ښاغلی روح الله وفا
الله (ج) ټول مخلوقات ددې لپاره پيدا كړل چې عبادت يې وكړي، خو داسې انسانان هم شته چې سره له ټولو نعمتونو چې لري يې بيا هم د همدې نعمتونو كفران كوي، ځكه دا د انسان طبيعي خاصه ده چې څه نلري هغه غواړي او څه چې لري هغه خپلو سترګو ته نه راولي.
كه چېرته ته پوه شې هغه پورتنۍ بېلګه يې ښه څرګندولى شي چې الله يو چاته دومره ډېر نعمتونه وركړي خو بيا هغه شخص د الله اوامر نه مني.
داسې هم كېداى شي چې ستا ښه اوبو ته واچوي خو ددې تمه مه لره چې ولې يې رانه مننه ونه كړه. يو پلار خپل زوى لويوي په ثمر يې رسوي خو زوى يې په مقابل كې د هغه ټولې ښېكڼې له ياده باسي او د پلار په مقابل كې راولاړيږي ځكه خو ته بايد ثابت و اوسې او په داسې خلكو پسې لاړ نشې پدې كار كې دوه برترۍ دي يو دا چې ته په حقه يې دوى په غلطه او بل دا چې ته له دوى سره ښه يا ښېكڼه كوې او دوى درسره بد كوي يا درسره بد چلند كوي، دا ډول پېښې په تاريخ كې هم ډېرې راغلې چې الله ج يو قوم ډېر ښه ساتلى خو بيا هم همغه قوم د شيطان لاره نيولې.
وايي ابراهيم عليه سلام د لومړي ځل لپاره مېلمستون جوړ كړ نو د نوموړي عليه وسلام عادت دا ؤ چې هېڅكله يې هم ډوډۍ بې له مېلمه نه خوړله. يوه ورځ مېلمه نه ؤ دا چې يو كس په لاره تېرېده عليه وسلام پرې آواز وكړ او ډوډۍ ته يې راوست، كله چې ډوډۍ تياره شوه ابراهيم ع وسلم مېلمه ته وويل د الله په نامه يې پيل كړه، مېلمه بېدون ددې چې بسم الله ووايي ابراهيم ع ته يې وويل چې ستا خداى الله دى زما نه دى زه يې نه پېژنم، ابراهيم ع ترې دسترخوان راټول كړ او ورته ويې ويل چې زما خداى نه پېژنې هغه خداى چې تاته روزي دركوي، نو زما ډوډۍ نشې خوړلاى، كله چې مېلمه لاړو ابراهيم ع ته د الله ج له لوري دا پيغام راغى: چې اې ابراهيمه ما دا كس خلق كړ، تر نن ورځې يې ښه ساتم او روزي وركوم خو ستا خبره يې يوه ورځ ونه منله تا له خپل دسترخوان څخه وشړلو.
داسې كسان هم شته چې الله ورته روزي وركوي، ساتي يې، نعمتونه وركوي خو بيا هم د خپل بادار اوامر نه مني نو اې بنده ته خو له هېچا دا تمه مه لره چې كه ته ورسره ښه وكړې دوى هم بايد درسره ښه وكړي او درنه مننه وكړي.


Comment