ن الدين عندالله الاسلام. الآيه. اسلام د ټولو پيغمبرانو دين او دکايناتو د خالق لخوا د لارښوونې او هراړخيزه تکامل اوسعادت لپاره يواځنۍ لار ده. قلنا اهبطو منها جميعا فاما ياتينکم منى هدى فمن هداى فلا خوف عليهم ولا هم يحزنون. الآيه. ومو ويل: ښکته شئ ټول (بشريت) له (جنت څخه) او که چيري زما لخوا تاسو ته هدايت (لارښوونه) درځي نو چا چي زما د هدايت متابعت وکړ هغوي به په بشپړ او هراړخيزه امنيت کي وي او له راتلونکي څخه به هيڅ ډول تشويش او غم نه لري. اسلام د ژوند کولو يو جامع او کامل لار ده او دبشري ژوند د تنيظيمولو اصول او د هراړخيزه پرمختګ پرنسيپونه کي يې په ځان کي رانغاړلي دي. لنډه دا چي اسلام هم سياست دي، هم اقتصاد، هم کلتور او هم د ټولنيز ژوند بنسټ. ډيموکراسي له يونان څخه رازيږيدلي او په لغوي لحاظ د (DEMOS) يعني وګړي او (KRATOS) يعني حکومت ترکيب دي.ډيموکراسي د هغو سياسي-حقوقي اصولو ټولګه دهچي د سياسي واک د اعمال ډول يا شکل بيانوي، په لنډو الفاظو د دولت د تشکيل، صلاحيتونو او مکلفيتونو او د سياسي واک د عملي کولو اصولي چوکاټونه راپيژني. ډيموکراسي د تاريخ په اوږدو کي د مختلفو پوهانو لخوا په بېلابېلو ډولونو تعبير شوي او يو ځانګړي ټولو ته د منلو وړ مفهوم نه لري.
د ډيموکراسي ځانګړي سياسي مفهوم ته په کتلو سره زما وړانديز دادى چي دغه بحث د اسلام اوډيموکراسي څخه چي په شکلي او ماهوي لحاظ دوه هم وزنه پديدې نه دي د اسلام سياسي نظام او ډيموکراسي تر عنوان لاندي پرمخ بوزو.
له دې لنډې مقدمي وروسته خپل بحث په دريو برخو ويشو:
د اسلام د سياسي نظام لنډه پيژندنه
اسلام د يوه جامع دين په حيث په سياسي ډګر کي ډير اصول او پرانسيپونه لري، د اسلام سياسي نظام ته خلافت (د اهل تسنن له نظره) يا امامت (د اهل تشيع له نظره) ويل کيږي. خداي پاک د انسان د خلقت په هکله ملايکو ته داسي خطاب کوي: زه په ځمکه کي خليفه مقرروم. يعني انسان په ځمکه کي بلاتشبيه د خداي پاک نايب الحکومه دي. په دې مفهوم کي خداي پاک ټولو انسانانو ته د سياسي کيدلو ترغيب ورکوي نو هر مسلمان بايد چي سياسي وي. اوس به د خلافت يا د اسلام د سياسي نظام مهم بنسټونه او ستني تر بحث لاندي ونيسو:
1. خلافت انتخابي دي:خليفه يا د اسلامي دولت رئيس او لوړ پوړي سياسي چارواکي د خلګو په خوښه او انتخاب ټاکل کيږي او د زور او وراثت له لياري نه انتصابيږي. په اسلامي سياسي فرهنګ کي د راي ورکولو او انتخاباتو پرځاي د بيعت پر اصطلاح ډير ټينګار شوي، چي د انتخاب يا راي ورکولو هم مفهومه دي. د اسلام لومړي، دويم، درېيم او څلورم خلفا د بيعت له لياري سياسي واک ته رسيدلي دي. تاريخي روايت دي چي ابوبکررض وروسته له دې چي د مدينې منوري د خلګو لخوا ورسره بيعت وشو، څو مياشتې نور هم اجراات نه کول او منتظر وو ترڅو د ټولو اسلامي قبايلو او ښارونو څخه دده په نامه بيعت راشي، او همدارنګه نورو راشده خلفاوو.
2. اسلامي سياسي نظام کي واک ويشل شوي: خليفه يا د اسلام د سياسي نظام لومړي شخص د اوسنيو سياسي رژيمونو د جمهور رئيس په شان تقنيني، قضايي او اجرايي صلاحيتونه لري، خو په اسلام کي تقنيني چاري د اهل حل و عقد شورا ( د اوسنيو پارلمانون معادل) ته، قضايي چاري مخکښو فقهاوو او قاضيانو ته او اجرايي چاري نورو مامورينو او څارګرو ته سپارل شوي دي. يعني د سياسي واک دغه درې مهمي برخې په بشپړ ډول دخليفه په لاس کي نه دي.
