Announcement

Collapse
No announcement yet.

د کانديد اکاډميسن سليمان لايق سره خ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د کانديد اکاډميسن سليمان لايق سره خ

    زهیر: تاسو ټول ژوند د ذهني استبدادګرو او استعمارګرو په ضد مبارزه توده وساتله، د خلکو خپلواکۍ، وطن او خاوري ته وفادار واوسېدلاست، څه فکر کوئ وطن به جوړسي، استعمارګر به ټول سي، خلک به ازاد سي؟
    لایق: زه خوشبینه یم، زه هیڅ وخت بدبینه نه یم په دې باره کي او دا افغانستان اول وار نه ده چي د مشکلاتو سره مخامخ سوی دی، د افغانستان له تاریخ سره چي څوک اشنا وي، زه فکرکوم چي هغه به پر دې خبره له ما سره اتفاق وکړي چي دا عجیبه ملک دی، پس له هرو پنځوسو کلو پس له هرو څلوېښتو کلو ارامۍ نه یو موج بیا راځي او زه امیدوار یم چي دا به اخيري وي، ځکه چي اوس سواد عام کیږي علم عام کیږي د خلکو شعور د دغه عمومي علم تر تاثیراتو لاندي سره ورته کېږي، یو بل ته سره ورته کیږي، یعني خلک یو تجانس پیدا کوي، یو د بل سره چي پخوا دا مشکله وه یعني تاسو د ننګرهار سړي یو وړ فکر کاوه، د کندهار سړي بل وړ فکر کاوه، ولي دا داسي و، د محیطي تاثیراتو له کبله د اجتماعي تاثیراتو له کبله، د هغو نورو فرهنګونو د هغو نورو فکرونو له پلوه چي چا ته له یوې خوا هغه فرهنګي باد راته او چا ته له بلي خوا، نو اوس چي علم عام کیږي، زه فکرکوم دوی د مملکت ضرورتونه، د خلکو ضرورتونه په ټولو پښتني حوزو کي او په افغاني حوزو کي هغه هم دغه منځ ته راوړي، علمي یووالی، د فهم
    یووالی، د اطلاعاتو یووالی، د هیلو یووالی دا یو کوي او زه په سلو کي سل باور لرم چي دا به د سولي وطن، د پرمختګ، د وطن د شرف، د ننګونو وطن او د انسان د عمومي ګټو په باره کي د ښکلي وطن بڼه غوره کړي او دا به یو اباد وطن سي.
    زهیر: لایق صاحب د جرن شاعر ائینې په قول چي «زما په تابوت کي به یوه توره هم راسره ږدی، ولي چي زه د بشریت د ازادۍ لپاره د پېل سوي جګړې یو اتل عسکر وم» او ستاسو دا بیت چي:
    زما هډوکي به لا فخر کړي په ګورکي
    و مي نه لیکل د سپیو صفتونه
    څومره د ریښتینو خلکو ارمانونه انځوروي او ناولي خلک په سیند لاهو کوي؟
    لایق: ما پخوا له تاسو نه دا عذر وغوښت، چي زه د خپلو شعرونو تفسیر نه کوم ولي چي دا د نورو وظیفه ده، یو سړی چي څه لیکي، که هغه کریکټر د خپل اثر هم سي نو د پښتو هغه متل پرې صدق کوي، چي وایي « سپاهي ځان ستایي» دا ډېر یو مذهوم خصلت دی چي انسان په خپله پر خپل سر تاج ږدي، پرېږدئ چي که خلک ناړي راتوکي، که مو وستایي ټول شیان موږ ته د منلو وړ دي او موږ ته درس راکوي، نه یې په انتقاد او په کره کتنه خفه کیږو، نه یې په ستاینه غره کیږو او نه یې هم د شا په ټپولو او په استقبال غره کیږو او دا د موږ قاضیان دي موږ پرې عقیده لرو، فقط.
    زهیر: د اسحاق ننګیال په شاعري کي ژوند او مبارزه دواړه زښت جوت دي تاسو څه فکر کوی؟
    لایق: اسحاق ننګیال یو واقعي شاعر دی، هغه قالبونه هم مات کړل، کوشش یې وکړ په دې جهت کي هغه نوي تصویرونه رامنځ ته کړل، د ما هغه ته ډېره هیله وه او په دې اخرو کي چي زموږ په دې دولت کي ډېر جنجالي حالت وو او دسایس د افغانستان په مقابل کي ډېر پیاوړي سول، ده په هغه وخت کي هم ماته خپل شعرونه راوړل، خو ما هیڅ داسي وخت پیدا نه کړ، چي له دې مستعد ځلمي سره زه ډېر کار وکړم او اقلاً تبادل نظر سره وکړو، زه اسحاق ننګیال داسي فرضوم، دا نه وایم چي زه یې د نورو شاعرانو سره مقایسه کوم، چي اسحاق ارزېده دوی نه ارزي، زه تاسو ته وایم چي اسحاق یو داسي مېوه وه چي تر اوسه زموږ په باغونو کي د هغه بوټی نه و شین سوی، په دې به یې در خلاصه کړم کله چې مي واورېده چي دی مړ دى، که زما زوی مړ وای هم دغومره به نه واى پرې خفه سوی، تر اوسه مي هم زړه درد پرې کوی، هغه یو لوی سړی دی د هغه په خپل معنویت کي او خصوصاً د خپل هنر په لحاظ د خپل شعر په لحاظ یو وتلی سړی دی، نوې تجربه یې وکړه.
