۀ يم او نۀ دا خيالات لرم، خدائے دې بادشاه سلامت تل لري)).
الغرض چې نادر شاه بادشاه دهلي فتح کړو او پستنه ايران ته راغلو نو د ايران سردارانو ترې نه بغاوت وکړو او دے ئې په خېمه کښې قتل کړو. په ملک کښې افراتفري خوره شوه هر قوم خپل خپل خان سره خپلو خپلو وطنونو ته روان شو. احمد خان هم قندهاريانو سره نادر آباد (قندهار) ته راروان شو. څۀ ګوري چې په لاره کښې دا مستانه (صابر شاه) هم ناست دے. احمد خان ورته ووې چې ((تا چې څۀ وې، هغه به کله کېږي؟)) صابر شاه ورته ووې ((زر راځۀ! زۀ هم تا ته ناست يم)) په سر ئې د وښو پګړۍ ورله وتړله او ورته ئې ووې ځه! سرسبزه وسې د افغانستان بادشاه مې کړې ځه! در دران شوې، يعني په ملغلرو کښې وتلې ملغلره تۀ يې)) (ځنې خلق وائي چې د غنمو وږے ئې ورله په سر تړلے وۀ. دا د کال ١٧٤٧ء خبره ده.
احمد خان راغلو، په قندهار راننوتلو، خپله نقاره ئې وغږوله، د بادشاهۍ اعلان ئې وکړو، نوم ئې احمد شاه دراني شو، بيا ورپسې ابدالي لقب ئې مشهور شو، ولې چې د صابر شاه ابدال نظر پرې شوے وۀ يا دا چې ابدال ئې قوم وۀ.
احمد شاه په خپله زمانه کښې د قندهار نوم اشرف البلاد احمد شاه کېښود او ډېر ئې اباد کړو. دغه ئې د ګدۍ ځائے وۀ.
احمد شاه هم په هندوستان ډېر حملې وکړې او د پاني پت مشهور جنګ ئې وګټلو دے يو نېک نيته بادشاه وۀ، د عالمانو او فقيرانو به ئې ډېر قدر کولو. د څمکنو (څوکنو) مياڼ محمد عمر صاحب د دۀ پير وۀ.
احمد شاه ابدالي د پښتو يو ښۀ شاعر هم وۀ او ديوان ئې تر اوسه مشهور دے.
ماخوذ از بهارستان افغاني
مولف: قاضي ميراحمد شاه رضواني
د تاليف کال: ١٨٩٨ء



Comment