ه
سيند مې وړي
اغلي زرلښت حفيظ
و زه دطبعيت ښکلاګانوسره مينه لرم پوهيږمه ته به هم دا وايئ خو زه فکر کوم چې زه د خداې پر ځمکه کې د هر څه په شتون ډير فکر کوم غرونه، سيندونه ، ګلونه، باغونه ، حيوانات، مرغۍ ،ځنګلونه ،بوټۍ، او ددښتونو پر لمنه کې دښتي ګلونه مې ډير خوښ دي خودګلاب ګل سره ليونې مينه لرمه شاعران او ليکوالان مې ځکه خوښ دي چې په غور او په ښه انداز پر هر څه ژور فکر کوي او د طبعيت د ښګلا ګانو بيلګۍ د خپل مينې او قلم په ژبه په ښکلې انداز بيانوي هو زه چې کله وړه ومه زما د ما شومتوب خواږه وختونه د هميشه بهار ولايت ننګر هارپه فارم هډه کې تيره شوې ده او هلته لويه شوې يمه دپسرلي په محال د خپل مور،خويندې،ورڼو سره دباغونو نه نيولې د غرونو لمنو ته او دښتو ته هم په شګو باندې قدم وهلوته تللې يمه کيداې شي چې دا عادتونه به زما د مور نه ماته پاتې شوې وي ښه مې ياديږي چې يوه ورځ د فارم هډۍ ګلخانۍ ته د ګلانو ليدلو ته تللي وو کله چې هلته ورسيدودلږې شيبۍ نه وروسته د ګلخانۍ تر څنګ هغه واړه تپو او غرونو ته د ختلو په تکل په چابکو قدمونو راوان شولو کوم ته چې مو دورتګ نيت کړې و خو زه داسې فکر کومه چې مشر خور مې د مور نه پوښتنه کړې وه چې زمونږ معلم وايي موږ په خپل غرونوکې ډيرقيمتي ډبرۍلرو دارښتياده؟ مور مې وويل هو چادري يي واخيست مونږ ټولوته ددې شيانو دښودولولپاره يي مونږ سره روانه شوه په لاره کې زه ستړۍ شولمه او مور ته مې وويل زه ستړې شومه زه غره ته نه ځمه مور مې وويل په غره کې ياقوت او زمرود پراته دي او ډير زرک داره ډبرۍ هم دي دا ډبري قيمتي دي ځانته ټول کړه رښتيا چې زرک داره ډبري مې هم خوښ وونو بياپه چابوکو قدمونوکې په منډه منډه روا نه شولومه د غره سر ته ورسيدو لمر تقريبن په غور ځيدوه مور مې چادري يي د خپل مخ نه ايسته کړه هواډيره ګرمه وه خو کله چې د غره سرته ورسيدو نو ډير تازه هوا او يخ هوا زموږ پر مخ ولګيږده چې بنده د خوشحالې احساس کاوه مور مې زرزر څو د ياقوت سوې ډبرۍ پورته کړلې او زما خويندو وروڼو ته وويل دی ته سوخته ياقوت وايي کلونه کيږي چې لمر ته پراته دي د کاره غورځيدلي دي او ما ته يي څو زرورق دارې ډبرې راکړلې مور مې وويل چې په دې غرونو کې سره زر هم شته موږ واړه وو خو اوس چې فکر کوم زما مور يوه ښه معلمه وه زما پلار په ماشومتوب کې مړ و خو د مور مينې موږ يي دی ته نه يو پريښي چې د پلار نه شتون احساس وکړو د غره په سر مو لږ مزل وکړ لږ نور هم وړاندې لاړو او بيا لږ تم شولو مونږ لاندې کتل د وړکې غر نه لاندې ژور ځاې وو مور مې وويل لاندې ډير نور ډبري هم پيدا کيږي په ګوته باندې مخامخ د هډه صاحب زيارت ته ايشاره وکولو وويل هلته کلي دي