Announcement

Collapse
No announcement yet.

حامد کرزی له شاه شجاع او کارمل سره څومره د پ&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • حامد کرزی له شاه شجاع او کارمل سره څومره د پ&#


    شهسوار سنګروال نیازی
    مونږ په دې لیکنه کې نه غواړو چې د تاریخ تل ته پرېوځو خو لږ تر لږه به د تاریخ یو څو پاڼې واړوو.
    شاه شجاع د افغانستان شړل شوی پاچا په دې فکر چې دی د دراني احمدشاه لمسی دی ځان یې د هېواد د تخت او بخت وارث ګاڼه. خو ده په دې فکر نه و کړی چې دا به څومره غوره وي چې د احمدشاه ابدالي د تخت وارث دې د برتانیوي هند د سکرتر جنرال لارډاکلنډ په ډاډینه، د برتانیوي ځواکونو په مټ، او د پنجاب د سکانو د مشر رنجیت سنګ په ملاتړ د افغانستان د پاچاهي په پلاز ډډه ولګوي. ده د خپل نیکه ستر احمدشاه ابدالي د ټولواکمنۍ پت او درناوی پر ځای نه کړ.
    تاریخ وښوده چې شاه شجاع د انګریزانو د یو لاسپوڅي په توګه نه یوازې د خپل نیکه د هسکې شملې دبدبه ونه ژغورله بلکې د ننګیالي نیکه په ټولواکمنۍ یې تالان ګډ کړ.
    کله چې شاه شجاع د انګرېزانو په نېت پوه شو بیا پرې ډېره ناوخته شوې وه. که بیا یې هر څو امین الله خان لوګري او نورو مجاهدینو ته د مرستې ټټر وواهه زیاتي اوبه له ورخه آوښتې وې.
    شاه شجاع ته ورته د هېواد یو بلواک واکمن ببرک کارمل و. نوموړی د شوروي ځواکونو په مټو د سرو لښکرو وحشت او دهشت سره یوځای واک ته ورسېد. لکه څنګه چې شاه شجاع انګرېزانو ته وعده ورکړې وه دا رنګه ببرک کارمل هم شوروي چارواکو ته په غوږ کې څڅولې وه چې که دی په کابل کې واک ته ورسېږي بیا به په ټول هېواد کې د ټوپک ډز وانه ورېدل شي، او د غرونو مجاهدین به تول راښکته شي، او خپل ټوپک به ارګ ته وسپاري.
    ببرک کارمل د خپل واک په مهال د “افغان شوروي” په دوستي دومره افراطي ټینګار درلود چې په خپلو ویناوو کې یې ویل “که د شوروي اتحاد پرځای او پر وخت (۶ جدي ۱۳۵۸ کال) وسله وال کومک نه وای نن به افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې نه و.” په داسې حال کې چې افغانستان د سره پوځ په منګلو کې ښکېل و، کارمل هم د شوروي په هوایي او ځمکني ځواک دومره مغرور و چې په ډېرې کاواکۍ او بېباکۍ به یې هېوادوالو ته په ډاګه ویل چې ” معیار وطنپرستي در سویتیزم است! “، مانا داچې هغه افغان ته هېوادپال ویلی شو چې شوروي پال وي.
    خو کله چې د ده پرځای ډاکټر نجیب الله ته واک وسپارل شو، نو بیا ببرک کارمل هم د شاه شجاع په څېر، چې هغه د انګرېزانو په وړاندې ګامونه واخیستل، ده هم د شوروي اتحاد پر ضد شعارونه پیل کړل چې یو ډېر تمرین شوی شعار یې دا و چې “مرګ بر سوسیال امپریالیزم”
    راځو اوسني ولسمشر حامد کرزي ته چې د بن پرېکړې له مخې واک ته ورسېد. مونږ کولی شو د ده سیاسي شخصیت د ده د واک د لنډمهال، منځمهال او اوسمهالو پېرونو په رڼا کې وڅېړو او د تاریخ په تله یې وتلو.
    د حامد کرزي په لنډ مهال پېر کې د ده له واک نه ډېر وخت تېر نه و چې د امریکا هوایي ځواک په روزګانۍ ورا برید وکړ، ناوې او شاه یې په سرو وینو ولمبول، او د وراوالو مړي یې کتار کړل. خو ولسمشر د امریکا ولسمشر بوش ته یوه غوږوهنه هم ونکړه، او نه یې ورنه په دوستۍ ګیله وکړه.
    په ورا باندې د امریکا د هوایي ځواکونو دا وروستی برید نه و. د حامد کرزي په لنډمهال، منځمهال، او ان د اوسمهال پېر په سر کې په لسګونو دا ډول بریدونه په وراوو او جنازو باندې ترسره شوې خو د حامد کرزي له خوا له کوم کلک غبرګون سره مخ نه شول. د هسکې مېنې، خوګیاڼیو، شينډنډ او نورې پېښې د داسې بریدونو د بېلګو په توګه یادولی شو.
