نور هر څۀ ته لاندې ووځو پښتانۀ يو
خو ستا سترګې دي چې دې ته شوي نۀ يو
ستا د حسن په دې دومره لوئے جاګير کښې
د خدائې شکر دے په غم باندې ماړۀ يو
نۀ مو سر چا ته ټيټېږي نۀ به ټيټ شي
لۀ خپل ځانه مو زړۀ ښۀ دے بلا ښۀ يو
هر فرعون د زمانې يو ازمائيلي
نرم يو خو عقيده کښې ډېر پاخۀ يو
د وصال کږې وږې شېبې راښکې کړه
ډېر وهلے دې سوکړې د بېلتانۀ يو
د مغرب د زکاتونو لا محتاج يو
په دا څۀ شو کۀ مېشته په نمرخاتۀ يو
کۀ کاږۀ وو بيا به هر چا ته سم دم وو
دا خو سم يو ځکه هر چا ته کاږۀ يو
په سپرلي کښې هم په سرو سترګو ژړېږو
تور نصيبه يو، بدبخته يو، سپېرۀ يو
خلق هسې ګيله من دي ګني مونږ خو
د ښائستوو د رڼو سترګو رانجۀ يو
ستا د سترګو د خمار اثر هم دا دے
دا چې بې نشې نشه اودۀ اودۀ يو
انتظار کۀ په واورينو شپو کښې وي خو
تصور د چا د غېږې وي تاودۀ يو
دا مسلک د کومې مينې دے دا څۀ دي؟
چې تنور کښې د حالاتو هم ساړۀ يو
يوسفزئيه چې نن وخت کښې کوو مينه
ښۀ وزګار يو يا ناچاره لۀ خپل زړۀ يو

Comment