Announcement

Collapse
No announcement yet.

دځنګل هم ځان له خپل قانون دستور وي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دځنګل هم ځان له خپل قانون دستور وي


    دزهره نګاه د اردو نظم نه ماخوذ

    دځنګل هم ځان له خپل قانون دستور وي



    چې زمري په خيټه موړ وي بلوڅه نه کړي
    خوا او شا ته ئې ازاد ګيدړ ګرځيږي

    د اوبو د پاسه څانګه کښې د ونې
    الوتونکي مهيان نه بلوڅي په جاله
    د مرغئ بچوړي ځان له همسايه کړي


    په سيلئ کښې که د ونې شا خ خوزيږي
    مينا خپله جاله پريږدي زر په منډا
    د کارغه د هګئ خپل وزر ارتاؤ کړي
    چې د جالې څخه لاندې ګزار نه شي


    که د جالې د مرغئ بچې غورځيږي
    ټول ځنګل ورسره ويخ شي او چيغيږي
    که درياب کښې طغيناني راشي غړمبيږي
    په يوه تخته بيزه زمرې اودريږي
    څه قانون خو په ځنګل کښې هم چليږي


    لويه خدايه ذولجلاله پاکه ربه
    دا زمونږ په وطن کوم دستور نافذ دے؟
    چې انسان پکښې هيڅ ژوند کولې نه شي
    انسانانو نه که خپل دستور هير شوې
    لويه خدايه د ځنګل قانون نافذ کړه

  • #2
    manana grana shlomaby wror.
    Abad aussey

    Comment

    Working...
    X