    اوس چې د ولسمشر د واک قانوني پېر پای ته رسېږي، او ولسمشر د ناټو غړو هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سره ښکر په ښکر کېږي، شک پیدا کېږي چې دلته خو به بیا تاریخ د تکرارېدو په درشل کې نه وي؟
    دا شک به تاریخ ښه سپین کړي چې حامد کرزی د خپل واک او ځواک په مهال افغانستان او ولس ته یې څومره ګټه او زیانونه وررسولي دي.
    ډېرو ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې ولسمشر ولې په نورو لویو هېوادنیو ربړو چې د روان کړکچ مهم اړخ بلل کېږي، لکه فساد، قاچاق، اختلاس، د ځمکو مافیا، بې روزګاري، بېعدالتي، ناامني او نورو ځپونکو ستونزو مشورتي جرګه نه رابلله چې یوازې په امنیتي تړون یې رابللې ده؟
    اوس راځو دې ته چې که ولسمشر له امریکا سره د تړون په اړه دا اړینه بلله چې له یوې مشورتي لویې جرګې سره سلا وکوي، نو دی له اخلاقي پلوه څومره مسئول دی چې د رابلل شوې لویې جرګې مشورو ته درناوی هم وکوي. دا څنګه د هېواد ګټو او د جرګې پرېکړو ته درناوی بلل کېدای شي چې ولسمشر د جرګې پیل کې د سلاکارې لویې جرګې غړو ته وایي چې که دوي متحده ایالاتو سره د تړون د لاسلیک سلا هم ورکړي، او ولسي جرګه یې وهم مني، دی به تر هغې دا تړون لاسلیک نه کړي چې په هېواد کې پاکې او روغې ټاکنې ترسره نه شي… راروانې ټاکنې بې له شکه د دې ولس لپاره مهمې دي، خو ایا دومره ارزښت د افغانانو وینو ته هم ورکړل شوی دی؟
    که چېرته د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دومره د کرزي لپاره ارزښت ولري، نو ډېر شمېر کسان تېرې ټاکنې چې دی یې په پایله کې واک ته رسېدلی هم له درغلۍ ډکې ګڼي. د ولسمشر د اوسني دریځ په معیار دی دا د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د دې هېواد قانوني ولسمشر بللی شو؟
    د ولسمشر د وخت ناوخته بدلېدونکي دریځ او د تامل وړ خبرو ډېره برخه ولس دې ته اړ کړی دی چې دا شک وکوي چې ولسمشر د هېواد ګټو ته ژمن دی، که ځاني ګټو ته، او د شخصي سلیقې پاللو ته؟ ځینو هېوادوالو خو دا شکونه هم څرګند کړي دي چې ایا د ولسمشر سرتمبګي خو د دې لپاره نه ده چې له امریکا نه د خپلې خوښې د کاندید ولسمشر ننګه غواړي، او یا ځان ته د ولسمشرۍ د پای نه وروسته د یو مطرح سیاسي ژوند ضمانت غواړې؟ د دې او نورو ورته شکونو او پوښتنو بشيړ سپیناوی به وخت او تاریخ ښه وکوي.
    له بده مرغه مونږ د دې هېواد د تېرو ۳ لسیزو په تاریخ کې داسې مشران ولیدل چې کله د خپل واک له زوال سره مخ شوي دي نو بیا یې داسې کړکېچ ته لمن وهلې ده چې خلک د ده ارمان وکوي.
    ولسمشر اوس له دې بنسټیزې پوښتنې سره مخ دی چې که دی د لویې جرګې د سلا سره سره د تړون لاسلیکول ځنډوي (زه نه وایم چې نه دې ځنډوي) نو بیا یې ولې داسې یوه لګښتناکه جرګه، چې د کابل ښاریانو ورځني ژوند او د پوهنتونونو او ښونځیو زده کړیز بهیر یې هم د یوې اونۍ لپاره له ستونزو سره مخ کړ، رابلله.
    ولسمشر په کار دی په دې پوه شي چې د تړون د لاسلیک ځنډول ده ته نېک نوم نه ګټي. نېک نوم دی په دې ګټلی شي چې ولس ته دا وښیي چې دی د هېواد ګټو ته رښتیا هم رښتونی دی.
    له دې ټولو څرګندولو سره سره، د نړیوالو حقوقي ارزښتونو له مخې دا چې ولسمشر د ملګرو ملتو او افغانستان د وخت د مطرح قوتونو په ملاتړ واک ته رسېدلی، او د افغانستان د ټاکنو ګټندوی هم بلل شوی دی، دا په خپل ذات کې حامد کرزی د شاه شجاع او کارمل په پرتله د یوې مثبتې څېرې په توګه راپېژني.
    Pressure makes diamonds.
Working...
X