زيارت هم شته او ډير بتان هم شته چې په کې دير قيمتي ډبري کارول شويدي بله ورځ بيا هلته ځو چې رښتيا هم بله ورځ د خپل اوښي په موټرکې لاړولو په هغه ورځ زما مور مونږ ته ډير ې کيسي وکړې زما مور د وړه غره نه لاندې هغه کندۍ ته ايشاره وکړله وويل کله چې باران وشي نو د باران سره دا ډبرۍ د غره نه بيليږي او لاندې غور ځي زما د مور خبرې ډيرې جالبۍ وې خو ماښام ته نژدې محال وو مور مې په بيړه وويل راځئ چې ځو ماښام دې داسې نه چې کوم وحشي ځناور پيدا شي بله ورځ به په وخته راشو رښتيا هم چې د ما ښام تيارو ته نژدې وه مونږ د فارم هډې مالته باغ ته د ماښام اذان سره سم داخل شولو مور مې موږ ته وويل کله چې د ونو لاندې تيريږي نو بسم الله بسم الله ووايئ او نور زړه وره راشئ مه ويريږئ بسم الله چې ستاسوپه خوله کې وي هيڅ شئ تاسو ته نژدې نه راځي دسپوږمې څلوار لسمه شپه وه سپوږمې د شنه اسمان لمن کې را ښکاره شوه داسې رڼا وو چې لکه په رڼا ورځ کې لمر وي ښه مې په ياد دې لکه پرون نو رښتيا هم چې مونږ بسم الله بسم الله ويلو خو زما يو ورور د شيطانت نه د مور نه پټ پټ ويل دلته ځنګلې ونۍ دي پيران هم شته زه ډيره ويريدمه په چابکو قدمونو د باغ نه ووتلو هوارې ته هلته په لاره کې مکتب وو د واليبال جال او لوې ميدان وو مور مې موږ ته وويل چې دلته لږ تم شئ ستړيا به مو ووځي او بيا د لږۍ شېبې نه ووسته بيا په لاره ګډ شولواو بلا خره کورته ور سيدو صبا جمع وه روخصتي وه ما خپل د زرک واړه ډبرۍ په اوسپنيز اونګ کې ميده کړولو ټوله ورځ ورته خوشحاله ومه او لاسونه مې هم پولۍ شوي وخو درد يي نه کاوه اوس کلونه تير شول خو د ما شوم توب خواږه واړه يادونه ځوانۍ مر حلې ته رسيدلي دي اوس زه په کاناډا کې ژوند کومه دلته په پسرلي کې په پارکونو کې ډير ګلونه، سيندونه، دنګ دنګ چنارونه، او بيا کله چې د کاناډا راکي غرونه وګورمه نو زما ښکلې افغانستان او د ماشومتو يادونه سترګوسترګو ته شي هو زه تل د طبعيت د ښکلا ګانو نندارې ته ځمه دسيندغړميدل او شرهارمې ډير خوښ دي زمايوه نژدې دوست چې کله زه ورته ياده شمه نوالمان کې دسيند غاړی ته ځي او ماته د سيند دڅپود اواز او تصوير نه فلم بر داري کوي او ماته يي دنيټ له لارې را ليګي نواوس چې کله
ويده هم شمه د خيال ښاپيرې مې غرونو لمنو ته اوپار کونواوسيندونو ته وړي خو کله چې ويده شمه نو بيا زما د اعصابو ريموټ کنټرول سم کار نه کوي داسې رقم په رقم خوبونه ګورمه په خوب کې ګورمه چې د لوړو غرونو څوکه کې ولاړه يمه ناڅاپه په اسمان کې تالنده بريښنا شي تيز شمال شي د پسرلي باران سره راشي ګلۍ ور ريږي او ما له ځانه سره پورته کړي او لاندې مې سيند ته ور ګوزار کړي اوسيندمې وړي پاې
