رنګه چې د افغانستان ځوریدلو او کړیدلوخلکو ته لکه د لمر په شان څرګنده شوه چې دغو ملي خاینینو تر پرونه پورې دا کړیدلی ولس او د افغانستان سپیڅلې خاوره خپلو بادرانو په مرسته ټوټې ټوټې کړه او په میلونونو بی ګناه کسانې شهیدان کړل او اوس دوی د واک د ترلاسه کولو په موخه یو د بل تر څنګ ناست دي او یوه ورځ هم د هغه ریښتوني مجاهد، د هغه د کورنۍ، د ماشومانو، د کنډوښځو، د میندو، د پلرو پوښتنه چا ونه کړه چې څه حال لرئ، آیا تاسو کور، خواړه اوبه لرئ او کنه، د هغوی د ماشومانو لپاره د ژوند نورې آسانتیاوې لکه ښوونځي ته تګ، د لوبې، او د ژوندانه نور فرصتونه خو لا پریږده شته دي او که نه؟ دغه خاینین د افغانستان د ولس او ددې خاورې دشمنان دي، دوی د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو په موخه نه د دې ولس وینې او نه یې قربانۍ ته ارزښت ورکړ. جهاد د افغانستان ملت وکړ، جهاد ټولو افغانانو وکړ، جهاد د یوه کلي، د یوه ولایت او یا هم د یوه قوم کسانو ندی کړئ نو مونږ د افغانستان خلک دا پوښتنه کوو چې ولې ځینې کسان د جهاد د ترسره کولو په موخه مادي او معنوي امتیازات د خپل نوم د یوې ولسوالۍ او دیوه ځانګړي توکم په نامه ختموي او ختمې کړل؟
په افغانستان کې ویاړونه د افغانستان ملت پورې اړه لري نه د یوه ځانګړي ټبر او توکم پورې، که چیرته د افغانستان تاریخ ته ځیر شو زمونږ نیکونو ډیرې تاریخي لاسته راوړنې لري دي او دا په ډیره میړانه وایم هغه ویاړونه چې نړۍ او نړیوال قدرتونه یې اوس د لاسته راوړلو هڅې کوي سره له دې اوس مهال کې دوی سره ډیرې پوځي آسانتیاوې او شونتیاوې هم شته مګر زمونږ تاریخ جوړونکو پېړۍ مخکې دغه ویاړاو ځواک یې درلوده خو مونږ د افغانستان اتلو دغه ټول ویاړونه د افغانستان یوه ټبر یا توکم ته منسوب نکړ بلکه دا مو د ټول افغانستان او د افغانانو ویاړ وبوله او بولو یې.
له تیرو څو لسیزو څخه را په دیخوا چې افغانستان د نړیوالو د جګړې د ډګر په آزمایښتځای بدل شوی دی د افغانستان په دننه او له بهر څخه د دې هېواد شاته تګ، د خلکو ځورونه، د علم او زده کړې بیرته والی، بیوزليتوب، بې کاري، د جګړو دوام او د دې ولس د سپیڅلي جهاد بدنامول او له جهاد څخه د څو ګوتو په شمېر کسانو او کړیو ناوړه ګټه پورته کول.
په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو کومې بدمرغۍ چې د افغانستان خلکو او د دې ځوریدلي هیواد ولس د څو کلنو څخه راپدیخوا یې ولیدلې او ویني یې د هغه اصلي لامل دغه څو تنه واک غوښتونکي، د پردو ګوډاګیان، د افغان ولس دښمنان، پردي پاله او هغه منحوسې څېرې دي چې د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو لپاره یې د افغان بیوزله او ځورلیدلي ولس بچیان د لرګیو په شان وسوزول.
پاتې دې نه وي چې د ظالمانو او خاینانو څراغ تر نیمې شپې وي د دغو مزدورو مخونه به یوه ورځ لکه تور دیګی تور شي یا به یوه ورځ دغه ولس له دوی څخه د هغوی د دوی د جنایتونو ، خیانتونو او ظلمونو په هکله چې په ترڅ کې یې زمونږ ورونه، بچیان او پلرونه په کې شهیدان شوي دي پوښتنه وکړياو یا به یې خدای داسې تباه او برباد کړي چې هیڅ پوه نشي چې پرمونږ څه وشول، د بدخشان د ارګو ولسوالۍ ناورین د نړۍ ټولو مسلمانانو لپاره د خپګان ځای دی خو زه خپله د خپلو دغو هیوادوالو په غمونو کې خپل ځان شریک بولم، هغه فرصت غوښتونکي چې د افغانستان ولس له پاک جهاد څخه ناوړه ګټه اخلي، پر خلکو ظلمونه کوي ، د ملت د وینې دروناوی نه کوي او لنډه دا چې د پردیو مزدوري او د خپلو هیوادوالو لالهاندي غواړی خدای به یوه ورځ پر هغوی داسې ناوری راولي چې په ډوبۍ او د نړۍ نورو هیوادونو کې د خپلو شتمنیو په آرمان خاورې سره خاورې شي ور به شي خبر به شي.
په افغانستان کې د میلونونو شهیدانو، کونډو او یتیمانو له نامه څخه چې هغو منحسو څېرو د بیلابیلو هېوادونو او سرچینو نه مرستې ترلاسه کړې او هغه یې په خپلو شخصي جیبونو کې واچولې، لوړې ودانۍ یې جوړې کړې په اماراتو او نورو بهرنیو هیوادونو ته یې د خوندیتوب لپاره ویوړلې د دې ځواب به یوه ورځ خدای ته او زمونږ دردمن ولس ته ورکوي هغوی حساب ورکوونکي دي او دغه بیوزله ولس حساب اخیستونکی دی.
نن سبا که مونږ له ښاره ووځو په کلیو او بانډو کې وګورو نو خامخا په هر کلي کې په لسګونه ریښتني مجاهدین، اتلان، د دې سپڅلې خاورې رښتیني بچیان، معیوبان، یتیمان او داسې نور ناتوانه خلک او کورنیو سره به مخامخ شئ چې هغوی که سهار یوه مړۍ ډوډۍ ولري نو غرمې ته حیران وي او که یې غرمې ته ولري نو شپې ته حیران وي، زه ددې خاورې د یوه ځوان بچي په توګه له دغو ښاغلو څخه پوښتم دا چې تاسو د جهاد او داسې نورو ټیکه داري کوئ آیا کومه ورځ مو هم د دهغه ریښتني مجاهد او یا هم د هغه د کورنۍ غږ اوریدلی دی البته د هغو کسانو ستر آرمان او د افغانستان د آزادۍ غوښتونکو سره چې په پورته ستونزو لاس او ګریوان دي له نږدي مو لیدلي دي؟
زه په ډاډه زړه او په میړانه وایم چې نه؟