Announcement

Collapse
No announcement yet.

Yo ghazal da khyber afridee

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Yo ghazal da khyber afridee


    چې په هر لور د چا نظر وخندل
    ورته له ورايه هر منظر وخندل
    ستا له مسکا ځنې غوړېږي سحر
    خلق به وائي چې سحر وخندل
    محفل په ما پورې دننه خندل
    ما په محفل پورې بهر وخندل
    په تنکو شونډو کښې ځواني شوه مسکۍ
    څۀ په يو ځائې زړۀ او ځيګر وخندل
    ستا په جفا کښې داسې ساز وۀ اشنا
    شو پسرلے سمې او غر وخندل
    چې په ژړا کښې مې خندا راغله
    هم بې خبر هم باخبر وخندل
    خط دې رقيب ته وۀ، درک پرې زما
    عجيبه کار دے چې خېبر وخندل

    خېبر اپريدے
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X