کله کله خو د ډېرو سختو تېر شم
د اوربله چې دې يو ځلي چاپېر شم
څپه نيولی شمه بيا هم ديدن نشي
کله کله په کوڅه چې دي راتېر شم
کله کله ځان سه وژاړم په پټه
کله کله چې غمونو کې راګېر شم
کله کله اباسين هم په زړه پټ کړم
کله کله د کتاب په شان برسېر شم
کله کله مي شکرې وخوري خوږ شم
کله کله زه د زهرو د ګنډېر شم
کله کله په جرګو کې ناسته پاسته
کله کله لېونو قطار کي شمېر شم
کله کله دا ژوندون راته جنت شې
کله کله خو د خپله ځانه تېر شم
کله کله مې قسمت مئين په ما شې
کله کله د قسمت نه داسې هېر شم
کله کله ستا په وضل باندې موړ يم
کله کله دې بيلتون کې خفه ډېر شم
کله کله خو نيمګړی کار پوره کړم
کله کله خو نه زبر شم نه زېر شم
کله کله دې ديدن باندي غني شم
کله کله خو ملنګ شمه د خېر شم
کله کله راته وائي ساه مې ته ېي
کله کله زه مومند هم ترينه هېر شم
فضل حق مومند
د اوربله چې دې يو ځلي چاپېر شم
څپه نيولی شمه بيا هم ديدن نشي
کله کله په کوڅه چې دي راتېر شم
کله کله ځان سه وژاړم په پټه
کله کله چې غمونو کې راګېر شم
کله کله اباسين هم په زړه پټ کړم
کله کله د کتاب په شان برسېر شم
کله کله مي شکرې وخوري خوږ شم
کله کله زه د زهرو د ګنډېر شم
کله کله په جرګو کې ناسته پاسته
کله کله لېونو قطار کي شمېر شم
کله کله دا ژوندون راته جنت شې
کله کله خو د خپله ځانه تېر شم
کله کله مې قسمت مئين په ما شې
کله کله د قسمت نه داسې هېر شم
کله کله ستا په وضل باندې موړ يم
کله کله دې بيلتون کې خفه ډېر شم
کله کله خو نيمګړی کار پوره کړم
کله کله خو نه زبر شم نه زېر شم
کله کله دې ديدن باندي غني شم
کله کله خو ملنګ شمه د خېر شم
کله کله راته وائي ساه مې ته ېي
کله کله زه مومند هم ترينه هېر شم
فضل حق مومند