3. د اسلام سياسي نظام شورايي دي: د اسلام سياسي نظام پرجمعې پريکړو ولاړه ده او خودسري او ديکتاتوري ته په کي ځاي نشته. لکه خداي پاک چي رسول اللهص ته امر کوي ( و شاورهم…) او يا چي فرمايي( و امرهم شوراي بينهم).
4. د اسلام سياسي نظام د خلګو پروړاندي مسئوله ده: د اسلامي ټولني هر وګړي کولاي شي، چي هر وقت او په هر ځاي کي د دولت پر کړنو نيوکه وکړي او مسئولين بايد يا قناعت ورکړي او يا به مجازات او ګوښه کيږي. پر دولت نيوکه په اسلام کي د جواز ترڅنګ په ځينو حالاتو کي واجب دي.
5. مدني حکومت: د اسلام سياسي نظام کې دا ګنجايش نشته چې يو څوک دې د خداى د استازي په نامه پر خلکو حکومت وکړي او د منځنيو پېړيو کليسايي نظامونو په څېر هر څه يې چې زړه وغواړي د دين په نامه پر خلکو تحميل کړي. اسلامي سياسي نظام د مخکې وضع شويو انساني اصولو په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي او هېڅوک نشي کولى له دغو حدودو څخه سرغړونه وکړي.
6. د بشر اساسي حقوق: اسلام له بل هر مسلک څخه انساني ارزښتونو ته زيات پابند دى او د بشر اساسي حقوق يې په بشپړ ډول خوندي کړي دي. په اسلامي ټولنه کې هېڅوک د خپلې عقيدې، نژاد، رنګ، جنس او فکر پر بنسټ نه زورول کېږي. په اسلام کې د هېڅ ډول تبعيض او توپير ګنجايش نشته. په اسلامي خاوره کې ديني اقليتونه د (ذمي) او (مستامن) په توګه په بشپړ ډول د عقيدې له آزادۍ څخه برخمن دي. پر دوى له ټولنيز نظم او عامه منافعو وراخوا هېڅ ډول ديني احکام نه تطبيقېږي. ديني اقليتونه کولى شي د دولت په سياسي جوړښت کې ونډه ولري او وزارتونو ته وټاکل شي.
7. د خداى پاک حاکميت (د خلکو حاکميت): حاکميت يا د دولت عالي قدرت په اسلامي سياسي نظام کې د کايناتو د خالق او شارع سره دى چې د خلکو په واسطه د شريعت د اصولو په رڼا کې تمثيلېږي. په دې مفهوم چې خلک تر هغه ځايه کامل الاختياره دي چې د اسلام له اصولو سره متناقض عمل تر سره نکړي.
8. عدالت: عدالت د ظلم په مقابل کې استعمالېږي او د هرې پديدې پر خپل ځاى کارولو ته عدالت ويل کېږي. عدالت له مساواتو څخه پراخه، هراړخيزه او په ډېرو مواردو د تطبيق وړ مفهوم لري. د اسلام بنسټ پر عدالت اېښودل شوى. د اسلام سياسي نظام د عادل ټولواک غوښتونکى دى او له جابرو پادشاهانو سره د مبارزې درس ورکوي.
د اسلام د سياسي نظام پورتنيو بنسټونو ته په کتلو سره دغه نظام داسې تعريفولاى شو چې: هغه مدني – انتخابي نظام دى چې د شارع په نيابت د خلکو لخوا د ټولنې چارو ته په مسئولانه ډول او د شورا د اصل په رڼا کې، سمون ورکوي.
د ډيموکراسۍ نڅوړ
مخکې مو وويل چې ډيموکراسي د ټولو پوهانو پر وړاندې يو ځانګړى او متحد مفهوم نلري او د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو ډولونو معرفي او را څرګند شوى دى خو په ټولو تعريفونو او مفاهيمو چې ډيموکراسۍ ته ورکول کېږي يو څو مشترک اصول او ټکي شته چې مونږ يې په لنډ ډول په لاندې توګه خلاصه کوو:
پورتني لسګوني اصول په يوه جمله کي داسي خلاصه کوو:ډيموکراسي د خلکو په واسطه د مساواتو او قانون په رڼا کي له هغه سياسي سيستم څخه عبارت دي چي سياسي واک په کي ويشل شوي، د بشر حقوق په کي خوندي دي او دولت د خلګو پروړاندي په کي مسئوليت لري.
د اسلام سياسي نظام او ډيموکراسۍ اړيکي
له دې بحث څخه مو موخه داده، چي وڅيړو آيا ډيموکراسي د اسلام له سياسي نظام سره تناقض لري، او کنه، د ډيموکراسي ماهيت او د اسلام د سياسي نظام محتوا سره منطبق دي او د دواړو ترمنځ په ټوليزه توګه کوم توپير او تناقض نشته.
