Announcement

Collapse
No announcement yet.

Lewaney Vs Mullah

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Lewaney Vs Mullah

    سوال ځواب د لېوني او ملا

    لېونيه! مکه څۀ ده؟

    ملا! کور د يو عاشق دے
    کوټنۍ دي ګني ډېرې
    د همو رب خالق دے

    لېونيه! ايمان څۀ دے؟

    ملا! دا دے پوخ ګمان
    د يو خوب په زړۀ ليدۀ دي
    د وصلونو د جانان

    لېونيه! جنت څۀ دے؟

    ملا! ستا جنت پېتي ده
    او زما جنت وصال دے
    يو خمار يوه مستي ده

    لېونيه! حُوره څۀ ده؟

    ملا! لهر د خمار دے
    يوه کرښه د شفق ده
    د خندا بړبوړکۍ ده

    لېونيه! نشه څۀ ده؟

    ملا! دا په سېل واتۀ دي
    د مستۍ رنګين محل کښې
    دا واتۀ ننواتۀ دي

    لېونيه! چې مونځ څۀ دے؟

    ملا! خاورې ښکلول دي
    د جانان کوڅې ته تلل دي
    د اميد ارمان کېدل دي

    لېونيه! سجده څۀ ده؟

    ملا! ځان خاورې کول دي
    د مستۍ د ګلو هار
    د يار خپو کښې اچول دي

    لېونيه! ژوندون څۀ دے؟

    ملا! زۀ يمه ژوندون
    دا زما د خوب ليدل دي
    د سبا او د پرون

    لېونيه! وصال څۀ دے؟

    ملا! ښائست کښې ډوبېدۀ دي
    دا په ستورو ګډېدۀ دي
    په سپوږمۍ کښې خورېدۀ دي

    لېونيه! حسن څۀ دے؟

    ملا! لهر د خمار دے
    يو موسکے موسکے شان خيال دے
    يو نرے د رڼا تار دے

    لېونيه! تۀ يې څوک؟

    ملا! زۀ د چا ارمان
    زۀ يو ګل د چا د ګوتو
    پروت په خپو کښې د جانان

    غني خان .........دارالامان ٢٥ فروري ١٩٢٢ء
    Last edited by Yousafzai Pakhtun; 07-21-2010, 05:47 AM.
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    WALA baran Wu nan dar Zarkhogay Zarkhogay Ghaguna rabanday washwal...

    DAR KHWANDWAR DA........
    .....


    Comment


    • #3
      امير جماعت اسلامي
      سردار علي خان ته

      دا چې تۀ په سجده پرېوزې او زۀ ډک د ميو جام کړم
      دا هم زۀ غواړم فرار، دا هم تۀ غواړې فرار
      تۀ لټوې هغه جهان کښې، حُورې ګل اندامې
      زۀ جنت دلته لټومه، نشم کولې انتظار
      تا په قرض ژوندون ورکړو، زۀ ترې نغده سودا غواړم
      دا تۀ ښۀ شوې په بېوپار کښې، کۀ ما ښۀ وکۀ بېوپار
      شېخه راشه مېخانې ته، چې مقصد زمونږه يو دے
      ستا د مرګه پس قرار، زما دلته کښې قرار
      نور د سوال مقام مو يو دے، د ژړا ځائې مو شريک دے
      يو ارمان د دواړو زړۀ کښې، کوي جدا جدا اظهار
      پتنګان د يوې شمعې، کۀ بينا دے کۀ شمکور دے
      دا خو ځکه د حاجي صېب، لېونے دے د زړۀ يار

      غني خان
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment


      • #4
        HaHa Dar khwandwar WALA ...

        GHANI baba da KHUDAY pa zat dar ghat bawar nu da zan ?...
        .....


        Comment

        Working...
        X