    زهیر: محترم لایق صاحب دروېش دراني صاحب د خپلي شاعرۍ په وسیله د افغانستان درې لسیزي په ډېره هنري توګه انځور کړي دي که څنګه؟
    لایق: ما د ده ډېر کم غزلونه لوستي دي، حتی هغه کتابونه چي له دوستانو څخه ما وغوښتل ژړک صاحب او نورو ما ته را واستول، ما هغه هم لا بشپړ نه دي لوستي، زه یو عجب سرګردان ژوند لرم، لاکن د ده هر یو غزل چي مي ولوست، دی مي د یو پاخه مجرب، نګاه ګر او تصویرګر په توګه وپېژانده او دا پوښتنه چي تاسو کوی، زه لا د ده په باب دومره وسیع تجربه نه لرم، زه امیدوار یم، چي دې ته به وخت پیدا کړم چي په ښو شاعرانو کي چي زما په نظر کي دي دوه، درې دی هم د ده په باره کي به هم زه یو نظر ورکړم او د ده په باره کي به یوه تبصره ولیکم.
    زهیر: محترم لایق صاحب ستاسو په «کیږدۍ» کي د یو نظم څخه یوه ټوټه اخلم:
    راته ښکارېږي چي اوس لمر راخیژي
    د شپې لمني کي رڼا ښکاري
    د زړه کړکۍ چي څنګه خلاصه کړمه
    منظر د نوي پښتونخوا ښکاري
    د دې نوي منظر لیدو ته اوس هم هیله من یاست چي دا منظر به بدل سي که څنګه؟
    لایق: زه دې ته هم خوشبین یم، زه وایم چي هیڅ هم شا ته نه دي تللي هر شی پر مخ ځي، دا چي د متعددو ګوندونو او د متعددو کرکټرونو او د متعددو مشرانو تر منځ کله، کله دا شخړي راځي او د هغوی د اظهاراتو په نتیجه کي ذهنونه په شمال او جنوب د پښتنو په سیمه کي مخشوش کیږي، دا طبعي شیان دي، بشري جامعه هم دغسي ده، بشري جامعه هره ورځ نوي شیان زېږوي، ښه هم زېږوي خراب هم زېږوي او په ټولنه کي هر شی وي، لاکن عمومي که سړی ګوري، بدي ته نه ځي، ښې ته ځي، زه د دې عقیدې سړی نه یم، چي پرون تر نن ښه وه، لکه هغه ځیني خلک چي های څه پخواني وختونه وو او څه ښه خلک وو او رحمان بابا هم تر دغه تاثیر لاندي وایي:
    خدایه څه شول هغه ښکلي، ښکلي خلک
    په ظاهر په باطن سپین سپېڅلي خلک
    هیڅ خندا مي له دې خلکو سره نه شي
    ژړوي مي هغه تللي، تللي خلک
    ښه دا شعر خو ډېر ښکلی شعر دی او ډېر وتلی شعر دی، د یو ډېر لوی سړي او د موږ د قدیمو استادانو اثر دی، زه ډېر حرمت ورته لرم، چي زموږ بنیاد یې ایښی دی، لاکن د دې مفکورې سره موافقت نه لرم، زه داسي فکر کوم چي هر نسل چي تر موږ وروسته راځي تر موږ ښه دی او هر نسل تر خپل پخوا نه ښه دی، ځکه ښه دی چي معلومات یې ډېر وي، علم ته یې لار هواریږي او د جهاني مسايلو سره اشنا کیږي او له بل طرف نه دغه د اختراعاتو انکشافاتو ټیکنالوجي سري سیر هغه ته امکان ورکړي چي هغه په دې پوهـ سي، چي په برازیل کي تېره شپه څه خبره وه، دا امکانات چي نه وه یو هیواد نه بل هیواد چا پېژانده نه، نو څرنګه کېدلای سي، کوم مادي امکانات کوم اجتماعي امکاناتو باندي دوی محاسبه کوي چي دا به خراب سي، دا نه خرابیږي دا ښې خوا ته ځي شاید داسي پېچونه او داسي ګردابونه پکي راسي، چي د چا نه بیا هم سر واخلي د چا نه جامې وباسي، لاکن دا په دې معنا نه ده چي یو ملت د بدبختۍ خوا ته ځي، دا په دې معنا ده چي په طبیعي ډول سره لکه طفل چي يې کوی باسي، شری باسي او شنه غاړه تېروي دا د جامعې لپاره په دغه اوسني عصر کي چي نوي حالت ته ورتېریږي، دا طبعي ده چي دا مرضونه به ټول مني او زغمي به یې تېروي به یې هم.
    نور بیا…
    بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۱۳/ ۱۳۹۴


    y
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X