پاکستان له ډېرو کلونو راهیسي د یو شمېر لوېدیځو چارواکو، کارپوهانو او افغان چارواکو له لوري د سختدریځو په ملاتړ او هغو ته د پناهځایونو په ورکولو تورن کېږي. مشهور امریکايي شناند فرید ذکریا په یوه تازه تحلیلي لیکنه کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې ده، ویلي، په افغانستان کې وروستۍ حملې- د کندوز له سقوطه رانیولې پر روغتون د امریکا تر بمبارۍ پوري- یو ځل یوه پوښتنه راپورته کوي او هغه دا چې ولي په افغانستان کې له ۱۴ کلونو وروسته د امریکا هلې ځلې لا هم نیمګړې دي؟
دی د خپلې پوښتنې په ځواب کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر اساس وايي چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور تر ډېره په کوټې ښار کې اوسي چې یو شمېر نور طالب مشران هم پکې دېره دي.
د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر هم په کراچۍ کې اوسېده او دا هم له چا پټه نه ده چې اسامه بن لادن ډېر کلونه په ایبټ اباد کې اوسېده چې دا درې واړه ښارونه په پاکستان کې دي.
ښاغلی ذکریا وايي، تر څو چې په پاکستان کې د تروریستانو د ملاتړ او تمویل مرکزونه له منځه نه وي تللي، امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره خپلو هدف ته نه شي رسېدای.
فرید ذکریا، چې پر نړیوالو مسلو لیکنې کوي او د سي این این د سیاسي خپرونو وړاندې کوونکی دی، باور لري چې د افغانستان مسله د دې حقیقت له منلو پرته حل کېدای نه شي چې د افغانستان د حکومت پر ضد جګړه د دغه هیواد په ګاونډي هیواد کې د یوه خورا غښتلي پوځ له لوري تنظیم، رهبري او تمویل کېږي.
ذکریا وايي، غالباً به د امریکا چارواکي یا له حکومته دباندې ځیني کسان په دې پوهېږي خو هیڅوک نه پوهېږي چې په دې برخه کې څه وکړي. خو تر څو چې د دې ستونزې مخه نه وي نیول شوې طالبان به هیڅکله هم ونه ځپل شي ځکه چې دا پخوانۍ مقوله ده چې هیڅ بلوا ضد جګړه تر هغو نه شي بریالۍ کېدای چې یاغیان پناهځای ولري خو د افغانستان په مورد کې یاغیان یو اتومي قدرت لرونکی ملاتړی لري.
پاکستان دا ډول تورونه تل رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د جمعې په ورځ وویل چې اسلام اباد تروریستانو ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان خاوره د کوم ګاونډي هیواد پرضد وکاروي.
فرید ذکریا وايي پاکستان دا چل او مهارت زده دی چې عملاً د امریکا د وژونکو دښمنانو ملاتړ وکړي خو په ظاهره ځان د امریکا مرستندوی وښيي.
د ده په نظر له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا هڅو وښودله چې په حقیقت کې امریکا له اراوو سره خبرې کولې. د طالبانو مشر دوه کاله پخوا مړ شوی و خو پاکستاني چارواکو داسي ښودله چې د طالبانو له مشر سره د خبرو زمینه برابروي.
ولي پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي؟
فرید ذکریا د دې پوښتنې ځواب په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني له قوله ورکوي، حقاني په خپل کتاب (Magnificent Delusions) کې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ عواملو ته په اشارې ویلي چې که حالات په طبیعي ډول پرېښودل شي (یعني پاکستان مداخله ونه کړي)، افغانستان د هند لور ته نژدې کېږي، چې په نیم قاره کې تر ټولو غښتلی هیواد دی.
د حقاني په نطر د پاکستان پوځ په همدې خاطر دې باور ته رسېدلی چې په افغانستان کې د مذهبي لېوالتیا د ترویج له لارې لاسبری کېدای شي. د افغانستان ټول روشنفکران او ملتپالان پاکستان ته د شک په سترګه ګوري نو یوازې مدهبي ایدیالوژي پاکستان ته په افغانستان کې د نفوذ لار پرانیزي.
حسین حقاني وايي چې دا ستراتیژي نوې نه ده بلکې په ۱۹۷۰ یمه لسیزه کې مخکې تر دې چې شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړي، اسلام اباد په افغانستان کې د مذهبي ډلو په جوړولو پیل کړی و.
امریکا باید څه وکړي؟
د سیاسي چارو شناند فرید ذکریا پوښتنه کوي چې د پاکستان د دې ستراتیژۍ په وړاندې امریکا باید څه وکړي؟
دی په ځواب کې وايي چې امریکا باید لومړی وګوري چې حقیقت څه دی، باید د پاکستان د پوځ په وړاندې خورا کلک دریځ غوره کړي او دا په زغرده ورته ووايي چې دوه مخي پالیسي بس کړي. دا کار به نه یوازې د افغانستان د ثبات لپاره ښه وي بلکې د پاکستان په خیر به هم وي.
فرید ذکریا وايي چې پاکستان د نړۍ بې رحمو تروریستانو سره نژدې اړیکې پالي. د ځینو اټکلونو له مخې د دغه هیواد پوځ د هیواد د ټول عاید په سلو کې ۲۶ مالیه په ځان مصرفوي، حال دا چې د دغه هیواد پنځه نیم ملیونه ماشومان ښوونځي نه لري. نو ترڅو چې د دغه پوځ او د هغه طرز فکر بدل شوی او اصلاح شوی نه وي، د امریکا متحد ایالتونه به، چې له سیمې ځواکونه باسي، له ستراتیژیکې ماتې سره مخامخ شي.
1 comment