Announcement

Collapse
No announcement yet.

Zama yao Ghazal

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Zama yao Ghazal

    غزل

    لکه سپوږمۍ وي په اسمان يواځې
    داسې په زړۀ مې ستا ارمان يواځې

    همسفر ډېر وو خداې زده چرته لاړل؟
    دَ عشق پۀ دشت کښې يم روان يواځې

    دې کېفيت له دَ ژوند څۀ نوم ورکړم؟
    چې روح يواځې هم مې ځان يواځې

    زمونږه زړۀ زمونږ ځيګر پښتونخوا
    دا مو شناخت دا مو پهچان يواځې

    بس دې دَ دې هېواد نه کډه کوؤ
    دلته پټکي دي او بوټان يواځې

    زمونږ جونګړې کۀ ړنګوي نو خېر دے
    خو چې دَ خدائے کور کړي ودان يواځې

    چرته چې اوسي دَ رڼا قاتلان
    هلته به څنګ کړو چراغان يواځې؟

    راټول به هم کړې دَ چا زړۀ او کنه؟
    بس ماتول درته اسان يواځې؟

    تۀ راغلې لاړې دَ خوشبو پۀ شانې
    توقير شۀ پاتې پرېشان يواځې
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X