Announcement

Collapse
No announcement yet.

Janab-e-sheikh/mulla

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Janab-e-sheikh/mulla



    زړۀ دې ډک دے د خپل ځانه
    په کښې ځائے نشته د يار
    داسې ډک يې د نېکو نه
    لکه ډک د مړو ښار
    دواړه سترګې دې ړندې دي
    د بل بد د ځان ښۀ وينې
    تل ائينه کښې ځان ته ګورې
    د يار نۀ وينې سينګار
    شونډې ستا وزګارې نۀ دي
    چې صفت د اشنا وکړې
    د خپل نور قصيدې وايې
    په کوڅه کښې د دلدار
    داسې تۀ په نېکۍ مست يې
    لکه وۀ فرعون په زور
    د ريا ښۀ درنه تاؤ دي
    لکه لوئے او تور حصار
    چې په بل کښې بدي وينې
    څومره زړۀ دې شي خوشحاله
    د بل خېشت درته غلا ښکاري
    ستا د تور تاريک جماله
    دا شمکور ړاندۀ چې وينې
    چې ډغرې وهي غورزېږي
    دا هم ستا په شان روان دي
    دا چې پرېوځي پاڅېږي
    دا چې تۀ ورپورې خاندې
    دا مجنون او دا ملنګ
    ستا قبا د شنو رېښمو
    او د دوي شلېدلې لنګ
    دا هم زوے دے د ادم
    د الله د ګوتو جوړ دے
    څۀ کۀ ډوب دے په تيرو کښې
    په شرابو کښې شورپوړ دے
    دے هم ځي په چغو چغو
    دے هم هغلته روان دے
    تۀ چې يې د کوم په طمعه
    هم هغه د دۀ مکان دے
    د دۀ شور چغې هم واوره
    دا هم ځان له وهي هم تا له
    دا چې دے پړ مخ پريوځي
    تا تۀ ښئي تيندک د لارې
    دا دې دے سرماتے وليد
    ځکه تۀ روان وښيار يې
    ستا دعا د ځان دپاره
    تا له دے د دۀ فرياد
    ستا د ښو ډيوه بلېږي
    په سينه کښې ځان دپاره
    د دۀ سرې لمبې د اور دي
    د همه جهان دپاره
    دے تصوير دے د ادم
    د ختو او پرېوتو
    او په سوو زړونو
    د پتنګ د الوتو

    غني خان
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X