څوک دې نه وايي چې ماته ګناه نه شته
د کابل په جنګ کې چاته ګناه نه شته
ما خو وې چې ته پخپل اختيار کې نه يې
ما خو تاته وې چې تاته ګناه نشته
زوروره! زورور خو زورور دي
زورور ته خو ميراته ګناه نه شته
چې په خلکو کې د عقل ترې نه وي
که دروغ وايي ملا ته ګناه نه شته
مونږه څه ورکړي څنګه ترې څه غواړو؟
نوي ژوند نوي دنيا ته ګناه نه شته
نه، نه ستا ظلم په ظلم حساب نه دی
نه، نه تاته خو نياواته ګناه نه شته
داسې لږ لږ زه له حايه لېونی ووم
د ساقي سترګو ته زياته ګناه نه شته
چې زمونږه د بلا سره ياري ده
که بلا مو خوري بلا ته ګناه نه شته
مونږ د ځان سره څه ونه کړه صابره
مونږ په ځان کړي دنيا ته ګناه نشته
د کابل په جنګ کې چاته ګناه نه شته
ما خو وې چې ته پخپل اختيار کې نه يې
ما خو تاته وې چې تاته ګناه نشته
زوروره! زورور خو زورور دي
زورور ته خو ميراته ګناه نه شته
چې په خلکو کې د عقل ترې نه وي
که دروغ وايي ملا ته ګناه نه شته
مونږه څه ورکړي څنګه ترې څه غواړو؟
نوي ژوند نوي دنيا ته ګناه نه شته
نه، نه ستا ظلم په ظلم حساب نه دی
نه، نه تاته خو نياواته ګناه نه شته
داسې لږ لږ زه له حايه لېونی ووم
د ساقي سترګو ته زياته ګناه نه شته
چې زمونږه د بلا سره ياري ده
که بلا مو خوري بلا ته ګناه نه شته
مونږ د ځان سره څه ونه کړه صابره
مونږ په ځان کړي دنيا ته ګناه نشته
