Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ملي قوتونو د وحدت ضرورت/ عبدالخالق درانی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ملي قوتونو د وحدت ضرورت/ عبدالخالق درانی

    د ولسمشرۍ په روانو انتخاباتو کې درې کاندیدان تر نورو مهم او پیاوړي ښکارېدل: ډاکتر زلمی رسول، ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله. ډاکتر زلمي رسول او ډاکتر اشرف غني دواړو په کورنیو جګړو کې برخه نه ده لرلې، د هیچا په وینو یې لاسونه سره نه دي ، د خاصو تنظیمونو غړي نه دي، ښه نړیوال شهرت لري، په خارجي پوهنتونونو کې یې لوړې زده کړې کړې دي، د خلکو د خوښي په حکومت او دموکراسي باندې باور لري او د افغانستان په هغو سیاستوالو کې حسابېږي چې په ملي سویه فکر کوي.
    خو د دغو دوو کاندیدانو کمپینرانو او پلویانو ډېر وخت په دې تېر کړ چې یو بل سره تخریب کړي. دوی ګومان کاوه چې په خلکو کې د اشرف غني او زلمي رسول پلویان زیات دي نو ځکه په دغو دوو کې که یو تخریب شي، بل به خامخا کامیاب شي. له دوی سره دا فکر هم وو چې ډاکتر عبدالله عبدالله د هېواد په خاص سمت کې خاصې رایې لري چې هغه ورڅخه نه اخیستل کېږي نو پکار نه ده چې غرض ورسره وشي. په دې منځ کې یو بل حقیقت هم باید هېر نه کړو چې په کابل کې او د هېواد په اکثرو سیمو کې ډاکتر زلمي رسول او ډاکتر اشرف غني ته بد ویل ډېر اسانه او بې خطره کار دی، خو په عبدالله عبدالله باندې سخته نیوکه کول، ټوکه نه ده. لکه څنګه چې په تېرو دولس کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي غندل اسانه او بې خطره کار و خو د مارشال مرحوم یا په شورای نظار او جمیعت اسلامی پورې د نورو مقاماتو غندل خطرناکه چاره ګڼل کېدله، دا ځل هم کیسه دغسې ده.
    وضعیت داسې و چې د ولسمشرۍ په روانو ټاکنو کې ډېره انرژي د ډاکتر اشرف غني او ډاکتر زلمي رسول په مخالفت باندې ولګېده او په نتیجه کې دغه دواړه ملي شخصیتونه کمزوري شول چې ګټه یې عبدالله عبدالله ته ورسېده.
    اوس چې داسې ښکاري چې انتخابات به دویم پړاو ولري او ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني به یو ځل بیا سره سیالي کوي، ملي قوتونو ته پکار ده چې د تېر ځل له اشتباه پند واخلي او داسې دریځ ونیسي چې د افغانستان خیر پکې وي.
    په افغانستان کې سولې ته اړتیا ده. په افغانستان کې ښې حکومتدارۍ ته اړتیا ده. په افغانستان کې د حکومتي ادارو پیاوړتیا او د قانون حاکمیت ته اړتیا ده. له مضرو ګاونډیو څخه د افغانستان ساتنې ته اړتیا ده. دې ته ضرروت دی چې خلک په اقتصادي لحاظ تر پخوا بهتره شي. دې ته ضرروت دی چې ځوانانو ته کار پیدا شي او د تعلیم او طبي خدماتو کیفیت بهتره شي. دې ته ضرورت دی چې اجتماعي عدالت ولرو او ځینې سیمې په نورو سیمو برتري ونه لري. داسې نه وي چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکو ته د مشکوکو خلکو په سترګه وکتل شي او د ځينو ولایتونو خلک فوق العاده امتیازات ولري. د افغانستان مشکلات مونږ ټولو ته معلوم دي. خیر په دې کې دی چې خپلو مشکلاتو ته وګورو او یو ملي دریځ خپل کړو.
