قصيده
اراسته ئي تورے زلفے ولـــونه ولونه
فرښتو ئي په جبين ايخـــي خالــونه
شونډي سرې زما د يار لکه انار دي
اننګي غونچي غونچې ئې سره ګـــــلونه
نوم ئي خوږ لکه ګبين راباندي لګي
حســرتونه مي په زړه ئي ديدنــونه
سترګې تورې د هوسئ لري دلبره
نازولــــې په ناز ناز ږدي قـــــــدمونه
اور کړي پوري د مئينو په جونګــــړو
وروي د بام د سره چــي اورونه
رنګ په رنګ شوخي د ګل و برګ سيوا شي
که شيندلي ځائي په ځائي دي چا رنګونه
زر به در په درشي ډير درپسي ياره
ارماني به په زړه يوسي حسرتونه
يار زما د زړه په باغ کې سور ګلاب دے
لور په لور ئي راخوارۀ دي نګــــهتونه
قصيده په فرمائيش فيروز ليکــــــلې
د مصرعې په سر د يار د نوم حرفونه
اراسته ئي تورے زلفے ولـــونه ولونه
فرښتو ئي په جبين ايخـــي خالــونه
شونډي سرې زما د يار لکه انار دي
اننګي غونچي غونچې ئې سره ګـــــلونه
نوم ئي خوږ لکه ګبين راباندي لګي
حســرتونه مي په زړه ئي ديدنــونه
سترګې تورې د هوسئ لري دلبره
نازولــــې په ناز ناز ږدي قـــــــدمونه
اور کړي پوري د مئينو په جونګــــړو
وروي د بام د سره چــي اورونه
رنګ په رنګ شوخي د ګل و برګ سيوا شي
که شيندلي ځائي په ځائي دي چا رنګونه
زر به در په درشي ډير درپسي ياره
ارماني به په زړه يوسي حسرتونه
يار زما د زړه په باغ کې سور ګلاب دے
لور په لور ئي راخوارۀ دي نګــــهتونه
قصيده په فرمائيش فيروز ليکــــــلې
د مصرعې په سر د يار د نوم حرفونه



Comment