د دې پوښتني د ځواب اړوند په اسلامي امت کي درې ډوله فکري جريانونه په موازي شکل په جريان کي دي، چي هر يو يې په لنډ ډول ترڅيړنې لاندې نيسو:
1. افراطيون: د دغه فکري جريان په استدلال، له هغه ځايه چي ډيموکراسي يوه غربي- وارداتي مفکوره ده او ډير ټينګار يې د خلکو په مطلقه آزادي، د دين او سياست په بېلوالي او ملت پالنې دي، نو ځکه د اسلامي ارزښتونو په نظر کي نيولو سره په هيڅ صورت د منلو وړ ندي.
2. اسلامي سيکولرستان: په اسلامي نړۍ کې يو فکري جريان داسې هم دي، چي غواړي د نړۍ د ختيز او لويديز ترمنځ شته حساسيتونه له منځه يو سي او په دې لاره کي دومره مخکې ځي، چي ځيني منل شوي اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او اسلام( په ځانګړي توګه د اسلام سياسي نظام) د غرب سيکولرستي افکارو تابع کوي. ددو په اند اسلام او ډيموکراسي په ماهيت او شکل دواړو کي هيڅ ډول ستونزه نه لري او مونږ کولاي شو په يوه اسلامي هيواد کښي يو ډيموکراتيک (سيکولر) نظام رامنځ ته کړو.
3. منځلاري: دغه فکري جريان ددوو پورتنيو جريانونو ترمنځ موقعيت لري. د دوي په اند که چيري ډيموکراسي يو داسي حکومت ته ويل کيږي، چي هغه د خلګو لخوا ټاکل شوي او خلګو ته مسئول وي نو په دې صورت ډيموکراسي اود اسلام سياسي نظام سره منطبق دي او ډيموکراسي د اسلام د سياسي نظام يوه برخه ده. د دوى په اند د ډيموکراسي له ماهيت څخه دا نه ښکاري، چي يو ډيموکراتيک نظام به حتما سيکولر هم وي.
Leave a Reply
Your email address will not be published. Required fields are marked *

- د اسلام د سياسي نظام لنډه پيژندنه
- د ډيموکراسي نڅوړ
- د اسلام د سياسي نظام او ډيموکراسي تر منځ اړيکي

- سياسي واک کې د خلکو ګډون: ډيموکراسي په سياسي واک کې د وګړو پر ګډون ډېر ټينګار کوي. په يو ډيموکراتيک نظام کې هر وګړى کولى شي راى ورکړي، ځان کانديد کړي، د دولت له کړنو نظارت وکړي او پر دولت نيوکه وکړي.
- مساوات: په يوه ډيموکراتيکه ټولنه کې ټول وګړي برابر حقوق او فرصتونه لري او له هېچا سره هېڅ ډول تبعيض نه کېږي.
- سياسي زغم: په ډيموکراتيکو دولتونو کې هر وګړى، ډله او سياسي ګوند د سياسي زغم درلودونکى دى او د ټاکنو پايلې په سوله ايز ډول منل کېږي. اقليتونه په امن کې دي او سياسي واک د زورولو وسيله نده.
- محاسبه يا مسئوليت: په ډيموکراسۍ کې سياسي واک د خلکو پر وړاندې مسئول دى او د دولت هر مقام خلکو/د خلکو استازو ته له خپلو کړنو ځواب ويونکى دى.
- شفافيت: په يو ډيموکراتيک دولت کې د چارو د تنظيم او شفافيت په موخه خلک د رسنيو او خپلو استازو له ليارې په دولت کې مداخله لري او عامه افکار د دولت په کړنو کې د شفافيت لامل ګرځي.
- ټول ټاکني يا انتخابات: په ديموکراتيکو ټولنو کي په هميشني ډول ټول ټاکني ترسره کيږي او خلګ د ټول ټاکنو له لياري خپلو استازي او نورو دولتي مقاماتو ته رايه ورکوي.
- د سياسي واک وېش: ډيموکراسي د سياسي واک پر ويش باور مند دي او په يوه شخص يا ډله کي د واک له تجمع څخه مخنيوي کوي ترڅو د سياسي واک څخه د ناوړه ګټېاخيستې مخه ونيول شي.
- د بشر بڼسټيز حقوق: ټولي ډيموکراتيکې ټولني د بشر حقوقو ته درناوي لري او دهغو ساتنه کوي، د ژوند کولو، آزادي، عقيدي، بيان … حقوق په ډيموکراسۍ کي خوندي دي.
- څوګوندې سيستم: ډيموکراسي کي سياسي واک ته درسيدا لپاره بايد رقابت وشي تر څو خلک له دوو/څو څخه د يوه د انتخاب حق ولري، په يوه ډيموکراتيکه ټولنه کي حتما له يوه څخه زيات ګوندونه شتون لري.
- د قانون حاکميت: په يوه ډيموکراتيکه ټولنه کي قانون حاکم وي او سيلقوي فيصلو ته په کي ځاي نشته.