    که خدای مکړه د انتخاباتو په دویم دور کې د شخصي احساساتو او مخالفتونو په اساس فیصله وکړو او یا انتخاباتو ته هیڅ اهمیت ورنه کړو او په دې هوایي خبرو پسې وګرځو چې خارجیان به یو څوک ټاکي او زموږ رایه څه اهمیت نه لري، نو بیا باید د ښې سبا انتظار ونه لرو.
    ولې سپینې خبرې نه کوو. همدا اوس د افغانستان ځينې ولایتونه د جنګ او ناامنۍ او بدمرغۍ په اور کې سوځي. که تحول رانه ولو، که تنظیمي اداره په ملي ادارې بدله نه کړو او که د درغلۍ د روان ناورین د مخنیوي هڅه ونه کړو نو بهتري به څنګه راځي؟
    مونږ هر یو یوه رایه لرو او مونږ هر یو یاران ، دوستان او خپلوان لرو. پکار ده چې د ضمیر او وجدان په حکم او د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د ملي قوتونو ملا وتړو او نور هم وهڅوو چې خپله رایه د افغانستان د خیر او نیکمرغۍ لپاره استعمال کړي.
    که خدای مکړه ملي قوتونه او د ملي فکر خاوندان د تېرو اونیو په شان شخصي مخالفتونو او کشمکشونو ته ادامه ورکړي، نو د سبا ورځې مسولیت به د چا په غاړه وي؟ د ملي مسایلو او ملي فیصلو لپاره په سړه سینه فکر پکار دی. که مونږ په دې اساس په رایو کې برخه اخلو چې پلانی مې تربور دی او له هغه سره باید خامخا مخالفت وکړم، یا د یوې خامې مادي تمې په اساس په انتخاباتو کې برخه اخلو، نو هم به تاریخ ته مختوري یو او هم د قیامت په میدان کې د خدای (ج) په حضور کې. دغه راز زموږ هره ناسمه فیصله د دې باعث کېږي چې خپل اولاد ته مختوري شو. که مونږ غلطه فیصله کوو او هیواد یو ځل بیا د ملي قوتونو په ځای تنظیمي او سیمه ایزو قوتونو ته سپارو، د اولاد راتلونکې په مو څنګه وي؟
    تاریخ ډېر لوی معلم دی. کله چې زموږ خلکو ملي فکر کړی او معقول اقدام یې کړی دی نو د هېواد چارې د میرویس خان نیکه او احمد شاه بابا په څېر کسانو ته سپارل شوې دي چې تر اوسه ورباندې فخر کوو او خوشحالي احساسوو خو کله چې مو د ملي فکر په ځای نور فکرونه کړي او یا مو په ملي مسایلو کې بېخي برخه نه ده اخیستې نو بیا د ثور د اوومې او اتمې په څېر لوبې راسره شوې دي.
    انتخابات د یوه ملي او تاریخي امتحان حیثیت لري. له دې امتحانه باید کامیاب راووځو او دا کامیابي مو په خپل لاس کې ده. که چېرې ملي قوتونه سره یو لاس شي او د شخصي ګیلو او ماڼو په ځای ملي خیر او ملي ګټې محترمې وګڼي او دغه راز ټول هغه کسان چې ملت ورته محترم دی، د شاوخوا خلک او یاران دوستان هم وهڅوي چې په انتخاباتو کې په روڼو سترګو برخه واخلي، نو زموږ ملت به ان شا الله کامیاب وي. نور باید همت وکړو او دا ونه زغمو چې په کندهار یا هلمند یا اروزګان یا بل هر ځای کې زموږ میندې بورې شي او زموږ خویندې ورارې شي. مونږ په خپلو رایو تحول راوستلای او په خپل تاریخ کې نوی باب پرانیستلای شو.
    ( د کندهار چاپ له ګرداب ورځپاڼې څخه په مننه)
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X