Announcement

Collapse
No announcement yet.

Yo Ghazal

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Yo Ghazal


    غزل

    هم هغه خلک وو اورونه یې کړهٔ بل دلته کښې
    چې په امیر او محافظ به مو بلل دلته کښې

    چې د تعبیر په ارمان درد سره اشنا شوم خلکه
    خود به له سوخته مې خوبونه پرېښودل دلته کښې

    د چا د نوم سره منسوب مې وه د زړه کورکی
    څه سراې خو نه وه چې به هر څوک اوسېدل دلته کښې

    نه محبت او نه یاران مې په زړه ښه راغلي
    چې ځاې کړي جوړ پکښې نو وروستو شي بدل دلته کښې

    هغه چې ذکر یې کتاب او په نصاب کښ نشته
    هغه غدار هغه بدنام زمونږ اتل دلته کښې

    هر روښان فکره دلته ګېر دی د فتوو په جال کښې
    د هر وګړي د خلې تاؤ د پټکي ول دلته کښې

    بیا د پټکو او د بوټانو منځ کښې روغې کېږي
    بیا به توئېږي دی زمونږ وینې ته چل دلته کښې

    چې د ګل مخو نه کړي طمع د وفا لېونی
    بل څوک به نه وي د توقیر غوندې پاګل دلته کښې

    ۲۵-۰۳-۲۰۱۴
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X