Majeed Qarar is the spokesperson for Afghanistan ministry of Agriculture and Aggregation,born in Ghazni or Logar province of Afghistan the young poet has substantial potential of sarcastic,attentive and romantic poetry in Pashto Language.
Following is a piece of his poetry about the bogus practice of "PEERI MURIDEE" in Pashtun society.
سر يې ټيټ کړی په احترام دی
جګ يې نيولی د شاه بام دی
د پير په لاسو باندې ور پروت دی
مشر هېر کړی، آ خپل مقام دی
مريد په غاړه د پير رسۍ کړه
د پير په غاړه، پردی لجام دی
له پيره غواړي مرسته د غيبو
جاهله دغه، عمل حرام دی
د مکتوباتو کتاب يې لاس کې
ته وا چې دغه، د خدای کلام دی
لمنځونه کاندي، خو دا يې نزده
چې دا رکوع ده، او دا قيام دی
د زړو خلکو، په پلو روانو
د پيرۍ دور، په اختتام دی
پير که په خپله، خپل ايمان تېر کړي
زما له خوا نه ورته انعام دی
قبا يې غټه، خېټه پرې پټه
تسبې يې لومه، ږيره يې دام دی
د پلار له برېتو، زوی ته رسېږي
پيري لاڅنګه، عجيب نظام دی
Following is a piece of his poetry about the bogus practice of "PEERI MURIDEE" in Pashtun society.
سر يې ټيټ کړی په احترام دی
جګ يې نيولی د شاه بام دی
د پير په لاسو باندې ور پروت دی
مشر هېر کړی، آ خپل مقام دی
مريد په غاړه د پير رسۍ کړه
د پير په غاړه، پردی لجام دی
له پيره غواړي مرسته د غيبو
جاهله دغه، عمل حرام دی
د مکتوباتو کتاب يې لاس کې
ته وا چې دغه، د خدای کلام دی
لمنځونه کاندي، خو دا يې نزده
چې دا رکوع ده، او دا قيام دی
د زړو خلکو، په پلو روانو
د پيرۍ دور، په اختتام دی
پير که په خپله، خپل ايمان تېر کړي
زما له خوا نه ورته انعام دی
قبا يې غټه، خېټه پرې پټه
تسبې يې لومه، ږيره يې دام دی
د پلار له برېتو، زوی ته رسېږي
پيري لاڅنګه، عجيب نظام دی

Comment